خبرونه
له ۱۹ کلنو د لږ عمره کرکټ لوبغاړو د نړیوال جام پایلوبه
له نولس کلنو د لږ عمره کرکټ نړیوال جام په پایلوبه کې د جمعې په ورځ( د جنوري ۶ مه) د انګلستان او هند لوبډلې مخامخیږي.
انګلستان په نیمه پایلوبه کې استرالیا او هند افغانستان ته ماتې ورکړه.
د پنځوس اورونو په دې نړیوال جام کې د نړۍ شپاړس لوبډلو برخه واخیسته چې د جنوري په پنځلسمه د نامیبیا او زیمبابوې په کوربتوب پیل شو.
د دې نړیوال جام پایلوبه د زیمبابوې په پلازمینه هرارې کې د کابل په وخت د جمعې د ورځې د غرمې دولس بجې پیلیږي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
له لوی اختر سره د کانګو ناروغۍ ته اندیښنې
چهارشنبه په افغانستان کې د لوی اختر لومړۍ ورځ ده. یوشمیر روغتیایي متخصصانو د څارویو د قرباني پرمهال د کانګو تبي د ناروغۍ د احتمالي زیاتیدو خبرداری ورکړی دی.
د کابل په انتاني روغتون کې متخصص ډاکټر فرید عمري ازادي راډیو ته وویل چې د څارویو د قرباني پرمهال باید خلک دستکش ولري، عینکي په سترګو کړي او داسې بوټان په پښو کړي لکه موزې چې د څاروي له ویني سره په تماس کې نه شي. ډاکټر عمري زیاته کړه چې څاروي باید په داسې ځایونو کې حلال شي چې هلته دستي وینه ووینځل شي او د څاروي له ذبح کیدو وروسته غوښه سمه پخه شي چې میکروب یې له منځه ولاړ شي.
د طالبانو د عامه روغتیا وزارت د شمیرو له مخې روان میلادي کال د کانګو تبې پېښې د پروسږکال په پرتله زیاتې شوې دي. تیر میلادي کال په افغانستان کې د کانګو تبې ناروغۍ له امله دوه نوي کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.
د ایران په اړه د امریکا د کابینې غونډه له سپینې ماڼۍ بهر
ټاکل شوې ده چې چهارشنبه( د مې ۲۷ مه) د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر د خپلې کابینې له غړیو سره په کمپ ډیویډ کې غونډه وکړي.
د فرانس پریس اژانس د راپور له مخې، د میریلنډ په غرنۍ سیمه کې د جمهوري ریاست استوګنځي ته ولسمشر ټرمپ د مخکنیو ولسمشرانو برخلاف ډیر لږ ځي او دا د دې څرګندونه کوي چې دا خبرې حساسې دي.
نیویارک پوسټ ورځپاڼې خبر ورکړ چې د دې غونډې د اجنډا اصلي موضوع ایران دی او د کابینې ټول غړي به برخه پکې واخلي.
ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ ویلي و چې له تهران سره د جګړې د پای ته رسیدو په خاطر موافقه نژدې شوې ده خو که چیرته خبرې اترې ناکامه شي امریکا به یو ځل بیا پر ایران بریدونه پيل کړي.
کمپ ډیویډ ته ولسمشر ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په دې دوهمه دوره کې تر دې یو ځل مخکې هغه وخت ورغلی و چې څو ورځې وروسته یې د فبروري په اته ویشتمه امریکایي ځواکونو پر ایران برید وکړ.
طالبانو د افغانستان له زندانونو یوشمیر بندیان خوشي کړل
طالبانو د لوی اختر په مناسبت تر زرو ډیر کسان له زندانونو خوشي کړې دي. د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې د سې شنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې د سترې محکمې له تایید او منظورۍ وروسته یو زر یو سل او یو نوي بندیان د افغانستان د مختلفو ولایتونو له بېلابېلو زندانونو خوشي شوې دي.
په دې بیان کې د خوشي شویو کسانو د جرمونو په اړه څه نه دې ویل شوي.
ازبکستان د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره مرسته وکړه
ازبکستان په افغانستان کې له سیلاب ځپلیو سره دوه سوه ټنه بشري مرسته وکړه.
افغانۍ سرې میاشتې د سې شنبې په ورځ په ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې دا مرسته یې دوی ته سپارلې ده او په دې مرسته کې د وریجو، اووړو، بورې او غوړیو په شمول یوشمیر خوراکي مواد شامل دي چې په بلخ ولایت کې به یې پر سیلاب ځپلیو کورنیو وویشي.
د ملګرو ملتو د کډوالو نړیوال سازمان( ای او ایم) د سې شنبې په ورځ په یوه راپور کې وویل چې د روان میلادي کال له پیله تر اوسه د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې له لس زره ډیرې کورنۍ د سیلابونو له امله اغیزمنې شوې دي.
ایرلنډ له افغانستان سره د مرستې اعلان وکړ
ایرلنډ له افغانستان سره څه باندې درې میلیونه ډالر مرسته وکړه. اوچا یا د ملګرو ملتو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر سه شنبه( د مې ۲۶ مه) پر ایکسپاڼه لیکلي دي چې دا بشري مرسته ده چې دوی ته یې سپارلې ده.
