د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۳۴

خبرونه

د ژمي په المپیک لوبو کې نژدې ۳۰۰۰ لوبغاړي ګډون کوي

 کارینا اکوپوا او نیکیتا رحمانین،  به په ژمنیو اولمپیک لوبو کې د ارمنستان استازیتوب وکړي
کارینا اکوپوا او نیکیتا رحمانین، به په ژمنیو اولمپیک لوبو کې د ارمنستان استازیتوب وکړي

ټاکل شوې ده چې د جمعې په ورځ( د جنوري ۶ مه) په ایټالیا کې د دوه زره شپږ ویشتم کال د ژمي د المپیک لوبې پيل شي.

تمه ده چې په دې المپیک کې به د شاوخوا درې نوي هیوادونو نژدې دوه زره نهه سوه لوبغاړي ګډون وکړي.

دا لوبې به د فبروري تر دوه ویشتمې روانې وي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د بدخشان ناکرارۍ؛ د ناراضه طالب قومندان جمعه خان فاتح د پخلا کولو هڅو نتیجه نه ده ورکړې

د طالبانو وسله وال په بدخشان کې
د طالبانو وسله وال په بدخشان کې

په بدخشان کې د طالبانو د یوه ناراضه قومندان جمعه خان فاتح او طالب ځواکونو تر منځ د روغې جوړې هڅو نتیجه نه ده ورکړې.

په بدخشان کې سیمه ییزو طالب چارواکو له هغې ډلې د نسی ولسوال د یکشنبې په ورځ ویلي چې جمعه خان فاتح سولې ته غاړه نه ږدي.

د راپورونو په اساس د خبرو لپاره د طالبانو لوی درستیز فصیح الدین فطرت هم بدخشان ته تللی.
جمعه خان فاتح ته منسوب په یوه غږیز پیغام کې هغه شکایت کوي چې طالب ځواکونو د خلکو کورونو تلاشي کړي او بیګناه کسان یې وژلي دي.

اخوا بیا د طالبانو یوې بلې مخالفې وسله والې ډلې د « افغانستان ازادۍ جبهې» ادعا کړې چې د زیباک ولسوالۍ په څو سیمو کې یې په طالبانو د سپکو او درنو وسلو ډزې کړي.

دې جبهې ادعا کړې چې جنګیالیو یې ځینې سیمې نیولي او طالبان یې تېښتې ته اړ کړي.

په بدخشان کې ناکرارۍ داسې وخت مخ په زیاتېدو دي چې د طالبانو مشر ملا هیبت الله اخندزاده د طالبانو د بیا واکمنېدو د پنځم کال په مناسبت په یوه بیانیه کې ادعا کړې چې په ټول افغانستان کې هېڅوک د ده له فرمانه سرغړاوی نه کوي.

د اندونیزیا مرګونې زلزله؛ څه باندې ۵۰ کسان مړه او ۱۳۰ نور ټپیان دي

د اندونیزیا یوه ورانه شوې ودانۍ
د اندونیزیا یوه ورانه شوې ودانۍ

په اندونیزیا کې د مرګونې زلزلې د مړو شمېر له ۵۰ اوښتی دی او څه باندې ۱۳۰ نور کسان ټپيان دي.

د ژغورنې ډلې د یکشنبې په ورځ هم د ایسارو کسانو د ایستلو په لټه کې و.

شنبه یوې زورورې زلزلې چې شدت یې د ریښتر په کچه ۷ اعشاریه ۷ ثبت شوی د اندونیزیا ختیځ کې د نوسا تینګارا ولایت ولړزاوه.

فلورس سیمه تر ټولو ډېره اغېزمنه شوې.

چارواکو د یکشنبې په ورځ خبر ورکړی چې لږ تر لږه ۵۰۰۰ کسان یې خوندي سیمو ته انتقال کړي.

چارواکو بیړنی حالت اعلان کړی او د لټون او ژغورنې عملیات روان دي.

تر اصلي زلزلې وروسته لږ تر لږه ۱۱۱ نور پس لړزې یا ټکانونه هم حس شوي چې د اکثرو اندازه یې شاوخوا ۶ درجې وه.

اسلام مخاچف له خپلې اتلولۍ دفاع وکړه

اسلام مخاچف د این ګري په وړاندې
اسلام مخاچف د این ګري په وړاندې

د رزمي لوبو پيژندل شوي لوبغاړي اسلام مخاچف د ایرلندي لوبغاړي این ګري په وړاندې له خپلې اتلولۍ دفاع وکړه.

