خبرونه
قطر د حماس د دفتر د کوربتوب په اړه داسرائیلو د صدرا عظم څرګندونې رد کړې
قطر نن په یوې شدید اللحنه اعلامیه کې ددغه هیواد لخوا د حماس د دفتر د کوربتوب په اړه د اسرائیلو د صدراعظم څرګندونې "بی باکانه" وبللې رد کړې .
له دغو توندو څرګندونو یوه ورځ مخکې ، اسرائیل په دوحه کې د حماس ډلې په دفتر هوايي برید کې ددغې ډلې د مشرانو د وژلو هڅه وکړه.
حماس د امریکا او اروپايي اتحادیې لخوا یو ترهګر سازمان ګڼل کیږي.
داسرائیلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو د چهارشنبې په ورځ قطر ته خبرداری ورکړ چې د حماس ډلې مشران یا اخراج کړي یایې عدالت ته وسپاري او که دوحه دا کار ونه کړي نو خپله اسرائیل به یې وکړي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د نتانیاهو دغه څرګندونې ددغه هیواد په دولتي حاکمیت باندې د راتلونکو تیريو لپاره یو څرګند ګواښ وباله او وغندلې .
د قطر د بهرنیو چارو وزارت اعلامیې وویل چې نتانیاهو ښه پوهیږي چې په قطر کې د حماس دفتر د منځګړیتوب د هغو زیارونو په ترځ کې چې د متحدو ایالاتو او اسرائیلو لخوا یي غوښتنه شوې شتون لري.
اعلامیې زیاته کړه چې مذاکرات چې نړیوال ملاتړ یې درلوده تل د امریکايي او اسرائیلي پلاوو په حضور کې په رسمي او شفاف ډول ترسره شوي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
اسلام آباد کې پر شیعه ګانو چاودنه شوېِ؛ لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي
پولیسو وویل چې د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د جمعې د لمانځه پر مهال د شیعه ګانو په یوه جومات کې یوه زوروره چاودنه وشوه چې له امله یې له دولسو څخه زیات کسان ووژل شول.
د پولیسو ویاند تقي جواد د جرمني خبري اژانس ته وویل دا چاودنه چې ظاهراً د ځانمرګي برید وه په امام باړه (امام بارګاه) سیمه کې شوې.
جواد وویل، "سمدستي، زه تاییدولی شم چې لږترلږه ۱۲ کسان وژل شوي دي،"
دی اندېښمن دی چې د مړو شمېر ممکن لوړ شي.
لږ تر لږه ۱۵ ټپیان روغتونونو ته وړل شوي او ځینې یې په نازک حالت کې دي.
شیعه مسلمانان د پاکستان د نږدې ۲۵۰ ملیون نفوس شاوخوا ۲۰٪ جوړوي.
پاکستاني طالبانو او افراطي اسلامي دولت ډلې په تیرو وختونو کې شیعه مسلمانان په نښه کړي دي، که څه هم د وروستي برید مسؤلیت کومې ملیشې ډلې نه دی منلی.
د امریکا او ایران خبرې؛ مسقط یې کوربه دی
عراقچي او ویټکاف د عمان د بهرنیو چارو له وزیر سره په جلا توګه کتلي.
د جمعې په ورځ د ایران او امریکا د خبرو اترو له پیل مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له خپل عماني سیال، بدر بوسعیدي سره لیدلي.
د امریکا ځانګړي استازي د سټیو ویټیکاف هم وروسته له ښاغلي بوسعیدي سره لیدلي.
ایراني خبري اژانسونو د ایران او عمان د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ غونډه په مسقط کې د اټومي خبرو اترو لومړۍ مرحله وبلله، خو ټینګار یې وکړ چې اصلي خبرې اترې لا نه دي پیل شوي.
په ورته وخت کې، وال سټریټ ژورنال راپور ورکړ چې د منځني ختیځ لپاره د امریکا د مرکزي قوماندې، CENTCOM قوماندان، برډ کوپر هم په خبرو اترو کې د ګډون لپاره چمتو دی.
دا خبر لا تر اوسه په امریکا یا ایران کې د کوم چارواکي لخوا تایید شوی نه دی.
د ډیپلوماتیکو خبرو اترو د اصولو له مخې، د دفاع او پوځي چارواکو او پوځي قوماندانانو لپاره دا دود نه دی چې په داسې خبرو اترو کې برخه واخلي، مګر د وال سټریټ ژورنال په وینا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ مخکې هم داسې اقدامات کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په سهار په یوه پیغام کې ټینګار وکړ چې عباس عراقچي "د اټومي خبرو اترو او بندیزونو لرې کولو لپاره مسقط ته سفر کړی دی."