اوچا څرګندوي چې پر دې پیسو به په افغانستان کې د یوشمیر اړمنو لاسنیوی وکړي.
د طالبانو د دفاع وزیر د مسکو په نړیوال امنیتي کنفراس کې د ګډون په موخه مسکو ته تللی
د طالبانو د حکومت د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد مسکو ته په سفر تللی دی.
د دفاع وزارت نن سه شنبې پر خپلې ایکس پاڼې ویلي،" مجاهد د مسکو په نړیوال امنیتي کنفراس کې د ګډون په موخه روسیې ته سفر کړی".
د مسکو د نړیوال امنیتي کنفراس نن سه شنبې پیلږي او تر جمعې ورځې به دوام وکړي.
د دغه کنفراس اجنډا په سیمه کې پر امنیتي ننګونو او همکاریو خبرې اتري دي.
طالبانو د لوی اختر په مناسبت له زرو زیات زندانیان ازاد کړل
د طالبانو حکومت د لوی اختر په مناسبت له زرو زیات زندانیان راخوشي کړي.
د طالبانو د حکومت د زندانونو چارو د تنظیم ادارې ویاند نسیم لالهاند نن سه شنبې رسنیو ته په غږیز پیغام کې ویلي" د سترې محکمې له منظورۍ وروسته د هېواد له زندانونو ۱۱ سوه ۹۱ تنه زندانیان راخوشي شول".
د دې ادارې په خبره، دغه کسان د یو شفاف بهیر له مخې راخوشي شوي څو وکولی شي د اختر خوشالۍ له خپلو کورنیو سره ولمانځي.
روبیو: ایران سره هوکړې ته رسیدل ممکن "څو ورځې" ونیسي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي، ایران سره هوکړه ته رسیدل ممکن "څو ورځې" ونیسي.
هغه نن سه شنبې وویل،" یوه قوي اجماع او د هوکړې لومړنۍ مسوده شتون لري، د هوکړو په اړه ډیر وختونه داسې کیږي چې د یوې جملې یا کلمې په اړه اختلافات ممکن څو ورځې وخت ونیسي څو هوکړه وشي، نو باید د دې توپیرونو د حل لپاره کار وکړو، کیدای شي یو ښه هوکړه ولرو یا يې ونه لرو".
تمه وه په همدې روانه اونۍ کې د امریکا او ایران ترمنځ هوکړه وشي.
د ایران او امریکا ترمنځ د سولې مذاکرات په داسې حال کې روان دي چې امریکايي ځواکونو پرون دوشنبې د ایران په جنوب کې پر یو شمیر کښتو بریدونه وکړل.
ستنګام ویلي، "په بریدونو کې هغه کښتۍ په نښه شوي چې هڅه يې کوله په هرمز تنګي کې ماینونه وکري".
نن سه شنبې په سعودي عربستان کې د عرفې ورځ ده
نن سه شنبې په سعودي عربستان کې د عرفې ورځ ده.
دا ورځ چې د حج د مراسمو یو لوی رکن بلل کیږي حاجیان په کې د عرفات پر غونډۍ او شاوخوا دښتو کې راټولیږي او ټوله ورځ په دعا او عبادتونو تیروي.
پر عرفات دریدل د حج مهم رکن دی او که له چا پاتي شي په دې مانا دی چې د حج یو مهم رکن ترې پاتې شو، نو ځکه حاجیان عرفې ته د رسیدو هڅې کوي.
حاجیان له لمر لویدو وروسته مزدلفې ته روانیږي او سبا چهارشنبې د لوی اختر لومړی ورځ ده.
سږکال د نړۍ له بیلابیلو هېوادونو څه باندې یو نیم میلیون مسلمانان د حج ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته تللي دي.
افغانستان کې د زنداني خبریالانو د وضعیت په هکله اندیښنه
د خبریالانو د ملاتړ یو سازمان افغانستان کې د زنداني خبریالانو د وضعیت په هکله اندیښنه څرګندوي.
دافغانستان د رسنیو دملاتړ سازمان (امسو) د دوشنبې ورځې اعلامیه کې وویل چې احمد جاوید نیازی ، منصور نیازی او عمران دانش چې په دې وروستیو کې د طالبانو لخوا نیول شوي له خپلو ترټولو ابتدايي حقوقو څخه هم محروم دي.
امسو د سرچینو په حواله زیاتوي چې دغه خبریالان د مدافع وکیل د استخدام او د خپلو کورنیو له غړو سره د لیدو کتو حق نه لري.
یاد سازمان وايي چې ۵ کسه نور خبریالان او درسنیو فعالان چې لدوی مخکې نیول شوي دي هغو هم د سخت فشار لاندې دي.
د طالبانو حکومت ددغو خبریالانو د نیولو په هکله رسما څه نه دي ویلي خو مخکې یې ویلي چې د اسلامي شریعت او ملي ارزښتونو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ ته ژمن دي.
واک ته د طالبانو له ستنیدو وروسته په خبریالانو باندې محدودیت او فشارونه زیات شوي دي او دخبریالانو دنیول کیدو پرله پسې پیښو اندیښنو ته لمن وهلې.