د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۱

د سالنګ لار پرانيستل شوې؛ خو غټو موټرو ته د تګ‌راتګ اجازه نه ورکول کېږي


د سالنګ لار؛ چې تېره شپه د وورې ورېدنې له امله تړل شوې وه.
د سالنګ لار؛ چې تېره شپه د وورې ورېدنې له امله تړل شوې وه.

د طالبانو حکومت د ټولګټو چارو وزارت د اطلاعاتو او اړیکو امر محمد اشرف حق‌شناس نن جمعه (د نومبر ۱۵مه) په خپلې ايکس‌‌پاڼه (پخواني ټویټر) کې د یوه بیان په خپرولو سره ویلي، د سالنګ لار چې د پنج‌شنبې په شپه ۸ بجې د واورې د ورېدو او سختو توپانونو له کبله تړل شوې وه، د جمعې د ورځې سهار شاوخوا ۸ بجې بېرته د ټرافیکو پرمخ خلاصه شوه.

د نوموړي په خبره واوره درېدلې، خو لاهم د سالنګونو د ساتنې (حفظ و مراقبت ریاست) ریاست کارکونکي په سیمه کې د وارورې پاکولو په چارو بوخت دي.

دا په‌‌‌داسې حال کې ده چې د بار وړنکو موټرو ځیني چلونکي بیا وايي چې، لاهم د سالنګ لار په بشپړه توګه نه‌‌ده خلاصه شوې او دوی ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي.

د دوی له ډلې ابوبکر ازادي راډيو ته وویل: "لاره تړلې ده، اوس هم کار روان دی او په بشپړه توګه پاکسازي نه‌ده شوې، خطر لاهم شته او بار وړنکو موټرو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي."

د سالنګ لار ډېری وخت په ژمي کې د ډېرې واورې ورېدنې له امله تړل کېږي.
د سالنګ لار ډېری وخت په ژمي کې د ډېرې واورې ورېدنې له امله تړل کېږي.

یو بل موټر چلونکي رفیع‌الله هم وویل: "د شپې چې کله واوره شروع شوه سالنګ بند شو، بیا ورو ورو خلاص شو، اوس ستونزه نه‌‌‌شته غټ موټر نه‌‌شي تللی خو واړه موټر تګ‌راتګ کوي."

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت له ټولو خلکو او موټر چلونکو غوښتنه کړې چې، د سالنګ په لار د تګ‌‌راتګ پر مهال ژمني وسایل باید ولري او په‌دې برخه کې د مسوولینو لارښونو ته په پام ټول احتیاطي تدابیر په پام کې ونیسي.

د سالنګ لویه لار په افغانستان کې له مهمو لارو څخه یوه هغه ګڼل کېږي، چې کابل له ۹ ولایتونو سره نښلوي، خو د ژمي پر مهال د واورې ورېدنې او سختو توپانونو له کبله د تړل کېدو سربېره وخت ناوخت خلکو ته په بېلابیلو پېښو کې مالي او ځاني تاوان هم اړوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG