د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۱۲

روسي چارواکی: د اوکراین په اړه د مسکو او واشنګټن غونډه پر تخنیکي مسایلو متمرکزه ده

عکس ارشیف
عکس ارشیف

کرملین نن دوشنبه د ( وري ۴) مه وویل چې روسیه او متحده ایالات د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوې موافقې ته د رسیدو اړتیا په اړه ګډ تفاهم لري، خو لاهم مختلف اړخونه شته چې باید کار پر وشي.

رویټرز خبري آژانس د کرملین د ویاند دیمیتري پسکوف له قوله راپور ورکړی چې وايي، د مسکو او واشنګټن ترمنځ خبرې اترې چې په سعودي عربستان کې ترسره کېږي، پر تخنیکي مسایلو متمرکزې دي، چې پکې د تور سمندرګي د نوښت موضوع هم شامله ده، کوم چې د سیمې د کښتیو د امنیت اړوند دی.

د روسیې او امریکا پلاوي نن د اوکراین د کړکېچ د حل لپاره د خبرو اترو دوهم پړاو پیل کړ.

دا خبرې اترې د یکشنبې په ورځ د امریکا او اوکراین د چارواکو ترمنځ تر غونډې وروسته ترسره کیږي.

د امریکا پلاوي تر اوسه د یکشنبې د ورځې د اوکراین سره د خبرو اترو په اړه څه نه دي ویلي، خو د اوکراین دفاع وزیر رستم عمروف، چې په دې غونډه کې یې د خپل هیواد د پلاوي مشري کوله، خبرې اترې رغنده وبللې.

هغه په ایکس پاڼه کې لیکلي چې د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي هدف د اوکراین او ټولې اروپا لپاره د عادلانه او تلپاتې سولې تامینول دي، هغه وویل چې هیواد یې هڅه کوي چې دا موخه په واقعیت بدله کړي.

په اوکراین کې د روسیې د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې اترې په داسې حال کې روانې دي چې اوکرایني ځواکونه په هیواد کې د روسیې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو راپور ورکوي.

اوکرایني ځواکونو ادعا کړې چې په یوه ورځ کې یې د روسیې له خوا د ۹۹ توغول شویو بې پیلوټه الوتکو څخه ۵۷ یې غورځولي دي.

د رویټرز خبري اژانس دوشنبه د ( وري ۴) مه د اوکرایني ځواکونو په حواله راپور ورکړ چې ۳۶ روسي بې پیلوټه الوتکې موخو ته نه دي رسېدلي.

دا لا څرګنده نه ده چې د پاتې شپږو بې پیلوټه الوتکو سره څه شوي دي.

په سعودي عربستان کې د خبرو اترو څخه یوه ورځ مخکې، اوکراین وویل چې کیف ته نږدې د استوګنې ودانیو باندې د روسیې په برید کې یو پنځه کلن ماشوم او یوولس میاشتنی ماشوم وژل شوي دي.

کیف هم د دې بریدونو په وړاندې د ځواب اعلان وکړ.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ژمنه کړې چې د روسیې او اوکراین ترمنځ به جګړه پای ته رسوي، او له همدې امله یې د اوکراین سره د خبرو اترو په لومړي پړاو کې د دېرش ورځني اوربند وړاندیز وکړ، چې اوکراین ومنله، خو روسیې یې ونه منله او ویې ویل چې په دې اړه یې ملاحظات لري.

This item is part of
XS
SM
MD
LG