دا ټینګار مهم دی ځکه چې د ټرمپ ادارې ټینګار کړی چې تهران باید د یورانیمو غني کول ودروي، خپل د توغندیو پروګرام محدود کړي، او د خپلو نیابتي ډلو ملاتړ ودروي.
دغه وزارت دا هم لیکلي چې عراقچي "د عمان د سلطنت د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعیدي سره د ایران او امریکا د خبرو د پرمختګ په اړه نظرونه تبادله کړل."
د ازبکستان د وارداتي برېښنا د لیږد مزي بیا پرې شوي؛ ګڼو سیمو کې برق نشته
د برېښنا شرکت اعلان کړی چې د ازبکستان د وارداتي برېښنا مزی یو ځل بیا د تخنیکي ستونزې له امله پرې شوی دی.
د طالبانو تر کنټرول لاندې دغه شرکت ویلي چې د نایب آباد - پلخمري لارې په تنګي تاشقرغان سیمه کې د برېښنا د لیږد ۲۲۰کیلو ولټه مزی شوی دی.
تر دې ستونزې وروسته، د سمنګان او بغلان ولایتونو ځینې برخې، او همدارنګه د پروان، پنجشیر، کاپیسا، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، میدان وردګ، غزني، ننګرهار او لغمان ولایتونو ګڼې سیمې له برېښنا بې برخې شوي دي.
د برېښنا شرکت ویلي چې تخنیکي ټیمونه د ستونزې د حل لپاره سیمې ته لیږل شوي؛ خو د سختو طوفانونو له امله، د ترمیم کار لا نه دی پیل شوی.
دا لومړی ځل نه دی چې له ازبکستان څخه وارد شوی بریښنا د واورې او طوفانونو له امله قطع کیږي.
د جنوري په وروستیو کې هم د برېښنا د لیږد مزي د درنو واورو او توپانونو په سبب پرې شوي وو.
په خوست کې د ګاز ډبې چاودنې درې ښځې وژلې دي
په خوست کې د ګاز ډبې چاودنې درې ښځې وژلي دي.
د خوست امنیتي چارواکي وایي، چې تېر ماښام د ازادۍ مینې په یو کور کې د ګاز ډبې چاودنه شوې، چې د کور درې میرمنې په کې وژل شوي او یو نارینه په کې ټپي شوی دی.
د خوست د امنیه قوماندانۍ ویاند طاهر احرار ازادي راډیو ته وویل، له پيښې وروسته امنیتي کسان او د اطفايې منسوبین د پيښې ځای ته د څېړنې او ژغورنې لپاره رسیدلي دي.
په افغانستان کې ډیری خلک په ژمي کې د کوټو د تودولو او پخلي لپاره د ګازو ډبې کاروي، چې د خوندیتوب د لازمو وسایلو د نشتون له کبله یادې ډبې، ځینې وختونه د اور لګیدلو او د کورنیو د غړو د مرګ ژوبلې لامل ګرځي.
د سالنګونو لار بنده شوه
د سالنګ لویه لار د موټرو پرمخ په موقتي ډول وتړل شوه.
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس د پنجشنبه په ورځ ناوخته پر ایکسپاڼه ولیکل چې دا لویه لار د واورې د ورښت، توپان، د لید ساحې د محدودیت او د ځاني او مالي زیانونو د مخنیوي په دلیل د هر ډول مسافر وړونکو او بار وړونکو موټر پرمخ تر بلې خبرتیا پورې تړل شوې ده.
تر تیر ماښام پورې په شمالي سالنګ کې تر څلویښت سانتي متره او په جنوبي سالنګ کې تر پنځوس سانتي مترو پورې واوره وریدلې وه چې تر دې وروسته د دې لارې د بندیدو اعلان وشو.
د سالنګ لویه لار د افغانستان له مهو لارو څخه ده چې د شمال نهه ولایتونه له مرکز او جنوب سره نښلوي.
اریانا هوایي شرکت هند ته الوتنې ډيروي
اریانا هوایي شرکت د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د کارګو او مسافرو د الوتنو شمیر زیات کړی دی.
اریانا هوایي چلند په ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې د پنجشنبې ( د جنوري ۵ مه) ولیکل چې د اوس لپاره د کابل او نوي ډیلي ترمنځ په اونۍ کې شپږ کارګو او دوه مسافر وړونکې الوتنې ترسره کیږي. په دې بیان کې دا نه دې ویل شوي چې تر دې وروسته به د دې الوتنو شمیر څومره زیاتیږي.
د اریانا هوایي شرکت په وینا، له هند سره د الوتنو له زیاتیدو سره به د افغانستان او هند ترمنځ تجارتي اړيکي پسې پراخ شي او د افغانستان صادرات به دغهَ هیواد ته ډیر شي.
