د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۲۹

کابل ښاریان: د نوروز د لمانځلو هغه پخوانی شور او شوق پاتې نه دی


 د نوروز په نږدې کېدو سره، ډېری افغانان وايي، د دې لرغوني جشن د نمانځلو پخوانی شوق او شور نه  دی ورپاتې. دوی وايي هغه ځانګړي دودونه هم اوس نه ترسره کېږي، چې میلو ته به تلل، هفت میوه او نور ځانګړي خواړه به یې جوړول.

کومو کسانو چې ازادي راډیو سره خبرې وکړې ویې ویل، لاملونه یې دا دي، چې اقتصادي ستونزو سره مخ دي، سږ روژه او نوروز هم مهاله راغلي او د طالبانو حکومت هم محدودیتونه لګولي دي.

محمد طاهر، د کابل ښار اوسېدونکی وايي، اقتصادي ستونزې او د طالبانو حکومت محدودیتونه لامل شوي چې سږکال د نوي کال او د نوروز دودیزې میلې لپاره تیاری و نه نیسي.

هغه د سه‌شنبې په ورځ" د حوت ۲۸مه" ازادۍ راډیو ته وویل پخوا، کله چې د نوروز په جشن کوم بندیز نه و، خلکو په ډیر شور او شوق ورته تیاری نیولو څو نوی کال په خوښۍ ونمانځي،

"چې د نوي کال راتګ ته به یوه جمعه پاتې وه، ټولې تیارۍ به نیول کېدې. پرېکړه به مو کوله چې چیرې ولاړ شو، چا به نوي کالي اخیستل، او چا به هفت میوه جوړوله. هر چا به د خپلې وسې سره سم یو خوښي درلوده، خلکو به یو بل ته مبارکۍ ورکولې. خو اوس چې دا شرایط راغلي، حالات ډېر سخت شوي دي. د دې لوی لاملونه یو اقتصادي ستونزې دي، او بل اسلامي امارت له شرعي پلوه د نوي کال په میلو او مېلمستیاوو بندیز لګولی دی."

خو اوس چې دا شرایط راغلي حالات ډېر سخت شوي دي د دې لوی لاملونه یو اقتصادي ستونزې دي، او بل اسلامي امارت له شرعي پلوه د نوي کال په میلو او مېلمستیاوو بندیز لګولی دی
د کابل ښار اوسیدنکی محمد طاهر

د کابل ښار بله اوسېدونکې مرسل بیا وايي د طالبانو د حکومت له خوا پر ښځو لګول شویو بندیزونو یې د نوي کال نمانځلو ته شوق او لیوالتیا کمه کړې ده.

"د نوي کال لپاره مو د پخوا په شان ځانګړې تیارۍ ونه کړې. له کومه چې حکومت بدل شوی، ښځو ته اجازه نه شته چې پارکونو ته د تفریح لپاره ولاړې شي. موږ به د حکومت تر بدلون مخکې د نوي کال په ورځ تفریح ته تللو، تیارۍ به مو کولې، خو اوس هغه پخوانی شور او شوق نه دی پاتې."

نه یوازې په کابل، بلکې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم خلکو د نوي کال لپاره ځانګړې تیارۍ نیولې.

د پکتیا ولایت اوسېدونکی حمیدالله اختری، چې په ګردیز کې د وچې مېوې دوکان لري ازادي راډیو سره یې خبرو کې وویل:

"په پکتیا ولایت، په ځانګړي ډول په ګردېز ښار کې دا دود دی چې موږ هفت میوه تیاروو، خو سږکال، باور وکړئ، لکه څنګه چې په ټوله افغانستان کې بدلون راغلی، دلته هم هماغسې ده. هېڅوک د نوروز په اړه خبرې نه کوي، او هېڅوک د هفت میوې پوښتنه نه کوي. اقتصادي وضعیت ښه نه دی."

موږ به د حکومت تر بدلون مخکې د نوي کال په ورځ تفریح ته تللو، تیارۍ به مو کولې، خو اوس هغه پخوانی شور او شوق پاتې نه دي
د کابل ښار اوسیدنکې مرسل

تر محدودیتونو او اقتصادي ستونزو سربېره، خلک وايي چې سږ کال د نوروز او روژې میاشتې یو ځای راتګ هم لامل شوی چې د پخوا په شان دې جشن ته تیارۍ و نه نیسي او پر ځای یې کوچني اختر ته چمتو شي.

د یادونې ده چې مخکې به افغانانو د ځانګړو مراسمو په جوړولو او تیاریو سره د نوي لمریز کال پیل او د نوروز دویزه میله نمانځله.

دوی به د هفت میوې تر څنګ سمنک او نور ځانګړي خواړه جوړول.

دغه شان د بلخ ولایت مرکز مزار شریف ته به تلل، ترڅو د حضرت علي (رض) په روضه کې د جنډې پورته کولو مراسم له نېږدې وګوري، نورو میله ځایونو ته به هم تلل.

مخکې د طالبانو حکومت ځینو چارواکو ویلي وو چې د نوروز په ورځ یې تفریحي سیمو ته د خلکو د تګ مخه نه ده نیولې او له نمانځونکو سره کار نه لري، خو ځینو نورو طالب بیا له نوروز سره خپله مخالفت څرګند کړی دی.

XS
SM
MD
LG