د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۶

ډير ژر به د نورستان د دوو لويو قومونو پخوانۍ دښمني په دوستۍ بدله شي


د پنجشنبې په ورځ په جلال اباد کې د يوناما ادارې له لوري د نورستان د دوو قومونو کامديش او کشتوز قومونو ترمنځ د روغې جوړې دویمه ناسته ترسره کړه.

د کشتوز قومي مشر ډاکټر غلام حسین ازادۍ راډيو ته وویل، چې د دوی د دښمنۍ لسګونه کاله کیږي، خو اوس د یوناما ادارې،چې هڅې شروع کړي دواړه غاړې دې ته چمتو شوي، چې د دوستۍ په ټغر سره کښيني.

د کامدېش قومي مشر محمد صادق وویل،چې د دوی قومونو ترمنځ دا دویمه ناسته وه او ټاکل شوې ده،چې ددې جرګې په دریم پړاو کې وروستۍ پریکړه وشي او دا دښمني په دوستۍ بدله شي.

د یادو قومونو په خبره لسګونه کلونه وشو،چې د یادې دښمنۍ له امله د دوی په سیمه کې د پرمختګ مخه نیول شوې او دارنګه همدا لامل دی،چې سيمې ته ناامني هم راغلې ده.
XS
SM
MD
LG