یکشنبې سهار وختي د ګډو رزمي لوبو د معتبره سازمان یو اف سي د ۳۳۰مې دورې په دې مرکزي لوبه کې چې د ولټروېټ یا ۱۷۰ پونډي وزن د اتلولۍ پر سر وه اسلام په ۵ رونډونو کې د نمرو په توپير خپل سیال مات کړ.

که څه هم اسلام مخاچف د لوبې پر مهال له ستونزو سره مخ و او این ګري په اسانۍ نه تسلیمېده خو د څو ضربو، غېږو او د لوبې د کنټرول په خاطر اسلام برلاسی شو.

په دې بریا سره اسلام مخاچف خپله دېرشمه بریا ثبت کړه.

هغه یواځې یوه ماته لري چې کلونه پخوا وه.

اسلام مخاچف د خپل ملګري او روزونکي حبیب نورمحمدوف تر نظر لاندې دا لوبه وکړه.

په پنځو ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیلېږي

په افغانستان کې د پولیو د مخنیوي لپاره سبا (دوشنبه) د واکسین نوی کمپاین پیلېږي.

د واکسین دا کمپاین به په ننګرهار، کونړ، کابل، هرات او فراه ولایتونو کې ترسره شي.

دا کمپاین په داسې حال کې دی چې د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو ۱۵ پېښې ثبت شوې دي. تر ټولو وروستۍ یې تېره اوونۍ په اروزګان ولایت کې وه. روغتیايي ادارې له کورنیو غواړي چې خپل ماشومان واکسین کړي.

رحمت شاه د ایرلنډ پر وړاندې د افغانستان د بري اتل شو

رحمت شاه
رحمت شاه

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کیپتان رحمت شاه د ایرلنډ پر وړاندې په پنځمه یو ورځنۍ لوبه کې ناسوځېدلې ۱۴۳ منډې وکړې او د ۲۹۹ منډو هدف ته په رسېدو کې یې مهم رول ولوباوه.

افغانستان د ۲۲ منډو په لرلو دوه لوبغاړي له لاسه ورکړې وو، خو رحمت شاه او صدیق‌الله اتل د درېیم ویکټ تر بایللو پورې ۲۰۱ منډې جوړې کړې، چې د افغانستان په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې د دې ویکټې تر ټولو ستره ملګرتیا ده. دوی د رحمت شاه او حشمت‌الله شهیدي د ۱۸۴ منډو پخوانی ریکارډ مات کړ.

افغانستان ایرلنډ ته په شپږ ویکټو ماتې ورکړه او د پنځو لوبو لړۍ یې ۴-۰ وګټله.

اوچا: د روان کال له پیل راهیسې طبیعي پیښو په افغانستان کې له ۹۲ زره زیات کسان اغیزمن کړي دي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، چې د روان میلادي کال له پیل څخه تر اګست میاشتې پورې، په افغانستان کې د طبیعي پېښو له امله له ۹۲ زرو څخه ډېر کسان اغېزمن شوي او ۹۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دغه دفتر په تازه راپور کې، چې د یکشنبې په ورځ، د اګست په ۱۶مه، خپور شوی، راغلي چې په دې موده کې د افغانستان په ۲۰۲ ولسوالیو کې ۳۳۱ کسان ټپیان شوي دي. شاوخوا ۱۰ زره کورونه زیانمن شوي او له ۲ زرو څخه ډېر کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.

د اوچا د راپور له مخې، په روان کال کې د طبیعي پېښو له امله تر ټولو ډېر زیانونه د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې ثبت شوي دي.

د ملګرو ملتونو دغه اداره زیاتوي چې د طبیعي پېښو د اغېزو زیاتوالی د اقلیمي بدلونونو او بشري زیانګالي ترمنځ نږدې اړیکه هم په ډاګه کوي. لسیزو جګړو، د چاپېریال ویجاړي او په زیربناوو کې د پانګونې کمښت، د ډېرو سیمو وړتیا له طبیعي پېښو سره د مقابلې په وړاندې کمزورې کړې دي.

جرمني د سوریایي کډوالو د پناه د حق د لغوه کولو لړۍ ګړندۍ کړې ده

جرمني د سوریایي کډوالو د پناه د حق د لغوه کولو لړۍ ګړندۍ کړې او د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ نیمایي کې یې د یو پرڅلورمه برخې هغو کډوالو د خوندیتوب حیثیت لغوه کړی چې پردوسیو یې له سره غورشوی دی.

