د ملګرو ملتونو یوه جګپوړي چارواکي د پنجشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د افغانستان په طبي انستیتیوتونو کې د نجونو او ښځو د زده کړو د منع کولو په اړه د طالبانو دستور به د هېواد روغتیایي نظام ته جدي زیان واړوي.
په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او د بېړنیو مرستو همغږي کوونکي ټام فلیچر (Tom Fletcher) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرونۍ غونډې ته وویل، دا یوازینۍ څانګه وه، چې د پوهنتونونو له تړلو وروسته ښځو او نجونو په کې زده کړې کولای شوای.
هغه زیاته کړه:
«دا دستور به د ښځو او نجونو روغتیايي څارنې ته جدي او اوږدمهاله زیان واړوي. دا به په راتلونکو کلونو کې د کاري ځواک ساحې ته د شپږدېرش زره قابله ګانو او دوه زره اته سوه نرسانو د ننوتلو مخه ونیسي. په نتیجه کې به د میندو، نوزېږو ماشومانو او د امیندوارۍ پر مهال د اختلالاتو له کبله د مړینو کچه د پام وړ زیاته شي.»
د ملګرو ملتونو دغه چارواکي دا هم وویل، چې اوس مهال په افغانستان کې څه باندې یو پر درېیمه برخه ښځې له مسلکي طبي ملاتړ پرته زېږون کوي.
هغه زياته کړه، چې د امیندوارۍ اړوندو اختلالاتو له کبله چې د مخینوي وړ هم دي، په هېواد کې په هرو دوو ساعتونو کې يوه ښځه مري.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایووا هم په طبي انستیتیوتونو کې د ښځو او نجونو پر زده کړو د بندیز د ناوړه پایلو په اړه خبرداری ورکړ.
"حاکمو چارواکو د ډسمبر میاشتې په پیل کې اعلان وکړ چې ښځینه زده کونکي به په طبي انستیتیوتونو او ټولګیو کې له ګډون څخه منع شي. که چېرې دا پرېکړه په بشپړ ډول پلې شي، نو دا به په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو دغه راز د نارینه وو او هلکانو لپاره، په ټوله کې د ټولنې او په ټولیز ډول د ټول هېواد لپاره مرګونې پایلې ولري. زه له واکمنو چارواکو په کلکه غوښتنه کوم چې په دې اړه له سره غور وکړي.»
د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده د نوي فرمان له مخې په ټول افغانستان کې د نجونو او ښځو پرمخ طبي انستیتیوتونه د لیندۍله ۱۳مې تړل شوي دي.
د اخندزاده دغه حکم د طالبانو د عامې روغتیا وزارت له خوا طبي انستیتیوتونو ته صادر شوی دی.
تر دې مخکې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د نجونو منځني ښوونځي، لېسې او پوهنتونونه تړلي وو.
د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر غونډې مخکې، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو چې د دې ډلې له استازي پرته د ملګرو ملتونو دا ډول غونډې بې ګټې دي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د سختو اقداماتو تر څنګ په افغانستان کې د ناوړه بشري وضعیت په اړه هم خبرې وکړې.
په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او د بېړنیو مرستو همغږي کوونکي ټام فلیچر ویلي، د افغانستان نږدې نیمايي وګړي په بېوزلۍ کې ژوند کوي.
هغه وویل چې سږکال د اقلیمي کړکېچ له امله په زرګونو افغانانو خپل څاروي، کرنیز فصلونه او کورونه له لاسه ورکړي دي.
د ملګرو ملتونو دغه چارواکي زیاته کړه، چې په افغانستان کې له هرو درېیو کسانو څخه یو یې کافي خواړه نه لري او د خوارځواکۍ کچه د خبرداري تر سطحې لوړه او مخ په زیاتېدو ده.