څلور سرچینو د اذربایجان په جمهوریت کې رویټرز ته ویلي چې د چهارشنبې په ورځ په قزاقستان کې د دې هېواد مسافر وړونکې الوتکه، د روسیې د هوایي دفاع سیستم له خوا نسکوره شوې ده.
یوه مسافر وړونکې "امبرایر" الوتکه د چهارشنبې په ورځ، د جدي په ۵مه نېټه، د قزاقستان آکتایو ښار ته نژدې ولوېده، چې په پایله کې یې ۳۸ کسان مړه شول.
دا پېښه وروسته له هغه رامنځته شوه چې دا الوتکه د روسیې له هغې سیمې څخه تېره شوه، چې په تېرو میاشتو کې مسکو پکې د اوکراین د بې پېلوټه الوتکو د بریدونو د مخنیوي لپاره د هوایي دفاع سیسټمونه پکې ځای پرځای کړي وو.
د اذربایجان دولتي سرچینو یورونيوز شبکې ته هم تایید کړې چې د قزاقستان په آکتایو کې د اذربایجان د هوايي شرکت الوتکه د روسیې له ځمکې څخه هوا ویشتونکي توغندي په واسطه ویشتل شوې ده.
د دې سرچینو په وینا، توغندی د ګروزني په اسمان کې د بې پېلوټه الوتکې د فعالیت پر مهال د اذربایجان د هوايي شرکت د ۸۴۳۲ الوتنې په لور توغول شوی و.
د اذربایجان لوړپوړو چارواکو هم انادولو خبري آژانس ته ویلي چې هغه الوتکه، چې په قزاقستان کې رالوېدلې وه، د روسیې د هوایي دفاع سیسټم له لوري په نښه شوې ده.
په همدې حال کې رویټرز راپور ورکړی چې د قزاقستان د مینقشلاق سیمهییز څارنوال، ابیلایبیک اوردابایف، د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د قزاقستان پلټنې تر اوسه دې پایلې ته نه دي رسېدلي چې د اذربایجان د هوايي کرښو الوتکه د روسیې د هوایي دفاع سیسټم له خوا رالوېدلې ده.
ویشتل شوې الوتکې ته په هیڅ روسي هوايي ډګر کې د بیړنۍ ناستې اجازه نه وه ورکړل شوې، او پیلوټانو ته لارښوونه شوې وه چې خپل سفر ته د قزاقستان د آکتایو لور ته دوام ورکړي. د الوتنې په مسیر کې، چې د کسپین سمندرګي پر سر تېرېده، د الوتکې د موقعیت موندونکي سیسټمونه هم ګډوډ شوي وو.
د اذربایجان د سرچینو په وینا، دغه توغندی د «پانتسیر-ایس» هوایي دفاع سیسټم څخه توغول شوی و. روسي سرچینو هم تایید کړې چې کله دغه الوتکه د چیچنیا له سیمې تېریده، د روسیې د هوایي دفاع ځواکونه د اوکرایني بې پېلوټه الوتکو پر وړاندې په عملیاتو بوخت وو.
یوې هوايي امنیتي کمپنۍ د پنجشنبې په ورځ امریکایي ورځپاڼې "وال سټریټ ژورنال" ته ویلي و چې احتمال شته چې د روسیې د هوایي دفاع سیسټم توغندي د اذربایجان الوتکه ویشتي وي.
د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، د قزاقستان، اذربایجان او روسیې چارواکو اعلان کړی چې د دې پېښې په اړه یې تحقیقات پیل کړي دي.