خبرونه
د افغان کډوالو په تړاو د جرمني پر دوو وزارتونو عریضه شوې
د بشري حقونو د مدافعانو دوو موسسو د افغانانو په ارتباط د جرمني د بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزیرانو پرضد یوه جنایي دوسیه ثبت کړه چې له پاکستانه د هغو افغانانو د ایستلو په مخنیوي کې پاتې راغلې دي چې برلین د هغوی د منلو ژمنه کړې ده.
پاکستان ویلي دي د سپتمبر له لومړۍ نیټې وروسته ګڼ افغانان له خپلې خاورې باسي، خو د رویټرز اژانس د راپور له مخې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر سر له اوسه پيل شوی دی.
د دغو کډوالو په منځ کې تر دوه زره ډیر داسې افغانان دي چې جرمني په خپله خاوره کې د هغوی د بیامیشتیدنې ژمنه کړې ده.
د کډوالو د ملاتړ یوې ټولنې او د کډوالو د حمایت یوې شبکې د بهرنیو چارو د وزیر یوهان وادفول او کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبریندت پر وړاندې په برلین کې خپل جرمي شکایت د جمعې په ورځ ثبت کړ.
دې موسسو ویلي دي چې پاکستان ته دا اجازه ورکول چې دا افغانان له خپلې خاورې وباسي د جزا د قانون د دوه سوه یو ویشتمې مادې له اصولو څخه سرغړونه ده.
د بشري حقونو دغو مدافعانو ویلي دي، په پاکستان کې د دغو افغانانو له ډلې په وروستیو اونیو کې لږ تر لږه څلور سوه تنه نیول شوې دي او څلور دیرش تنه نور افغانستان ته استول شوې دي، هغه ځای ته چې ممکن له زندان او مرګ سره مخامخ شي.
د جرمني نوي محافظه کار حکومت د انتخاباتي مبارزې پرمهال ویلي و چې جرمني ته به د کډوالو د مخنیوي هڅې زیاتې کړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په بلوچستان کې د بیلتون غوښتونکو همغږه عملیات روان دي
د پاکستان په بلوچستان کې بلوچ بیلتون غوښتونکو د مرکز کوټې په ګډون په بیلابیلو سیمو کې نن په یوه وخت عملیات پیل کړې دي.
په کوټه کې یوه امنیتي چارواکي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، فرانس پریس اژانس ته وویل چې د ماشینداروو او ځانمرګو دا همغږه عملیات په ټول بلوچستان کې ترسره کیږي، په ځانګړي ډول په کوټه، پسني، مستونګ، نوشکي او ګوادر کې.
صوبایي حکومت بیړنی حالت اعلان کړی دی.
بلوچ بیلتون غوښتونکو( بلوچ لیبریشن ارمي) ډلې د دې همغږه عملیاتو مسوولیت منلی دی.
تهران له واشنګتن سره روغې جوړې ته چمتوالی څرګند کړ
د ایران د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا له امریکا سره یوه تړون ته چمتوالی څرګند کړ.
عباس عراقچي نن په ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې هیواد یې له واشنګتن سره سم او منصفانه توافق ته چمتو دی. عراقچي وایي چې ایران چمتو دی چې اټومي وسلې جوړې نه کړي خو د دې په بدل کې دې پر تهران لګیدلي بندیزونه لرې شي.
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر د پنجشنبې په ورځ ویلي و، چې ایران ته یې داسې ضرب الاجل ټاکلی دی چې هغوی پرې پوهیږي.
ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې دا هم وویل چې د امریکا ډیرې سترې جنګي بیړۍ د ایران په لور روانې دي.
د رفح پوله سر له یکشنبې پرانیستل کیږي
ټاکل شوې ده چې د غزې او مصر ترمنځ د رفح پوله سر له سبا پرانیستل شي. دا ګام د غزې لپاره د واشنګتن له لورې د سولې د وړاندې شوي پلان برخه ده.
د اسراییل پوځ وویل چې رفح پوله به د محدودو پلیو کسانو د تګ راتګ لپاره پرانیستل شي او هغه کسان به له دې لارې د تیریدو اجازه ولري چې د اسراییل له لورې یې تایید شوي وي. په ورته وخت کې به د دې کسانو د تګ راتګ چارې اروپایي ټولنه څاري.
رفح د غزې یوازینۍ پوله ده چې له اسراییل سره شریکه نه ده.
د غزې پوله د دوه زره څلرویشتم کال د مې له میاشتې راهیسې بنده ده.
سیګار اداره سر له ننه منحل شوه
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د متحد ایالتونو د سرمفتش اداره( سیګار) سر له ننه د یوې خپلواکې ادارې په توګه منحل شوه.
