د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۲ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۰

د سالنګ لویې لارې بندېدو او د بیا رغونې د کار پڅوالي جدي ستونزې رامنځته کړي


د سالنګ لویه لاره چې طالبانو یې د یوې څه مودې لپاره د بندېدو پرېکړه کړې ده.
د سالنګ لویه لاره چې طالبانو یې د یوې څه مودې لپاره د بندېدو پرېکړه کړې ده.

د سالنګ د لویې لارې د بیارغونې په برخه کې د کار پڅوالي او د باروړونکو موټرو پر مخ د دې لارې بندېدلو باروړونکي شرکتونه، موتړ چلوونکي او مسافر له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.

رحمان شاهین په کابل کې د سوداګريزو توکو د یوه ټرانسپورټي شرکت مسوول دی.

نوموړي نن د سې‌شنبه په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې د سالنګونو د بندېدلو او د بدیلې لارې د خرابوالي له امله بار وړونکي موټر چلوونکي د مالونو په لېږدولو کې له ستونزو سره مخ کړي او ورسره کرایه هم څو چنده لوړه شوې ده.

شاهین وايي: کرايه هم دوه برابره شوې ده. د يو شرکت لپاره دا ستونزمنه ده چې هم لوړه کرايه ورکړې او هم موټړ پيدا نه‌شي او لاړ نه‌شي.

هغه وویل: "همدا اوس درې ورځې کېږي موټړ غواړو، څوک نه‌شته او نه حاضرېږي چې بار کړي، کرايه هم دوه برابره شوې ده. د يو شرکت لپاره دا ستونزمنه ده چې هم لوړه کرايه ورکړې او هم موټړ پيدا نه‌شي او لاړ نه‌شي. همدا درې ورځې کېږي چې زنګ وهي يو موټر ۴۵زره وايي خو کس ۵۰زره تراوسه موټر نه دى چمتو شوى."

بل خوا د باروړونکي موټړ چلوونکی احمد هم د شېبر لارې له خرابوالي شکایت کوي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "د دې ستونزو له امله موټر ډېر خرابېږي، عوارض پيدا کوي، د شېبر لاره ډېره خرابه ده، پر وخت مو مالونه نه رسېږي."

د مسافر وړونکي موټر چلوونکي عبدالمتین له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې د سالنګ له فرعي لارو تېرېدل غاړو ډېر ستونزمن دي.

هغه زیاتوي: "بار وړونکو موټړو چې د سالنګ له لارې تګ راتګ کاوه اوس د دوشاخ پر پله تېرېږي، کله چې له ده پله تېرېږو، ګڼې کولایانې چې خلاصېږي بيا شاول ته رسېږو، شاول ته په رسېدو کيڼ لاس ته ښکته کېږو، د جر منځ‌ته چې د سالنګ بديله لاره ده چې له دې ځايه مزل کوي او تونل ته رسېږي."

د سالنګ د لويې لارې يو مسافر محمد صابر هم وايي: "مونږ د سالنګ له لارې تګ راتګ کوو او دا لاره اوس ډېره جنجالي شوې، د اسلامي امارت له چارواکو هيله لرو چې د سړک د جوړېدو چارې ژړ بشپړې کړي."

خو د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس له ازادي راډیو سره د خبرو پر مهال د ژمي له رارسېدو مخکې د سالنګ د لویې لارې د بیارغونې اړوند د هڅو او د چارو د بشپړېدو خبر ورکوي.

هغه وویل: "هم په جنوبي او هم په شمالي سالنګ کې کانکړيټ اچوو او هم د سي‌تي‌بي د سيخ بندۍ برخې چارې روانې دي او مونږ هڅه کوو چې د ژمي له رسېدو او د هوا له سړېدو مخکې د سالنګ د لارې چارې بشپړې کړو."

د سالنګ لویه لار چې د افغانستان نهه شمالي او شمال ختیځ ولایتونه له کابل او ختیځ او سویلي ولایتونو سره نښلوي، د افغانستان یو له مهمو ټرانزیټي لارو څخه ګڼل کېږي.

د دې لارې بندېدل د سوداګریزو توکو په لېږد رالېږد کې جدي ستونزې رامنځته کوي.

ارشیف: د افغانستان د تېر جمهوري نظام پر مهال د سالنګ لویه لاره هم جوړه شوې وه، خو د بې غورۍ له کبله بیا خرابه شوې ده.
ارشیف: د افغانستان د تېر جمهوري نظام پر مهال د سالنګ لویه لاره هم جوړه شوې وه، خو د بې غورۍ له کبله بیا خرابه شوې ده.

د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت د روان کال د سنبلې په لومړیو کې د سالنګ د شمالي او جنوبي برخو د ویجاړو شویو برخو د کانکریټي کولو د کار د پيل خبر په داسې حال کې ورکړ چې د تېر کال په لیندۍ یا قوس میاشت کې یې د سالنګ تونل د لومړۍ برخې د بیارغونې د کار د بشپړېدو اعلان کړی و.

له هغې وروسته یوازې مسافر وړونکي موټر د سالنګ له فرعي لارو د تېرېدو اجازه لري.

XS
SM
MD
LG