د جرمني ډي پي اې خبري آژانس د راپورله مخې د مهاجرت او کډوالو لپاره د فدرالي ادارې (BAMF) شمیرې ښيي چې د روان کال په لومړۍ نیمایي کې د ترسره شویو ۸۳۲۰ ارزونو په پایله کې د ۲۳،۲ سلنه سوریایي کډوالو د خونديتوب حیثیت بېرته اخیستل شوی یا لغوه شوی دی.

دا په داسې حال کې چې په ۲۰۲۵ کال کې یوازې د ۳،۷ سلنه سوریایي وګړو د خونديتوب حق لغوه شوی و.

د راپورله مخې د خونديتوب حیثیت هغه وخت لغوه کېږي چې د اصلي هېواد وضعیت په بنسټیز ډول بدل شي.

د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د سوریې د پخواني واکمن بشار الاسد له نسکورېدو وروسته سلګونه زره سوریایي کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي. اکثره دغه کډوال له ترکیې، لبنان او اردن څخه بیرته خپله هیواد ته تللي دي.

د جرمني د حکومت د شمیرو له مخې شاوخوا ۹۳۰ زره سوریایي کډوال په جرمني کې اوسي.

ایران له قطره د خپلو درېیو پیلوټانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه

ایران له قطره وغوښتل چې هغه درې ایراني پیلوټان خوشې کړي چې د ایراني چارواکو په وینا، د مارچ په میاشت کې د خپلو جنګي الوتکو له نسکورېدو وروسته د قطري ځواکونو له خوا ژوندي نیول شوي دي.

د ایران د وسله ‌والو ځواکونو یوه قوماندان ویلي، چې دغه درې پیلوټان جواد صالحي، عبدالمجید دشتیان او عمران به روشیان نومیږي او شاوخوا شپږ میاشتې کېږي چې د قطر په بند کې دي.

خو قطر دا ادعا په کلکه رد کړې او ویلي یې دي چې هېڅ ایرانی پیلوټ یې نه دی نیولی. د قطر چارواکي وايي، د دغه هېواد د ژغورنې ځواکونو یوازې د یوه پیلوټ مړی موندلی او ایران تر اوسه د لټون او ژغورنې د عملیاتو د څیړلو په اړه د قطر بلنې ته ځواب نه دی ورکړی.

د ایران قضایه قوې د یو بل معترض د اعدام خبر ورکړ

د ایران قضایه قوې د یکشنبې په ورځ، د زمري په ۲۵مه، اعلان وکړ چې د ۱۴۰۴ کال د پراخو اعتراضونو یو بل معترض نن سهار اعدام شوی دی.

شهرام صادقي د ایران په حکومتي رسنیو کې تورن شوی و چې د تېر کال د اعتراضونو پر مهال یې څو پولیس تر خپل موټر لاندې کړي دي.

د ایران د رسنیو د راپورونو له مخې، د دې پېښې په پایله کې اوه ایراني پولیس "د سر، پښو، لاسونو او سترګو" له برخو ټپیان شوي دي.

خو د شهرام صادقي د محاکمې د څرنګوالي او د هغه د دوسیې د څېړنې د بهیر په اړه خپلواک شواهد او اسناد نه دي خپاره شوي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د روان لمریز کال له پیل راهیسې تر اوسه په ایران کې لږ تر لږه ۵۶ کسان د ملي امنیت اړوندو جرمونو په تور اعدام شوي، چې ۲۷ یې له اعتراضونو سره تړاو لري.

د افغانستان کرکټ لوبډلې له آیرلنډ څخه وروستۍ لوبه هم وګټله

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې، له آیرلنډ څخه خپله پنځمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه هم د شپږو ویکټو په توپیروګټله.

د آیرلنډ لوبډلې د اوو لوبغاړو په سوځیدو ۲۸۹ منډې کړې او د افغانستان لوبډلې ته یې د ۲۹۹ منډو هدف ټاکلی و. افغان لوبډلې د څلورولوبغاړو په سوځیدو ۳۰۲ منډې وکړې او ټاکلی هدف یې پوره کړ. تردې مخکې د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړنۍ لوبه د باران له امله بې نتیجې پای ته رسیدلې او نورې درې لوبې افغانستان ګټلې وې.

تمه ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د سپټمبر په میاشت کې د هند پر وړاندې د دریو شل اوریزو سیالیو کوربتوب وکړي. دا لوبې په هند کې ترسره کیږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG