د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۱۳

ډبلیو اف پي: کورنۍ د کور تودولو او خوړو برابرولو ترمنځ له انتخاب سره مخامخ دي

عکس ارشیف. په افغانستان کې د ژمي موسم
عکس ارشیف. په افغانستان کې د ژمي موسم

تېره شپه د افغانستان په ځینو سیمو کې واوره اورېدلې ده. یو شمېر بې وزلې کورنۍ وايي، له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي. د دې وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اف پي) ویلي چې، په افغانستان کې ډېری اړمنې کورنۍ د خپلو خونو د تودولو او د خوړو برابرولو ترمنځ له انتخاب سره مخامخ دي.

په افغانستان کې د ژمي له پیلېدو سره د بشري وضعیت په اړه د اندېښنو په دوام د خوړو نړیوال پروګرام ډبیلو ایف ویلي چې سخت ژمي د افغان کورنیو ژوند ستونزمن کړی دی.

ډبیلو ایف پي نن دوشنبه د ډیسمبر په ۱۶مه پر خپله اېکس پاڼه په یوه بیان کې اندېښنه ښودلې ده چې میلیونونه کورنۍ د کافي خوړو نه درلودو ترڅنګ له یخ سره مخامخ دي.

په بیان کې راغلي دي چې ډیری کورنۍ اړې دي چې د خپلو خونو د تودو ساتلو لپاره د سون توکو د اخیستلو او د خپلو ماشومانو لپاره د خوړو پیدا کولو ترمنځ یو سخت انتخاب وکړي.

د خوړولو نړیوال پروګرام په داسې حال کې دا اندېښنه ښودلې چې په افغانستان کې د ژمي موسم پیل شوی او همدا تېره شپه هم په ځینو شمالي ولایتونو کې واوره اورېدلې ده او هوا یې نوره هم سړه کړې ده.

په همدې حال کې د پلازمېنې کابل په ګډون د یو شمېر سړو ولایتونو ځیني اوسېدونکي وايي:

د بد اقتصادي وضعیت له امله ان د خوړو موندلو وس نه لري او دا مهال یې کورنۍ او ماشومان سړې شپې ورځې د تودېدو له وسایلو پرته تېروي.

د کابل ښار اوسېدونکې او د څلورو ماشومانو مور نفیسې ازادي راډیو ته وویل:

“ژمی رارسېدلی، هوا ډېره سړه شوې، خوراک او پوښاک ته هم څه نه لرو، حیرانه پاتې یو چې دا ژمی به څنګه تېروو. موږ مرستې ته اړتیا لرو، د سون توکو بیې خو داسې لوړي دي چې څوک یې د اخیستلو توان نه لري.”

دا وايي اوس مهال په پلازمینه کابل کې د یو خروار چې اتیا منه کیږي لرګیو بیه ۱۳ زره افغانیو ته لوړه شوې ده چې بې وزلې کورنۍ یې د اخیستلو توان نه لري.

د یو کیلو ګازو بیه بیا دا مهال د کابل په بازارونو کې له ۵۰ تر ۶۰ افغانۍ ښودل شوې ده.

په ورته وخت کې د لوګر ولایت یو اوسېدونکی صمیم وايي له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی.

“واقعا موږ په داسې وضعیت کې یو چې د سون توکي یا د ماشومانو د ګرمولو لپاره یو څه برابر کړو، مجبوره یو چې بیا په نهارې بیده شو او که د خېټې غم کوو، بیا د تودوخي څه نه لرو، اقتصادي وضعیت د ټولو ډېر خراب دی.”

دوی له مرستندویه موسسو، نړیوالو ادارو او د طالبانو له حکومته د مرستې غوښتنه کوي.

د یو شمېر نورو سړو ولایتونو ځینو اوسېدونکو هم له ازادي راډيو سره د سون توکو او خوړو د نه درلودلو خبره کړې او ویلي یې دي چې له سختې بې وزلۍ او بې کارۍ سره لاس او ګرېوان دي.

د ملګرو ملتونو په ګډون بیلابیلو مرستندویه بنسټونو ویلي چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنۍ وروسته په دې هیواد کې بې وزلي او بې کاري زیاته شوې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام وړاندې راپور ورکړی و چې په افغانستان کې به ۱۴.۸ میلیونه خلک په روان ژمي کې عاجلو مرستو ته اړتیا ولري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) هم ویلي دي چې په ۲۰۲۴ کال کې له ۲۳ میلیونو زیاتو اړمنو افغانانو څخه یوازې له ۱۵ میلونو سره مرستې شوي دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG