د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۵

د کډوالو په چارو کې د م.م لویه کمشنرۍ د افغانستان په اړه نوې ستراتیژي عملي کوي


په نوې ستراتیژۍ کې به د راستنو شویو لاسنیوی هم کیږي
په نوې ستراتیژۍ کې به د راستنو شویو لاسنیوی هم کیږي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمشنري وايي، چې د بېوزلو افغانانو د لاسنیوي لپاره پر څوکلنې ستراتیژۍ کار کوي.

په افغانستان کې د ناوړه بشري وضعیت په اړه د اندېښنو په دوام، د ملګرو ملتونو یوه اداره وايي، چې د بېوزلو افغانانو، په ځانګړي ډول د راستنو شویو د لاسنیوي لپاره یوه اوږدمهالې ستراتیژي په پام کې لري.

په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمشنرۍ (UNHCR) مرستیال ویاند فرامرز برزین ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه ستراتیژي له ۲۰۲۵م کاله نیولې تر ۲۰۲۷م کاله پورې اجرا کېږي:

«په افغانستان کې د خوندیتوب د اصلي ادارې په توګه، موږ زیات محافظتي خدمتونه وړاندې کوو، لکه پر خوندیتوب څار، د هغو کسانو لاسنیوی چې ځانګړي خوندیتوب ته اړ دي، لکه معلولیت لرونکي کسان، د حقوقي مرستو برابرول، رواني سلامتیا او رواني- ټولنیز ملاتړ او د اجباري بېځایه شویو کسانو مرستې ته دوام ورکوو. موږ د هغو ښځو او نجونو ساتنې او مرستې ته لومړیتوب ورکوو، چې په ګرځېدو راګرځېدو او ورځنیو فعالیتونو کې له زیاتو محدودیتونو سره مخامخې دي.»

په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمشنرۍ مرستیال ویاند فرامرز برزین په خپلو خبرو کې زیاته کړه:

«زموږ اصلي کار به د هېواد په هغو سیمو کې وي، چې ډېری راستنېدونکي په کې دي، ځکه چې دوی اوس مهال پر ټولنو ډېر فشار راولي. موږ به د ملګرو ملتونو له نورو بنسټونو سره کار وکړو چې اړین خدمتونه او د ژوند فرصتونه پراخ کړو ترڅو ټولنیز انسجام وده وکړي او د پایداره بیا ادغام داډ ترلاسه شي. زموږ په مهمو فعالیتونو کې به نغدي مرستې، سرپناه او د کوچنیو کاروبارونو او مهارتونو د روزنې ملاتړ شامل وي.»

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمشنرۍ د ژمي په درشل کې ویلي وو، چې سږکال به ژمی سخت او په افغانستان کې به په ملیونونو کسان له ګواښ سره مخامخ وي.

دغې ادارې او نورو مرستندویو بنسټونو ویلي، چې په ډله ییز ډول له پاکستان او ایرانه د سلګونو زره افغان کډوالو ستنېدو په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیاوې زیاتې کړې دي.

د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ اوسېدونکی اتل درد په وروستیو کې افغانستان ته ستون شوی دی:

«موږ هم له نورو کډوالو سره یوځای افغانستان ته واوښتو. له بده مرغه مرستندویو موسسو هغسې چې اړینه وه هېڅ ډول مرسته راسره ونه کړه. په هېواد کې دننه له بېوزلۍ سره لاس و ګرېوان یو. خلک ان سوال کولو ته اړ شوي دي.»

پاکستان د ۲۰۲۳م کال د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې د بې اسناده افغان کډوالو ډله ییز اخراج پیل کړ، له ایرانه هم د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ روانه ده.

محب الله وايي څلوېښت کاله یې د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې تېر کړي، خو بالاخره له مجبورۍ وطن ته ستون شو او د کندهار په دامان ولسوالۍ کې یې اړولي:

«یوازې د ستنېدو په وخت کې د IOM له خوا د درېیو کمپلو او د نفر پر سر د زرو افغانیو مرسته راسره وشوه، نور نو چا مرسته نه ده راسره کړې. له تاسو هیله کوو، چې زموږ ږغ تر مرستندویو ادارو ورسوئ چې ژمی دی، خوراکي توکي نه لرو.»

په افغانستان کې د ژمي له پیل سره ډېری کسان په بازارونو کې د سون توکو د بیو له لوړېدو شکایتونه لري او وايي د وزګارتیا د زیاتوالي او د بېوزلۍ د پراختیا له کبله اندېښمن دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي د بودجې د کموالي له کبله روان ژمی یوازې له ۶ ملیونو کسانو سره د خوړو مرستې کولی شي او په ملیونونو نور کسان به دغه مرستې ترلاسه نه کړي.

د مرستندویو بنسټونو شمېرې ښيي، چې په ۲۰۲۵م کال کې به چې راروانه چهارشنبه پیلېږي، په افغانستان کې نږدې ۲۳ ملیونه کسان بشري مرستو ته اړ وي.

XS
SM
MD
LG