په دې برید کې له ۱۴۰ زیات کسان ووژل شول او له ۵۵۰ زیات نور ټپیان شول، چې دا په روسیه کې د وروستیو کلونو تر ټولو خونړی برید بلل شوی دی.
د اسلامي دولت( داعش) سختدریځې ډلې د دې برید مسئولیت منلی.
د مهاجرت کارپوه رحمان الماسوف وايي: "له یوه کال وروسته، په روسیه کې د مهاجرت فضا کې د پام وړ بدلونونه راغلي دي."
نوموړی زیاتوي: "لومړی، یوازې د تاجکستان نه، بلکې د مرکزي آسیا، په ځانګړي ډول د ازبکستان او قرغزستان مهاجر له سختو چلندونو سره مخ شوي. دویم، [د روسیې حکومت] یو شمېر پرېکړې کړې، چې له امله یې د مهاجرو ګومارنه ډېره سخته شوې ده."
د روسیې چارواکو د ۲۰۲۴ کال په اوړي کې قوانین بدل کړل څو پولیسو ته دا صلاحیت ورکړي چې له محکمې پرته مهاجر وایستل شي. د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان (HRW) په یوه تازه راپور کې راغلي، چې په روسیه کې د مرکزي آسیا د وګړو پر وړاندې د نژادي شناخت پر بنسټ نیونې زیاتې شوې دي او له همدې سره د روسي ښي اړخو ملتپالو ډلو لخوا د کرکې، تبعیض او تاوتریخوالي پېښې هم ډېرې شوې دي.
په راپور کې ویډیويي شواهد وړاندې شوي چې ښيي یو شمېر ځوانان چې روسان دي، په ودانیزو، ترمیماتي او خدماتي سکتورونو کې د مرکزي آسیا کارګران په منظمه توګه وهي او ځوروي.
دغه ویډیوګانې پخپله بریدکوونکو ثبت کړي او بیا یې پر انټرنټ خپرې کړې دي.
"فشار او ویرول"
د بشري حقونو د څار سازمان همداراز وايي چې د روسیې چارواکو د مرکزي آسیا پر مهاجرو د اوکراین جګړې لپاره د عسکري استخدام فشار راوړی، او د ویرې، بېبنسټه توقیف او د ایستلو ګواښونو له لارې هڅه کوي چې دوی جګړې ته ولیږي.
سیاسي کارپوه ایمیل جورییف وايي: "په روسیه کې مسلمانان له وړاندې هم د فشارونو او ګواښونو لاندې وو."
دی زیاتوي: "دا فشارونه د [کروکس سټي هال] تر پېښې مخکې هم وو او وروسته هم. موږ دا تل وینو. وینو چې مسجدونه تالاشي کېږي. دا له برید مخکې هم روان وو."
په مسکو کې د تېر کال د ترهګریز برید په تړاو نېول شوي څلور تاجیک شکمن کسان لا هم بلې محکمې ته نه دي وړاندې شوي.
ټول څلور کسان چې د ۲۰۲۴ کال په مارچ کې لومړنۍ محکمې ته راوستل شول، ښکارېده چې وهل شوي وو. لږ تر لږه ۲۳ نور کسان هم نیول شوي دي.
د شکمن کس دالرجان میرزایف مور، ګلرکات میرزایوا، وايي زوی یې بېګناه دی.
نوموړې وايي: "زه یوازې خپل تلیفون ګورم. زه د هماغه سړي انځورونه وینم. زه وینم چې زما بچی تور او شین وهل شوی، همدومره. له یوه کاله راهیسې یې ما ته زنګ نه دی وهلی. کېدای شي دا زما ګناه وي. دومره شتمنه نه یم چې ورسره ووینم. زه هېڅ شی نه غواړم. زموږ حالت لا له وړاندې خراب دی."
روسیه د مهاجرو پر کار ډېر تکیه لري، او یوازې په ۲۰۲۴ کال کې نږدې ۳.۳ میلیونه د مرکزي آسیا کارګر په روسیه کې په کار بوخت وو.