دا اداره چې په دوه زره اتم کال کې د متحد ایالتونو د کانګرس له خوا جوړه شوې وه هدف یې په افغانستان کې په پوځي، پرمختیایي او بشري پروګرامونو کې د امریکا د لګول شویو میلیارډونو ډالرو پلټنه او تفتیش و.
سیګار خپل وروستی راپور تیره میاشت خپور کړ او په هغه کې یې څرګنده کړه چې په افغانستان کې له دوه زره دوهمه تر دوه زره یو ویشتم کلونو پورې د متحد ایالتونو کانګرس شاوخوا یوسل او څلروڅلویښت اعشاریه اووه میلیارډه ډالر د افغانستان بیارغونې ته ځانګړې کړي و.
دې ادارې د خپل کار په مودې کې د ضایع شویو پیسو، درغلیو او ناوړه ګټې اخیستنې مهمې پېښې مستندې کړې، او اټکل یې کړی چې لسګونه ملیارد ډالر له لاسه تللي یا په ناسم ډول مدیریت شوي دي.
د سیګار د ادارې مشر جان سوپکو په ایکسپاڼه کې له ټولو هغو کسانو مننه کړې ده چې د دې ادارې د نژدې اوولس کلن فعالیت پرمهال یې له دوی سره همکاري کړې ده.
د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډله د آیرلنډ په ماتولو سره د نړیوال جام نیم پایلوبې ته ووته
له ۱۹ کلنو د کم عمره لوبغاړو د کرکټ د نړیوال جام په لوبو کې افغان لوبډلې د آیرلنډ لوبډلې ته د ۱۹۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه او نیم پایلوبې ته ووته.
په پرونۍ لوبه کې چې د زیمبابوې په پلازمېنه هرارې کې ترسره شوه، افغانستان په ۵۰ اوورونو کې د ۷ لوبغاړو په زیان سره ۳۱۵ منډې وکړې.
فیصل شینوزاده په ۱۴۲ بالونو د ۱۶۳ منډو په جوړولو سره د افغان لوبډلې په بریا کې مهم رول ولوباوه، خو سیالې لوبډلې خپل ټول لوبغاړي په ۴۱ اوورونو کې له لاسه ورکړل په داسې حال کې چې یوازې ۱۲۴ منډې یې جوړې کړې وې.
د انګلنډ لوبډله هم د نوي زیلانډ له ماتولو وروسته د نولس کلنو د نړیوال جام نیم پایلوبې ته ووته. د یکشنبې په ورځ د هند او پاکستان له سیالۍ وروسته به مالومه شي چې په دوی کې کوم یو نیم پایلوبې ته وتلای شي.
د نورو مخکښو لوبډلو د لوبو مهالوېش به وروسته اعلان شي.
ګوتیریش د ملګروملتونو د مالي بحران په اړه د نړۍ هېوادونو ته خبرداری ورکړی
د ملګروملتونو سرمنشي وايي چې دا سازمان په نژدې راتلونکي کې له مالي پلوه د له منځه تلو له ګواښ سره مخامخ دی.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې سرمنشي انتونیو ګوتېریش د ملګروملتونو غړو هېوادونو ته په یوه لیک کې دا خبرداری ورکړی دی.
که څه هم ښاغلي ګوتېریش له دې مخکې هم د م. م د نغدو پیسو د بحران په اړه خبرې کړي خو دا ځلې یې په بېساري شدت سره په دې اړه خبرداری ورکړ.
دا په داسې حال کې ده چې متحدوایالتونو چې د م. م اصلي مالي مرستندوی دی، د ملګروملتونو له ځینو ادارو سره مالي مرستې کمې کړي او د دې سازمان عادي بودیجې ته یې د خپلې ونډې له ورکولو ډډه کړې ده.
ګوتیریش په هغه لیک کې چې د جون په ۲۸مه یې استولی دی، ویلي چې د م. م مالي بحران په زیاتېدو دی، د پروګرامونو په تطبیق کې له ستونزو سره مخ دی او له مالي پلوه د له منځه تللو خطر ورسره مل دی. د هغه په وینا په نژدې راتلونکي کې ښايي وضعیت تردې نور خراب شي.
د ملګروملتونو اړوندې ادارې چې په افغانستان کې اړو خلکو ته د بشري مرستو اصلي تمویلوونکې دي، په وروستیو کلونو کې د خپلو بودیجو د کمېدو له کبله، بیا بیا اندېښنه ښودلې ده.
په کانبیرا کې د افغانستان د سفارت فعالیت په راروان دوبي کې ځنډول کېږي
آسټرالیا اعلان کړی چې له راروانې جون میاشتې وروسته په دې هېواد کې د افغانستان د سفارت فعالیت ځنډول کېږي.
