د پکتیکا ولایت پر برمل ولسوالي د پاکستان د هوايي ځواک له بمبارۍ وروسته له پکتیا څخه ځینې راپورونه وايي چې د پنجشنبې په شپه د دې ولایت په ډنډ و پټان ولسوالۍ کې پر دیورند کرښه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.
یوې طالب سرچینې د موضوع د حسایست له کبله د نوم د نه ښودلو په شرط تېره شبه ازادي راډیو ته وویل چې جګړه د دسمبر په ۲۷مه د شپې شاوخوا ۱ بجې پیل شوه او څو ساعته یې دوام وکړ. د دې نښتې په ترڅ کې دواړو خواوو د یو بل پر ضد له درنو وسلو کار واخیست.
د سیمهییزو سرچینو په وینا، د پاکستاني ځواکونو له خوا ځینې ویشتل شوي اوغندي د ملکي خلکو پر کورونو لګېدلي دي. خو تر اوسه دواړو خواوو ته د اوښتې مرګژوبلې یا زیانونو په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي. پاکستان او د طالبانو حکومت تر دې دمه په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي.
خو د طالبانو یوې بلې سرچینې، وویل چې پاکستاني پوځیانو خپلې خوا ته هوايي ډزې کړي دي چې له کبله یې د دواړو خواوو ترمنځ نښته نه ده شوې.
په پکتیا کې وروستۍ لویه جګړه د مې په میاشت کې په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې شوې وه، چې وروسته د دواړو خواوو د ټولنیزو مشرانو ترمنځ د وضعیت د ارامولو لپاره ناستې وشوې.
په افغانستان کې د واکمنو طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې د پکتیکا له بمبارۍ وروسته لا کړکېچنې شوي دي. طالبانو ویلي چې له پاکستان څخه به د دې برید بدل واخلي.
خو د پاکستان صدراعظم پرون د کابینې په یوه غونډه کې د برید دفاع وکړه، ویې ویل چې د طالبانو حکومت باید د ټي ټي پي پرضد کلک اقدامات وکړي او پاکستان دوه ګونی چلند نه شي زغملی.
ده همداراز وویل، په داسي حال کې چې پاکستان له افغانستان سره د اړیکو د ښه کېدو غوښتونکی دی، دا نه شي منلی چې د ټي ټي پي غړي په افغانستان کې ازاد وګرځي.
شهباز شریف په وزیرستان کې د ټي ټي پي د تازه حملې په ترڅ کې د خپل پوځ د یوه جګپوړي صاحب منصب د وژل کېدو یادونه هم وکړه.
ټي ټي پي ویلي چې په جنوبي وزیرستان کې یې د امنیتي ځواکونو د تلاشۍ په یوه برید کې ۱۶ سرتېري وژلي دي.
خو په داسي حال کې چې شهباز شریف د افغانستان پر خاوره د هوايي برید دفاع کوي، د دغه هیواد پخواني صدراعظم عمران خان، چې په زندان کې دی، ویلي چې دا ډول بریدونه د پاکستان ستونزې نه شي حل کولی.
عمران خان پرون (جمعه) د اډیالې په محبس کې له خبریالانو او مدافع وکیلانو سره په خبرو کې وویل، ادعا کېده چې که افغان کډوال په زور وایستل شي نو ترهګري به ورسره کمه شي خو دې کار د امنیت له ښه کېدو سره مرسته ونه کړه مګر د دوو هیوادونو ترمنځ یې کرکه زیاته کړه.
عمران خان له وکیلانو او خبریالانو سره خپلې خبرې پر خپله ایکسپاڼه کې خپرې کړي او ویلي چې پاکستان پر افغانستان دوه ځلې بمباري کړې ده.
د طالبانو او پاکستان اختلاف او ناندریو ته ځیني افغان شنونکي د شک په سترګه ګوري.
د پوهنتون پخوانی استاد او د سیاسي چارو کتونکی عزت الله پېژاند یو له دغو کسانو څخه دی:
«زما په نظر ټي ټي پي، طالبان او داعش ټول د پاکستان د استخباراتو او پوځ پروژې دي او دا پروژې دوی د خپل ځان په ګټه په بیلابیلو لارو په بېلابېلو وختونو کې کاروي.»
په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی ماموریت او د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتو ځانګړي استازي ریچارد بینیټ تایید کړه چې د پکتیکا په برمل ولسوالي کې د پاکستان په بمبارۍ کې ملکي وګړي وژل شوي دي.