نوموړي چې د چهارشنبې په ورځ یې کابل کې یوې غونډې ته خبرې کولې وویل، هغه مهال به د حکومت او ولس تر منځ واټن له منځه ولاړ شي چې حکومت رسنیو ته اجازه ورکړي چې په خپلواکه توګه فعالیت وکړي.
د رسنیو د ملاتړو بنسټونو د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې ویډیويي او غږیزې رسنۍ او همدارنګه د رسنیو کارکوونکي د طالبانو د حکومت له زیاتېدونکو محدودیتونو سره مخ دي.
په یو تازه مورد کې د طالبانو د امربالمعروف وزارت شاوخوا دوه اونۍ وړاندې په کابل کې د "ارزو" خصوصي ټلویزیون تړلی او اووه کارکوونکي یې نیولي دي.
دغه وزارت د آرزو خصوصي ټلویزیون د تړلو په اړه په یوې اعلامیه کې ویلي چې دا پرېکړه يې د اسلامي ارزښتونو د ساتنې، د رسنیو د ناوړه ګټه اخیستنې د مخنیوي او د ټولنیز نظم د ټینګښت لپاره کړې ده.
عباس ستانکزي نن په خپلو خبرو کې پر طالب چارواکو نیوکه وکړه چې په ځینو مواردو کې د رسنیو د بحثونو مېلمانه نیسي او تعقیبوي یې.
هغه زیاته کړه چې د طالبانو له حکومت او چارواکو څخه غواړي چې اجازه ورکړي څو افغانې رسنۍ له نړیوالو رسنیو سره سیالي وکړي.
د هغه په وينا، که پر رسنيو محدوديتونه ولګول شي، دغه رسنۍ به ونه شي کولى چې د افغانستان اړوند حقايق منعکس کړي.
عباس ستانکزی چې د دوحې په خبرو کې یې د طالبانو د مشر مرکچي په توګه مهمه ونډه درلوده، د طالبانو تر بیا واکمنۍ راوروسته یې تر دې مخکې هم د طالب چارواکو د مشرتابه پر تګلارو نیوکې کړي دي چې په کې د نجونو او ښځو پر تعلیم او کار بندیز هم شامل دی.