له ۱۹ کلنو د لږ عمره کرکټ لوبغاړو د نړیوال جام پایلوبه
له نولس کلنو د لږ عمره کرکټ نړیوال جام په پایلوبه کې د جمعې په ورځ( د جنوري ۶ مه) د انګلستان او هند لوبډلې مخامخیږي.
انګلستان په نیمه پایلوبه کې استرالیا او هند افغانستان ته ماتې ورکړه.
د پنځوس اورونو په دې نړیوال جام کې د نړۍ شپاړس لوبډلو برخه واخیسته چې د جنوري په پنځلسمه د نامیبیا او زیمبابوې په کوربتوب پیل شو.
د دې نړیوال جام پایلوبه د زیمبابوې په پلازمینه هرارې کې د کابل په وخت د جمعې د ورځې د غرمې دولس بجې پیلیږي.
د ژمي په المپیک لوبو کې نژدې ۳۰۰۰ لوبغاړي ګډون کوي
ټاکل شوې ده چې د جمعې په ورځ( د جنوري ۶ مه) په ایټالیا کې د دوه زره شپږ ویشتم کال د ژمي د المپیک لوبې پيل شي.
تمه ده چې په دې المپیک کې به د شاوخوا درې نوي هیوادونو نژدې دوه زره نهه سوه لوبغاړي ګډون وکړي.
دا لوبې به د فبروري تر دوه ویشتمې روانې وي.
مسکو او واشنګتن سره ومنله چې پوځي تماسونه ټینګ کړي
امریکا او روسیې موافقه وکړه چې په لوړې کچې پوځی تماسونه ټینګ کړي.
په اروپا کې د امریکا پوځي قومانداني دا خبر ورکړ.
دا موافقه په ابوظبي کې د پنجشنبې په ورځ د اوکراین د سولې د خبرو په څنډه کې وشوه.
واشنګتن د دوه زره یو ویشتم کال کې په فبروري میاشت کې له دې وروسته له روسیې سره پوځي روابط قطع کړل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پر اوکراین د برید امر وکړ.
په اروپا کې د امریکا پوځي قومانداني وویل چې د پوځونو ترمنځ د خبرو اترو ادامه د نړیوال ثبات او سولې لپاره مهمه ده.
ایران او امریکا سبا جمعه د عمان په پلازمینه مسقط کې خبرې کوي
د امریکا متحده ایالاتو او ایران تایید کړې چې دواړه لوري به سبا جمعه د فبرورۍ په ۶مه د عمان په پلازمینه مسقط کې په لوړه کچه خبرو ته دوام ورکړي.
د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له مخې داسې ښکاري، دغه خبرې چې د چهارشنبې د ورځې ناوخته لغوه شوې وي، ترټولو ښه فرصت ګڼل کیږي چې په فارس خلیج کې د یوې لویې پوځي شخړې مخه ونیول شي.
د راپورله مخې د خبرو لپاره د عمان د پلازمېنې انتخاب اسانه نه وو. دواړو لورو یې د ځای او اجنډا پر سر اختلافات درلودل. تهران په عمان کې د دوه اړخیزې ناستې غوښتنه کوله او واشنګټن په پیل کې په ترکیه کې د سیمه ییزو قدرتونو په ګډون پر څواړخیزې غونډې ټینګارکاوه چې وروسته یې د لنډ مهال لپاره خبرې وځنډولې.
خو سپینې ماڼۍ وروسته له هغې خپل دریځ نرم کړ چې د سعودي عربستان او مصرپه ګډون د لږ تر لږه نهو سیمه ییزو شریکانو له لوري یې زیات پیغامونه ترلاسه کړل. که څه هم متحده ایالاتو مسقط ته د دغو خبرو لیږدول ومنل خو لوړپوړو امریکایي چارواکو ټینګار وکړ چې د ځای بدلون د دوی په عزم کې بدلون نه ښيي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د چهارشنبې په ورځ وویل په پام کې ده چې "اتومي خبرې" په سیمه ییز وخت د سهار په ۱۰ بجو په مسقط کې ترسره شي. وروسته د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي هم ازادي راډیو ته تایید کړه چې غونډه به ترسره شي.
د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې واضح کړه چې متحده ایالات په اجندا کې له یوې موضوع
"یوازې اټومي" خبرو سره لیوالتیا نه لري. روبیو تایید کړه چې که څه هم سپینه ماڼۍ خبرو ته چمتو ده، خو د هغه څه لپاره یې چې یوه غونډه بریالۍ وبلل شي، لوړ معیارونه ټاکلي دي.
هغه خبریالانو ته وویل:"د دې لپاره چې خبرې رښتیا هم مانا لرونکې پایلې ولري، باید د دوی د بالستیک توغندیو واټن، د ترهګرو سازمانونو ملاتړ، او له خپل ولس سره یې چلند هم پکې شامل وي."