زلمي خلیلزاد چې د یرغمل شویو په چارو کې د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي اډم بویلر سره نن کابل ته په یو سفر تللی و، د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي سره یې تر لیدنې وروسته پر خپل ایکس/ پخواني ټویټر لیکلي:
" نن ورځ یوه ښه ورځ ده. موږ بریالي شوو چې یو امریکایی وګړی، جورج ګلیزمان، په کابل کې له دوه کلن بند وروسته خوشې کړو. "
زلمی خلیلزاد زیاته کړې چې د طالبانو حکومت ولسمشر ټرمپ او امریکايي ولس ته د " ښه نیت په توګه" د ګیلزمن له خوشې کیدو سره موافقه وکړه.
خلیلزاد زیاته کړې چې د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ د هغو امریکایانو د ازادۍ او بېرته خپل هېواد ته ستنېدو ته لوړ لومړیتوب ورکړی، چې په بهر کې بنديان دي. دا زما لپاره ویاړ دی چې د دې مهم ماموریت برخه یم."
د پنجشنبې په ورځ د یرغمل شویو په چارو کې د امریکا د متحده ایالتونو ځانګړی استازی اډم بویلر او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د یوه پلاوي سره، په یو داسې سفر کې چې مخکې یې په اړه څه نه وو ویل شوي، کابل ته تللي دي.
د طالبانو تر واک لاندې کابل ته د امریکايي هییت لومړی رسمي سفر
دا د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې، چې امریکا خپل ځواکونه له افغانستانه وایستل، لومړی لوړپوړی امریکايي پلاوی دی چې کابل ته رسمي سفر کوي.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا پلاوی د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره لیدلي دي. د اعلامیې له مخې، په دې ناسته کې د "افغانستان او امریکا پر دوه اړخیزو اړیکو، د بندیانو په خلاصون او په امریکا کې افغانانو ته د کونسلي خدماتو وړاندې کولو" په اړه خبرې شوې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د دې سفر په اړه ویلي، د دوی حکومت "د متوازن بهرني سیاست په رڼا کې له ټولو لوریو سره مثبتې اړیکې غواړي." نوموړي همداراز ټینګار کړی: "دا مهمه ده چې افغانستان او امریکا پر دې وتوانېږي چې مسالې د خبرو له لارې هوارې کړي."
د طالبانو د حکومت په بیان کې راغلي چې د امریکا ځانګړي استازي اډم بویلر له متقي سره په دې لیدنه کې د طالبانو لهخوا د بندیانو د خلاصون په برخه کې شوي اقدامات "د باور جوړونې پر لور ښه ګام" بللی دی. نوموړي همداراز "د مخدره موادو پر ضد د طالبانو اقدامات او د امنیت د ټینګښت هڅې" ستایلي دي.
د طالبانو د اعلامیې له مخې، اډم بویلر ټینګار کړی: "دواړه هېوادونه تاریخي اړیکې لري چې ځینو پړاوونو کې ستونزې هم وې، اوس مهمه دا ده چې راتلونکي ته وګورو."
که څه هم طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت په خپله اعلامیه کې د بندیانو پر موضوع د خبرو یادونه کړې ده خو په مشخصه توګه یې د کوم امریکايي بندي د خوشې کیدو په اړه څه نه دي ویلي.
تر دې مخکې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ پر ۲۱مه، د قطر په منځګړیتوب دطالبانو د حکومت او امریکا ترمنځ د بندیانو یوه تبادله وشوه، چې له مخې یې دوه امریکایان، رایان کوربټ او ویلیم مککنټي، د طالبانو له بنده خوشې شول، او په بدل کې یې د طالبانو یو مهم غړی خان محمد د امریکا له یو زندان ازاد شو.
د محمود شاه حبیبي ناڅرګند برخلیک
د راپورونو له مخې، لا هم دوه امریکایان، جورج ګلیزمن او محمود حبیبي، د طالبانو په بند کې پاتې وو. اوس چې ګلیزمن د طالبانو له زندان خوشې شو، د محمود شاه حبیبي برخلیک لا هم څرګند نه دی.
طالب چارواکو تر دې مخکې ادعا کړې وه چې محمود شاه حبیبي چې افغان ټبری امریکايي او د افغانستان د پخواني جمهوریت چارواکی و له دوی سره بندي نه دی. خو د نوموړې کورنۍ غړیو ازادي راډیو سره څرګندونو کې پرلپسې ټینګار کړی چې محمود شاه حبیبي له طالبانو سره په زندان کې دی. په ځینو راپورونو کې د القاعده شبکې ته د نوموړي د سپارل کیدو خبره هم شوې ده. له ننۍ لیدنې وروسته هیڅ لوري د ښاغلي حبیبي د برخلیک معلومولو په برخه کې د کوم پرمختګ یادونه نه ده کړې.