د لاسرسۍ وړ لېنکونه

 
د بشري حقونو یو سازمان: د تیرکال پرتله په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونې زیاتې شوي دي
تازه خبر
یکشنبه ۳ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۲۶

د بشري حقونو یو سازمان: د تیرکال پرتله په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونې زیاتې شوي دي


د «رواداري» په نوم د بشري حقونو یو سازمان په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د خطرناکو شمېرو په اړه د یو تازه راپور په خپرولو وايي چې په افغانستان کې دا سرغړونې په ۲۰۲۴ کال کې د ۲۰۲۳ کال په پرتله د پام وړ زیاتې شوې دي.

د دغه سازمان مشرې شهرزاد اکبر د پنجشنبې په ورځ «د مارچ په ۲۰مه» ازادي راډیو ته وویل چې د دې راپور موندنې یې ټکان ورکوونکې دي، "ډېر بوږنوونکی او سخت راپور دی او یو تریخ تصویر بیانوي چې طالبان د ځپلو او د خپلو پالېسیو د پلي کولو په لټه کې دي".

د دې سازمان په ټکو، د طالبانو د استخباراتو او امر بالمعروف ادارې په دې سرغړونو کې ډېر لاس لري.

په هغه راپور کې چې د «رواداري» سازمان له خوا د چهارشنبې په ورځ «مارچ په ۱۹مه» خپور شوی، راغلي چې په دې موده کې د طالبانو ضد ډلو سره د همکارۍ په تور هدفي، پټې او ناقانونه وژنې دوه چنده زیاتې شوي او جبري بې درکه کول، شکنجه چې د مرګ لامل ګرځېدلي او خپلسري او نا قانونه نیول هم زیات شوي دي.

په سړو اوبو به یې ننویستم، د برق شارټي به یې راکوله، ټول به یې د شنو مغان کېبلونو په یو تخت څملولو او پنځه کسه چې مخونه یې پټ و، په ډنډو او مصاله یي پایپونو به یې په پښو وهلو او ټولو ځایونو باندې به یې وهل ډبول راکول
د طالبانو له زندانه راخوشي بندي

د راپور موندنې ښيي چې پخواني دولتي کارکوونکي او د هغوی کورنۍ د خپلسرو بندي کولو، شکنجو، وژنو، جبري بې درکه کولو او نورو انتقامي اقداماتو اصلي هدفونه دي.

د دغو تاوتریخوالو ځیني قربانیان هم د طالبانو له خوا د شکنجې او تاوتریخوالي ترخې کیسې لري.


د افغانستان د یوې رسنۍ کارکوونکي چې ځان د دې قربانیانو له ډلې بولي او د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډیو د زندان د دورې کیسې داسې بیان کړې،

"په سړو اوبو به یې ننویستم، د برق شارټي به یې راکوله، ټول به یې د شنو مغان کېبلونو په یو تخت څملولو او پنځه کسه چې مخونه یې پټ و، په ډنډو او مصاله یي پایپونو به یې په پښو وهلو او ټولو ځایونو باندې به یې وهل ډبول راکول."

د ښځو د حقونو یوه فعاله پریسا مبارز چې دا هم څو موده د طاالبانو په زندان کې پاتې شوې، ازادي راډیو ته یې وویل،

"له بده مرغه هغه خونه چې یې د څېړنو لپاره جوړه کړې وه، له وینو یې ډکوله، وحشتناکه عکسونه یې په دېوالونو راځړول چې ټول ووېرېږي، د طالبانو زندان واقعاً وحشتناکه و، موږ چې د طالبانو له زندانه راووتو، هغه شکنجې او ځورونې مو چې هلته لیدلي لا هم راته ځورونکي دي."

د رواداري په راپور کې د طالبانو د تبعیضي سیاستونو په ځانګړې توګه د امر بالمعروف او نهي عن المنکر قانون له امله چې د یاد سازمان په ټکو د تاوتریخوالي او دیني توجیه په وسیله پلي کېږي.

دې سازمان د ښځو لپاره د بشري حقونو د وضعیت خرابېدو ته هم اشاره شوې او زیاته کړې یې ده چې د ښځو حقونه یې تر بل هر وخت ډېر نقض کړي دي.

وړاندې راغلي چې دغه قانون د ښځو او نجونو د ژوند ټول اړخونه سخت اغېزمن کړي، له زده کړو یې بې برخې، روغتیايي خدمتونو ته یې لاسرسی او د تګ راتګ ازادي یې پرې محدوده کړې او په ټکو یې عدالت ته یې د لاسرسي مخه ورډب کړې ده.

راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې دا وضعیت د جنسیت پر بنسټ د ځورونې او د بشریت ضد جرمونو لامل ګرځېدلی شي.

د «رواداري» سازمان په خپل راپور کې قومي او مذهبي لږکیو مسئله هم یاده کړې او ویلي یې دي چې دا خلک په قصدي ډول دولتي خدماتو، بشري مرستو او ملي سرچینو ته له مساوي لاسرسي بې برخې شوي او په ۲۰۲۴ کال پر مذهبي ازادیو هم سیستماتیک فشارونه د پام وړ زیات شوي دي.

هڅه مو وکړه چې د دغه راپور اړوند د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد نظر ولرو، خو د ازادي راډیو پوښتنه یې ځواب نه کړې.

دا راپور داسې مهال خپرېږي چې په دې وروستیو کې د نړیوالې جزایي محکمې مشر کریم خان په جنورۍ میاشت کې د طالبانو مشر ملا هبت الله او د دوی قاضي القضات عبدالحکیم حقاني د بشري ضد جنایتونو او د جنسیت پر بنسټ په تاوتریخوالي کې په لاس لرلو تورن کړي او له دې محکمې یې غوښتي چې د هغوی د نیولو امر صادر کړي.

XS
SM
MD
LG