د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۹

ارزګان کې د دوو کورنيو دښمني په دوستۍ بدله شوه


له ارشيفه د يوې جرګې انځور
له ارشيفه د يوې جرګې انځور

له کلونو وروسته د ځايي قومي جرګې په مرسته پر ټغر سره کېني او یو-بل ته د ورورۍ غېږې ورکوي.

حاجي فضل محمد او عیسی خان چې د ځمکې پر سر يې له کلونو اوږده دښمني لرله، خو په‌‌دې وروستیو کې د جرګې په مرسته یوځای شو او دوښمني يې په دوستۍ بدله کړه.

د جرګې د پرېکړې له‌‌مخې موږ له خپلو مخالفینو سره په یو ځای کې کېنو او د سولې او سوکالۍ په فضا کې ژوند کوو."
عيسی خان

فضل محمد وايي، کلونه یو له بل سره د ځمکې پر سر جنګېدلي دي او د دې لانجې له کبله يې ماشومان، کورنۍ او خپل ژوند له لویو خطرونو سره مخامخ و، خو د جرګې له برکته يې اوس دوستي کړې ده او خپل اختلاف يې پای ته رسولی دی.

هغه وايي: "موږ کلونه د ځمکې د لانجې له امله له یو بل سره په دښمنۍ کې ژوند وکړ او دې شخړې زموږ ماشومان او کورنۍ له ډېرو ګواښونو سره مخامخ کړې وه. خو د جرګې په مرسته موږ د خپلې شخړې حل وموند او اوس یو د بل ترڅنګ په سوله کې ژوند کوو."

په پښتني ټولنه کې جرګې د شخړو د حل لپاره ډېر ارزښت لري، ځکه دا یوه دودیزه لاره ده چې په لږ وخت کې د شخړو د حل امکان برابروي او په ټولنه کې د سوله‌‌ییز ژوند زمینه برابروي.

عیسی خان چې د خپل ګاونډي فضل محمد زوي ورته وژلی و وايي چې، د جرګې په مرسته وتوانېدل چې اوس خوندي ژوند وکړي او د فضل محمد د کورنۍ سره د کلنو دښمني ختمه کړي.

هغه وايي: "زموږ د جرګې په برکت اوس زموږ کورنۍ له خپلو پخوانیو دوستانو سره بېرته دوستانه اړيکې لري. د جرګې د پرېکړې له‌‌مخې موږ له خپلو مخالفینو سره په یو ځای کې کېنو او د سولې او سوکالۍ په فضا کې ژوند کوو."

جرګه د افغانانو په ځانګړې ډول د پښتنو يو عنعنوي دود دی، چې ډېری شخړې د همدې جرګو له لارې حلوي.
جرګه د افغانانو په ځانګړې ډول د پښتنو يو عنعنوي دود دی، چې ډېری شخړې د همدې جرګو له لارې حلوي.

د ارزګان ولایت د قومونو او قبایلو چارو ریاست مشر قاري مختار وایي، دوی هڅه کوي چې د جرګو په مرسته د خلکو دښمنۍ حل کړي.

دی وايي، د تېر یوه کال راهیسې يې ۲۲ دښمنۍ په دوستۍ بدلې کړې دي.

هغه وايي: "په تېر یو نیم کال کې مو د جرګو له لارې ۲۲ لویې دښمنۍ په دوستیو بدلې کړې دي. دا جرګې نه یوازې د کورنیو ترمنځ دښمنۍ ختموي، بلکې ټولنې ته سوکالي او ثبات راوړي. موږ په ځانګړې توګه هڅه کوو چې د ځمکو پر سر د شخړو د حل لپاره جرګې وکاروو او خلک په سوله کې ژوند وکړي."

په ارزګان ولایت کې جرګې نه یوازې د شخړو د حل لپاره دودیزه لاره ده، بلکې د سولې او ثبات ټینګولو یوه مهمه وسیله ده.

دغه‌راز د جرګو د پروسې په بریالیتوب سره، خلکو ته دا امید پیدا شوی چې نور به دښمنۍ او جنګونه پای ته ورسېږي.

جرګې د ټولنیزې سولې او سوکالۍ یوه بریالۍ بېلګه ده، چې نه یوازې په ارزګان کې بلکې په ټول افغانستان کې د ټولنیزو اړیکو د ټینګښت لپاره یو پیاوړی بنسټ جوړوي.

XS
SM
MD
LG