د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۰

په خوست کې ۱۵کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه


نن دپنجشنبې په ورځ په خوست کې دشخړواو منازعاتو دحل کمیسیون دغړیو او دمنګلو دقوم دمشرانو په هلوځلو ددوو کورنیو ترمنځ پنځلس کلنه دښمني ،چې پکې دوه تنه وژل شوي او دوه تنه ټپیان شوي ول او هم دیو لوري کور سوځول شوی وو پای ته ورسیده او ددوی دښمني په دوستۍ بدله شوه .

مصلیحینو او دجرګې غړو وویل ،چې دمنازعې دواړو خواوو ،چې دیوه لوري کورنۍ دخوست دموسی خیلو او مقابل لوری يې دپکتیا ولایت دجاني خیلو دکلي اوسیدونکي دي ،جرګې ته په خپله خوښه په تووي وړۍ یانې پوره واک ورکړ او جرګې هم په پوره اخلاص داسې پریکړه او جوړه وکړه ،چې دواړه جانبه پرې راضي او دې فیصلې ته خوښ دي.

دموضوع په اړه دجرګې یو تن غړي حاجي رسول محمد خان تڼي وویل،چې یاده دښمني د دواړو قبیلو او کورنیو تر منځ دغرونو او ځنګلونو پر سررامنځته شوې وه ،چې بالاخر دمنګلو دقوم دمشرانو او په کمیسیون کې دمشرانو په هلو ځلو حل وفصل شوه:

((دا ستونزه دمنګلو دقوم پورې مربوط د دوو قبیلو یا کورنیو ترمنځ چې هغه یوه دې دوستا ګل په نوم او بله درحمن ګل په نوم وه ،تقریباً پنځلس کاله مخکې رامنځته شویوه،موږ تاسو پوهیږو ،چې په پکتیا کې تقریباً په غرونو ،ونو ،دښتو او ځنګلونو پر سر ځنې موضوعګانې او اختلافونه رامنځته کیږي ،چې داستونزه هم په همدې توګه رامنځته شوې وه ،پدې ستونزه کې مرګ ژوبله شویوه ،چې یو طرف هم یو نفر او له بل طرف نه هم یو نفر وژل شوي وو او دواړوطرفونو ته یو،یو نفر زخمیان وو ،څه مالي تاوانونه هم پکې رسیدلي وو ،بیا وروسته ددې مسلې دحل لپاره ډیرې جرګې مرکې شوې وې مګرهمداسې په خپل حال لاینحله پاتې شویوه ،پدې وروستیو کې دمنګلو دقوم مشرانو او زموږ دشخړو دکمیسیون دحل غړو پکې رول ولوباوه او خلک يې وهڅول ،چې بالاخره له دوی نه يې واک واخیست ،چې دواک په نتیجه کې دا مړي او زخمیان يې سره ولګول او ددښمنۍ ټوپی يې ړنګه کړه.))

پخوانیو مخالفو لورو هم لدې کبله چې دښمني يې په عادلانه او بې غرضه ډول حل وفصل شوه ،فیصلې ته خوښ ول او ویل يې ،چې ددښمنۍ په کلونو کې دواړو لورو ډیر تاوانونه او ستونزې ګاللي دي:

((زه حاجي دوستا ګل زموږ تر منځ دغره په سر شخړه راغلې وه ،پدې به پنځلس یا شپاړس کلونه وتلي وي ،پدې کې ډیر تاوانونه وشول ،ډیرې ستونزې پکې وشوې بیا هم زموږ خپل قوم ته ،زموږ عزیزانو او دقومونو داړیکو دفتر ،چې کمیسیون پکې دی دوی ټولو په پوره ډول زموږ داوږدې دښمنۍ خبره خلاصه کړه.))

ددښمنۍ ددویم لوري په استازیتوب رحمن ګل هم وویل ،چې په بدۍ يې ډیر وخت تیر شوی او دواړو طرفونو ډیر تاوانونه زغملي دي ،خو دا مشران وو،دقوم مشران وو ،دپلرینې والا مشران وو ،ډیرې ستړې مو وکړې ،ستونزې مو وکړې خو دادی اوس معامله حل شوه.

دقومونو داړیکو دفتر مشر حاجي محمد علي ځدراڼ دیادې پریکړې اوسولې په اړه وویل ،چې دقومونو او مشرانو په واسطه هغه مهال ،چې جانبین مصلیحینو ته بشپړ واک ورکړي ،پریکړه داسې ده لکه دکاڼي کرښه ،چې بیا هیڅکله نه ړنګیږي،نوموړی دا ډول پریکړې داسې بولي ،چې دښمنۍ پرې په اساسي توګه ختمیږي:

((دا خلک چې تاسو وینئ په خپله خوښه او په خپل رضایت سره زموږ دشخړو حل کمیسیون ته په تووي وړی واک ورکړ،دا ډول فیصلې چې د دواړو غاړو په خوښه وشي او هغه تطبیق شي نو هغه ډیر دمنلو وړ وي او قناعت بخش وي نو هغه زموږ په اصطلاح په تووي وړي واک باندې کومه فیصله چې قومونو کړیده ،یا کیږي هغه داسې مثال لري لکه دکاڼي کرښه یانې هغه نه ړنګیږي.))

دکتونکیو په وینا کچیرې حکومت دقومونو او خیلونو تر منځ دغرونو ،دښتو او بیدیاوو پر سر مخالفتونو ته یوه اساسي او ټولیزه حل لاره ونه مومي ،نو دپخوا په شان به دخلکو په منځ کې دا ډول ستونزې او دښمنۍ تر ډیر وپایږي.

نجیب الله الوخیل -خوست
XS
SM
MD
LG