د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۲۷

خبرونه

سپینې ماڼۍ اسراییل ته د درنو بمونو پر لېږلو د بایډن د حکومت پرېکړه لغوه کړه

سپینې ماڼۍ د امریکا د پخواني ولسمشر جو بایډن د ادارې هغه امر لغوه کړی چې اسراییلو ته یې درانه بمونه نه لیږل.

په ورته وخت کې، د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ دې موضوع ته له اشارې پرته وویل چې ډېر شیان اوس اسراییلو ته د رسېدو په لاره کېې دي.

د رویټرز د خبر له مخې، ټرمپ د شنبې په ورځ، د سلواغۍ په ۶ مه، وویل چې ډیری هغه توکي چې اسراییلو یې غوښتنه کړی وه او پیسې یې ورکړې وې مګر د بایډن ادارې نه وې لیږلې، اوس په لاره دي.

خو هغه په دې اړه نور جزئیات ورنه کړل.

مخکې له دې، ځینو رسنیو راپور ورکړی و چې پنټاګون اسراییلو ته خبر ورکړی چې نور دې هیواد ته د ۹۰۰ کیلوګرامه بمونو لیږلو محدودیت نشته.

د امریکا د پخواني ادارې ولسمشر جو بایډن تیر کال په رفح باندې د اسراییلو د بریدونو په ځواب کې او د ملکي تلفاتو په اړه د اندیښنو وروسته اسراییلو ته د درنو بمونو په لیږلو محدودیتونه ولګول.

بایډن په هغه وخت کې وویل چې اسراییلو په غزه باندې په خپلو بریدونو کې امریکایي وسلې کارولې دي، چې په پایله کې یې پراخه ملکي تلفات رامنځته شوي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون په لومړۍ کرښه کې دی

ارشیف، په بغلان کې یو سیلاب ځپلی
ارشیف، په بغلان کې یو سیلاب ځپلی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) وایي، دغه هېواد د نړیوال اقلیمي بدون په لومړۍ کرښه کې دی.

یوناما نن دوشنبه ( د حمل ۳۱مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغانستان له دې کبله د نړۍ د ډیرو زیانګالو هېوادونو په داسې ډله کې دی چې د مبارزې لپاره یې کم چمتوالی لري.

دوی دا څرګندونې هغه انلاین سیمینار ته کړي چې لړۍ یې په همدې تړاو له یوه خپلواک څیړنیز مرکز سره په ګډه ۲۰۲۵ کال کې پيل شوې ده.

یوناما وایي چې دوی په دغو سیمینارونو کې ،چې شپږ پړاوه لري، متخصصان، موسسې او نور اړخونه سره کینوي چې له وضعیته د وتلو لارې چارې ولټوي.

د اقلیمي بدلونونو په لړ کې د همدې حمل میاشتې په دویمه او دریمه اونۍ کې په نژدې ټول افغانستان کې سیلابونه راووتل چې خلکو ته یې د سر او مال زیان واړوه.

پاکستان ته د امریکایي پلاوي سفر، د جوړښت په تړاو یې بېلابیل راپورونه ورکړل شوي

انځور پاکستان ته د امریکایي پلاوي د پخواني سفر دی
انځور پاکستان ته د امریکایي پلاوي د پخواني سفر دی

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي، مرستیال یې جې ډي ونس دا ځل په پاکستان کې له ایران سره د خبرو اترو د پلاوي مشري نه کوي.

ټرمپ د یکشنبې په ورځ په دې اړه اې بي سي نیوز ته وویل: " یوازې امنیتي مسله ده، که نه جې ډي فوق العاده کس دی."

تر دې وروسته بیا رویټرز د سپینې ماڼۍ د یوه چارواکي په حواله راپور ورکړ چې ونس به له سټیف ویټکاف او جرید کوشنر سره په دې پړاو خبرو کې هم ګډون ولري.

سي ان ان هم بیا وروسته وویل:" وضعیت بدلون کړی" ونس به پاکستان ته ځي.

د امریکا ولسمشر پرون اعلان وکړ چې امریکایي پلاوی پاکستان ته د سفر په حال کې دی.

هغه پر ټولنیزه پاڼه تروت سوشیل ولیکل چې پلاوی به یې " سبا شپه" په پاکستان کې وي چې اشاره یې د ایران په وخت د سه شنبې سهار او د ثور میاشتې لومړۍ نیټې ته وه.

ټرمپ، دې ته په اشارې چې متحده ایالات ایران ته د عادلانه او معقول تړون وړاندیز کوي، وویل چې که ایران دا وړاندیز ونه مني، "متحده ایالات به د ایران ټول بریښنا کوټونه او ټول پلونه ویجاړ کړي."

ایران تراوسه د خپل پلاوي د سفر او جوړښت په اړه څه نه دي ویلي.

امریکایي او ایراني مرکچیان شاوخوا لس ورځې وړاندې په اسلام اباد کې خبرو ته سره کیناستل، خو خبرې یې بې نتیجې پای ته ورسېدې.

پخواني معلومات په دې لینک شوي راپور کې ولولی: ټرمپ: زموږ استازي به سبا شپه په پاکستان کې وي؛ که ایران زموږ وړاندیز ونه مني، نو پلونه او د برېښناکوټونه به یې ویجاړ شي

ایران ویلي د امریکایي پوځیانو له خوا د دوی د یوې بیړۍ د هدف ګرځولو غچ به اخلي

د هرموز تنګي پر سر د امریکایي ځواکونو د اپاچي هلي کاپټرو ګزمه
د هرموز تنګي پر سر د امریکایي ځواکونو د اپاچي هلي کاپټرو ګزمه

د ایران د خاتم الانبیا قرارګا ګواښ کړی چې د امریکا د سمندري ځواکونو له خوا په عمان سمندرګي کې د خپلې یوې بیړۍ دهدف ګرځولو او توقیف غچ به واخلي.

د دغې قرارګا ویاند ویلي چې امریکایي پوځ د ایران پر دغې سوداګریزې بیړۍ ډزې کړي، هغه یې له تګه غورځولې او بیا یې ځواکونه تل ته ورختلي دي.

دوی ویلي چې دغه بیړۍ له چین څخه ایران ته روانه وه.

بل لورته د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې دا ډول کارونه د امریکا د نه جدیت نښې نښانې دي.

د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ ( سنټکام) تایید کړې چې د دوی ځواکونو په عمان سمندرګي کې د ایران یوه بیړۍ نیولې ده.

سنټکام ویلي، دغې بیړۍ ته په شپږو ساعتونو کې څو ځله خبرداري ورکړل شول، خو دا چې د امریکایي ځواکونو لارښوونې یې ونه منلې، نو دوی ډزې پرې وکړې.

له دې سره په نړۍ کې د تېلو بیې یوځل بیا پورته شوې دي.

راشدخان ویلي چې هند او اسټرالیا د تابعیت وړاندیزونه ورته کړي وو خو ده رد کړل

راشدخان
راشدخان

د افغانستان پيژندل شوي کرکټر راشدخان ویلي هند او اسټرالیا د تابعیت وړاندیزونه ورته کړي وو خو ده رد کړل ځکه دی غواړي د افغانستان لپاره ولوبیږي.

ګڼو هندي رسنیو دا خبر یکشنبه خپور کړی.

د راپورونو له مخې راشدخان د هند او اسټرالیا له خوا د تابعیت د وړاندیز خبره په یوه کتاب کې کړې چې د ده په ورزشي ژوند او کارنامو باندې لیکوال او خبریال محمد جعفر هاند لیکلی دی.

تمه ده دا کتاب همدا خپور شي.

په کتاب کې د خان په حواله راغلي: «ما د [تابعیت او د لوبېدو] وړاندیزونه هم له اسټرالیا او هم له هند ترلاسه کړل. خو ورته ومې ویل چې که زه خپل هېواد ته ونه لوبیږم بل هېڅ هېواد ته نه لوبېږم.»

د هند له خوا راشدخان ته د تابعیت د ورکړې په تړاو یو وار په ۲۰۱۸ کال کې هم هندي رسنیو او د هغه یو شمېر مینه والو کمپاینونه کړي وو.

ان تر دې چې د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني د دغو هڅو او کمپاینونو په ځواب کې ویلي وو چې راشدخان د افغانستان ویاړلی کرکټر دی او بل هېواد ته نه ورکول کېږي.

د ایران په جګړه کې ۳۴۰۰ کسان وژل شوي دي

د ایران په جګړه کې ۳۴۰۰ کسان وژل شوي دي.

په ایران کې د شهیدانو او پخوانیو سرتیرو دولتي بنسټ نن یکشنبې وویل،"د ایران، امریکا او اسراییلو ترمنځ جګړه کې درې زره او۴۶۸ کسان وژل شوي دي".

دغه بنسټ دا ویل نه دي چې وژل شوي کسان ملکیان دي او که پوځیان.

همدارنګه د ښځو او ماشومانو د وژل کیدو په اړه هم څه ویل شوي نه دي.

بل پلو، د ایران عدلې طب تیره اونۍ د امریکا او اسراییلو سره په جګړه کې د درې زرو او ۳۷۵ ایرانیانو وژل کیدو خبر تایید کړې و.

د دغې ادارې په ټکو، په وژل شویو کې دوه زره ۸۷۵ نارینه او ۴۹۶ نور يې ښځې دي.

په امریکا کې د ایران د بشري حقونو میشت د "هرانا" په نوم یو سازمان بیا په دې جګړه کې د درې زرو او ۶۳۶کسانو وژل کیدو خبر ورکړی و.

د هرانا د شمیرو له مخې، په وژل شویو کې ۱۷۰۱ تنه چې ۲۵۲ماشومان دي، ملکیان وګړي وو.

 پرون شنبې له پاکستان او ایرانه نژدې زر افغانې کورنۍ افغانستان ته راستنې شوي

پرون شنبې له پاکستان او ایرانه نژدې زر افغانې کورنۍ بیرته افغانستان ته راستنې شوي دي.

د طالبانو په واک کې باختر خبري اژانس نن یکشنبې پر ایکس پاڼه لیکلي،"۸۲۰ کورنۍ د تورخم، ۱۱۷کورنۍ د کندهار د سپین بولدک له لارې له پاکستانه او ۷ نورې کورنۍ د نیمرزو او هرات ولایتونو له لارې له ایرانه بیرته افغانستان ته راستنې شوي دي".

پاکستان په دې هېواد کې د بې اسناد افغان کډوالو اخراج له ۲۰۲۳کال راهیسې پیل کړی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د شمیرو له مخې، په تیرو څلورو کلونو کې څه باندې دوه میلیونه افغانان له ایران او پاکستانه بیرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

طالبانو په کندهار ولایت کې د نورو هېوادونو د بیرغونو پر چاپ بندیز ولګوه

طالب چارواکو په کندهار ولایت کې د نورو هېوادونو د بیرغونو پر چاپ، پیر او پلور بندیز لګولی.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس انعام الله سمنګاني نن یکشنبې پر خپلې ایکس پاڼې لیکي،" ټولو کتابتونونو، مطبعو، قرطاسیو او د ډیکوریشن مرکزونو او پلورنځیو ته خبرورکول چې د "اسلامي امارت" له بیرغ پرته د نورو هېوادونو د بیرغونو له چاپ، پیر او پلور څخه جدي ډډه وکړي".

سمنګاني د افغانستان د ملي درې رنګه بیرغ پر چاپ د بندیز په اړه څه ویلي نه دي.

خو د ټولو دولتي ادارو په ګډون له هر ځایه د افغانستان ملي درې رنګه بیرغ(تور سور، زرغون) لیرې کړای شوی او په وروستیو کلونو کې د طالبانو او عامو افغانانو ترمنځ د دغه بیرغ پر سر شخړې هم راپورته شوي دي.



قالیباف؛ له واشنګټن سره په خبرو اترو کې پرمختګ شوی خو په اساسي موضوعاتو کې لا هم اختلاف شته

د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف
د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف

د ایران د پارلمان مشر او د مذاکراتي ټيم غړی محمد باقر قالیباف وايي،"له واشنګټن سره په خبرو اترو کې پرمختګ شوی خو په اساسي موضوعاتو کې لا هم اختلاف شته".

هغه نن یکشنبې د ایران حکومتي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي،" موږ لاتراوسه له وروستیو خبرو اترو لیرې یو".

د ایران د ملي امنیت عالي شورا پرون شنبې وویل،"د امریکا پر هغو وړاندیزونو غور کوي چې د پاکستان پوځ عاصم منیر ایران ته سپارلي دي".

د دغه شورا په خبره،"تراوسه دغو وړاندیزنو ته ځواب ویل شوی نه دی".

قالیباف د مرکې په یوه برخه کې ویلي چې د هرمز تنګي کنټرول به د ایران په لاس کې وي او که چیرته امریکا سمندري محاصره ختمه نه کړي نو دوی به دغه تنګي ته لاسرسی محدود کړي.

له دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې ایران د هرمز تنګي په تړلو له موږ باج نه شي غوښتلی.

د کرکټ بورډ مشر وايي شاپور ځدراڼ په ښه کېدو دی

د شاپور ځدراڼ یو پخوانی عکس
د شاپور ځدراڼ یو پخوانی عکس

د افغانستان د کرکټ بورډ مشر وايي د شاپور ځدراڼ روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی او ورځ تر بلې ښه کېږي.

میرویس اشرف شنبه ناوخته په خپله فیسبوک پاڼه له شاپور ځدراڼ سره ګډ عکس هم خپور کړی دی.

شاپور ځدراڼ د افغانستان له چټکو بالرانو وو چې په ګڼو نړیوالو لوبو کې یې د افغانستان لپاره لاسته راوړنې کړې دي.

ځدراڼ له څه وخته د ورپېښې ناروغۍ په سبب په هند کې تر درملنې لاندې دی.

مخکې له دې په خواله رسنیو د کرکټ بورډ په چارواکو کلکې نیوکې شوي چې د شاپور ځدراڼ د درملنې لپاره ناغېړي کوي او لکه څنګه چې په کار ده له هغه سره یې همکاري نه ده کړې.

اوکرایین پلازمینه کې وسله وال برید شوی

کییف کې د برید د یوه قرباني عکس
کییف کې د برید د یوه قرباني عکس

د اوکراین په پلازمینه کیف کې په ډزو دوه کسان وژل شوي.

ډزې د یوه سوپرمارکېټ دننه یوه کس کړي چې پنځه نور خلک یې ټپيان کړي هم دي.

د بریدګر د نیولو لپاره پولیسو هڅې کړي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG