د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د خوراکي مصونیت په برخه کې د جزيي پرمختګ خبر ورکوي، خو اندېښنه لري چې په ژمي به وضعیت بېرته خراب شي.
د خوړو د نړیوال پروګرام (WFP) د تازه راپور لهمخې، په افغانستان کې د خوراکي امنيت وضعه یو څه ښه شوې ده، خو د ژمي په رانژدې کېدو سره لا هم لویې اندېښنې شته.
د خوراکي امنيت د پړاوونو د طبقهبندۍ نظام (IPC) څرګندوي چې نژدې څلورمه برخه نفوس، یا شاوخوا ۱۱.۶ ميليونه خلک، د خوراکي موادو د کموالي له بحراني حالت او د خوراکي ناامنۍ له بېړني حالت سره مخامخ دي، که څه هم دا شمېره د ۲۰۲۳ کال له ۱۵.۳ ميليونو څخه کمه شوې، خو په هېواد کې د خوراکي موادو اړتیاوې لا هم د اندېښنې وړ لوړې دي.
د خوړو نړیوال پروګرام دغه جزیي ښهوالي د پراخو بشري مرستو پایله بولي، چې د خوراکي کمښتونو د جدي حالت مخه یې نیولې ده.
خو اټکل کېږي چې راتلونکی ژمی به وضعیت لا پسې خراب کړي او له روان نومبر څخه د راتلونکي کال تر مارچ پورې به شاوخوا ۱۴.۸ ميليونه خلک، چې د نفوس ۳۲سلنه جوړوي، له خوراکي ناامنۍ سره مخامخ شي.
د بېکارۍ دوامداره کچه، د کورنیو پورونه، د عایداتو ټيټوالی، له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنېدونکي کډوال او د خوراکي توکو په بیو کې بدلونونه هغه عوامل دي چې، پهدې وضعیت کې برخه لري.
همداراز، ګومان کېږي چې په ۲۰۲۵ کال کې د اقلیمي بدلون ناوړه اغېزې د کرنې او مالدارۍ پر محصولاتو منفي اغېز وکړي او له همدې کبله د خوراکي مرستې اړتیا دوامداره پاتې ده.
یوشمېر خلک د نړیوالو بشري مرستې په ځانګړي ډول د بېوزلو لپاره ډېرې مهمې بولي او وايي، که دا مرستې نه وای، ښايي وضعیت به تر دې خورا ناوړه و.
"په داسې هېوادونو لکه افغانستان کې، چې د مرستې رسولو واضح لارې او اسانتیاوې موجودې نهوي د مرستو رسولو چارې وخت ناوخته د بېلابېلو پېښو له کبله له خنډ اوځنډ سره مخامخ کېږيعزتالله پېژاند
خلک دا هم وايي چې، د نړیوالو مرستې نه ورسیږي.
خو د پوهنتون پخوانی استاد عزتالله پېژاند چې د اروپايي ټولنې د مرستو له پروژو سره يې کار کړی وايي، ځینو سیمو ته د مرستو رسول اسانه کار نهوي.
نوموړي وويل: "په داسې هېوادونو لکه افغانستان کې، چې د مرستې رسولو واضح لارې او اسانتیاوې موجودې نهوي د مرستو رسولو چارې وخت ناوخته د بېلابېلو پېښو له کبله له خنډ اوځنډ سره مخامخ کېږي، په ځینو ولایتونو یا ولسوالیو کې سړک نهوي، لاره نهوي نو موټر او یا د مرستې رسولو کاروانونه په اسانه هلته تللی نهشي."
د خوړو نړیوال پروګرام د سخت ژمي د اغېزو د کمولو لپاره، د خوراکي توکو د زېرمه کولو لپاره خپل هدف،چې ۸۵سلنه دی، مخکې تر مخکې پوره کړی او پر اساس یې ۱.۵ ميليون کسانو ته ۵۲,۶۱۰ ټنه خوراکي توکي وېشلي او نژدې نیمایي اوړه یې په افغانستان کې دننه برابر کړي دي.
هغه ولايتونو ته، چې ډېره واوره پهکې ووري لکه بدخشان، باميان، غور او دايکندي، د دې هڅو لپاره لومړيتوب ورکړل شوی.
په دغو ولایتونو کې خوراکي مواد مخکې تر مخکې پهدې خاطر ځای پر ځای کېږي چې د هغو سيمو لپاره خوراکي توکي تضمین شي.
له بلې خوا د ماشومانو د ملاتړ صندوق، سیف دِي چلډرن (Save the Children) موسسه وايي، د ژمي د پروګرام په چوکاټ کې غواړي چې په افغانستان کې د روغتیا، تغذیې او نقدي مرستو له لارې د ۱۸زره کورنیو لاسنیوی وکړي.
په افغانستان کې د دغه بنسټ د بشري چارو مسوولې چاریتي لوکایا په هغه ویډیو کې چې سیف دِ چلډرن پر خپله ایکسپاڼه پرون خپره کړې ویلي، دا مهال د ۲۰زره ماشومانو په ګډون یوازې ۶۰۰۰ کورنیو سره د دغه پروګرام له لارې مرسته کولی شي.
په دغه ويډيويي پېغام کې راغلي: "موږ د ژمي بستې او د جامو کیټونه لرو، دا هغه بستې دي، چې په ژمي کې مو چې اټکل کوو سخت به وي، د خلکو د ملاتړ لپاره چمتو کړي دي. په دغه هېواد کې د ژمي پر مهال د کورنیو د مرستې لپاره په ټوله کې یو ميلیارد ډالرو ته اړتیا ده. شاوخوا یو ميلیون او ۳سوه زره کسان دغو مرستو ته اړتیا لري."
د ژمي له نږدې کېدو سره په افغانستان کې د ناوړه بشري وضعیت په باب اندېښنې لا زیاتې شوې او ویل شوي تر ډېره به ماشومان اغېزمن کړي، چې له لوږې او بېوزلۍ زیات کړېږي.