د آسټرالیا د بهرنیوچارو وزارت پرون (د جنوري ۳۰مه) په یوه بیان کې چې د دې وزارت او د افغانستان د سفارت ګډه اعلامیه بلل شوې، دا خبر ورکړی دی.
په اعلامیه کې راغلي دي چې اوسنیو شرایطو او هغو محدودیتونو ته چې د دې سفارت له کنټروله وتلي دي او هم دې ته په پام سره چې روان وضعیت نور نو د دوام وړ نه دی د آسټرالیا د بهرنیوچارو او سوداګرۍ وزارتونه سپارښتنه کوي چې د ۲۰۲۶ کال د جون له ۳۰مې وروسته د سفارت فعالیت وځنډوي.
نوموړی وزارت زیاتوي چې آسټرالیا داسې کوم پلان نه لري چې د طالبانو ډیپلوماټان یا استازي ومني خو له نړیوالو قوانینو سره سم به د سفارت د ودانۍ او مالونو ساتنې ته دوام ورکړي.
په کانبېرا کې د افغانستان سفارت چې د پرځېدلي جمهوري نظام د ډیپلوماتانو له خوا اداره کېده، هم تراوسه په دې اړه رسما څه نه دي ویلي.
د افغانستان او تاجکستان پر پوله درې وسله وال کسان وژل شوي دي
د افغانستان او تاجکستان پر پوله په یوه نښته کې درې وسله وال کسان وژل شوي دي.
د آزادې اروپا/ آزادۍ راډیو د تاجکي څانګې د راپور له مخې دا پېښه د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې په ۹مه) ماښام مهال د شمس الدین شاهین ولسوالۍ په بهارک سیمه کې شوې ده.
د تاجکستان چارواکو دا کسان د مخدرو موادو افغان قاچاقبران بللي دي. د چارواکو په وینا پنځو وسله والو قاچاقبرانو له آمو سیند څخه د تاجکستان خاورې ته د اوښتو پرمهال د تاجکستان د سرحدي ځواک خبرداري ته پاملرنه ونه کړه او وسله وال مقاومت یې وکړ چې په نتیجه کې یې درې کسان ووژل شول او دوه نور د افغانستان پر لور په تېښه بریالي شول.
په خبر کې راغلي دي چې وژل شوي کسان د افغانستان د تخار ولایت د چاه آب ولسوالۍ اوسېدونکي دي.
د تاجکستان سرحدي ځواکونو ویلي دي چې له دې وسله والو څخه یې درې کلاشینکوفونه او ۱۵۰ مرمۍ، یوه کشتۍ او د چرسو او تریاکو څلور بوجۍ ترلاسه کړي دي. د طالبانو حکومت تردې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د تاجکستان سرحدي ځواکونو له دې مخکې هم په سرحد کې له قاچاقبرانو سره د نښتو خبر ورکړی و. د مرغومي (جدي) میاشتې په ۲۸مه، د تاجکستان چارواکو اعلان وکړ چې امنیتي ځواکونو یې په همدې سیمه کې ۴ تروریستان چې د دوی په وینا د افغانستان له خاورې څخه وراوښتي وو، وژلي دي.
افغانستان په فوټسال کې مالیزیا اوه پر صفر ماته کړه
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې مالیزیا ته ماته ورکړه.
دا د اسیا د ملتونو په اتلولۍ لوبو کې د افغانستان دویمه بریا وه.
په نننۍ لوبه کې افغانستان اوه پر صفر مالیزیا له مخې لرې کړه.
له دې وړاندې د افغانستان د فوټسال ملي ټیم په خپله لومړنۍ لوبه کې سعودي عربستان ته درې پر صفر ماته ورکړې وه.
تمه ده د افغانستان د فوټسال ملي ټیم د اسیايي ملتونو په اتلولۍ کې د ګروپي دور وروستۍ لوبه د یکشنبې په ورځ د ایران په وړاندې ترسره کړي.
د ازادي راډیو ۲۴مه کلیزه
نن د ازادي راډیو ۲۴مه کلیزه ده.
د ازادي رادیو خپرونې د ۲۰۰۲ کال د جنورۍ په دېرشمه پیل شوې.
ازادي راډیو د افغانستان د مولټي میډیا مخکښه رسنۍ ده.
په اوسنیو شرایطو کې چې د افغانستان دننه رسنۍ او د بیان ازادي له محدودیتونو او بندیزونو سره مخ ده ازادي راډیو تر بل هر وخت زیات د بې پرې او پر وخت معلوماتو خپرولو ته ژمنه ده.