په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت ویلي، سږ لمریز کال لپاره د میلیونونه نیالګيو کینولو پلان لري، د پلازمینې کابل او بیلابیلو ولایتونو یو شمیر اوسېدونکي وايي، ډیری پخواني کینول شوي نیالګي ورته د نه پاملرنې له امله وچ شوي دي.
د کابل اوسېدونکي احمد الله ازادي راډیو ته وویل،
" هر کال دولت د نیالګیو کینولو کمپاین پیلوي، خلک په دې کمپاین کې ګډون کوي، نیالګي کینوي خو دولت ورته سمه پاملرنه نه کوي، اوبه نه ورکوي چې دا بیا وچېږي."
هر کال دولت د نیالګیو کینولو کمپاین پیلوي، خلک په دې کمپاین کې ګډون کوي، نیالګي کینوي خو دولت ورته سمه پاملرنه نه کوي، اوبه نه ورکوي چې دا بیا وچېږياحمد الله
د میدان وردګو ولایت اوسېدونکی عبدالحمید هم ورته شکایت لري،
" که وګورو هر کال په زرګونه حتی په لکونه زینتي، میوه لرونکي او غیر میوه لرونکي نیالګي کینول کېږي خو لکه څنګه چې دا نیالګي ورسته بیا ښه روزنه او پالنه غواړي، په وخت اوبه غواړي او مضر شاخونه یې باید پرې شي، هغه شان ساتنه او پالنه یې نه کېږي چې له همدې امله بیا دا نیالګي وچ شي."
د یادونې ده چې دا انتقادونه په تیر جمهوري نظام هم موجود وو.
د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې د کابل ښاروالې ویاند نعمت الله بارکزي د دې انتقادونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.
خو ټولنیز فعالان له دې ډلې صفت اله زاهدي بیا وايي، د نیالیګیو کېنول او پالل یوازې د حکومتونو دنده نه ده او پکار ده چې خلک هم ورته پام وکړي،
"دا یوازې د دولت دنده نه ده، دا د خلکو دنده هم ده چې له دغو نیالګیو ساتنه وکړي، که چیرې خلک خپله دغه مسوولیت ته اوږه ورکړي، زه فکر کوم چې افغانستان به شین وي، ساحه به یې پاکه، ښه هوا به ولري او له ناروغیو به هم خلاص وي. "
د یادونې ده چې د طالبانو حکومت ویلي سږ لمریز کال به د نیالګیو کینولو د ملي پروګرام په ترڅ کې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې څه باندې ۱۹ ملیونه نیالګي کېنول شي.
د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې باختر اژنس د کب په پنځلسمه د بیلابیلو اړوند ادارو د چارواکو په حواله لیکلي، چې د نیالګيو کینول د چاپیریال د زرغونتیا او سمسورتیا تر څنګ اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې هم یوه غوره او مهمه لار ده.
افغانستان د ګوتو په شمیر هغو هیوادو څخه دی چې اقلیمي بدلون سخت ځپلی دی.