د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۹

ایران کې د جبري پوښښ فشارونه او له ښوونځي د اخراج ګواښ؛ یوې ۱۶ کلنې افغانې نجلې ځان وژلی


ارشیف: عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف: عکس تزئیني بڼه لري

په ايران کې د "ارزو خاوري" په نوم یوې افغانې ١٦ کلنې نجلۍ ځان‌وژنه کړې ده.

د "ارزو خاوري" په نوم یوې ۱۶ کلنې افغانې نجلۍ په پلازمېنه تهران په ري ښار کې د خپل ښوونځي د چارواکو له‌خوا د "جبري پوښښ" او "ښوونځي څخه د ایستلو د ګواښ" له امله ځان‌وژنه کړې ده.

د ایران تسنیم خبري آژانس په یوه راپور کې د تهران د ولسوالیو د ښوونې او روزنې ادارې له قوله ویلي چې دغې زده‌کوونکې د یکشنبې په ماښام د یو استوګنیزې ودانۍ له شپږم پوړ څخه ځان وغورځاوه او بیا یې په روغتون کې ساه ورکړه.

دغې ادارې ویلي، که څه هم لا تراوسه د دې اقدام انګېزه او دقیق لامل نه دی روښانه، خو د ځینو ایراني رسنیو په وینا، "د کوثرپه نوم ښوونځي مدیر ورته له ښوونځي د ایستلو ګواښ کړی و، له دې امله یې تشویش درلود او په دې کار لاس پوړې کړ."

ارشیف: په ایران کې د جبري حجاب پر ضد د پولیسو د کمپاین یو انځور
ارشیف: په ایران کې د جبري حجاب پر ضد د پولیسو د کمپاین یو انځور

د ارزو خاوري یوه نږدې خپلوان، چې د موضوع د حساسیت له امله یې پر نوم نه ښودلو او غږ بدلولو ټينګار کړى، ازادي راډيو سره يې په خبرو کې ويلي: "ارزو د هغو ستونزو له امله چې په ښوونځي کې یې درلودې، ځان‌وژنه وکړه. تاسو ښه پوهېږئ چې څوک له شوقه ځان‌وژنه نه کوي. کله چې د یوې نجلۍ ټولې هیلي او ارمانونه ختم شي، بیا دا اقدام کوي. د ایران اسلامي جمهوریت او د هغې د ښوونځي مسوولین باید ځواب ووایي او باید دا موضوع بې ځوابه پاتې نه شي."

خو د ایران رکنا خبري آژانس د ارزو خاوري د پلار له قوله ویلي چې د پېښې په ورځ "د ارزو د ښوونځي مسوولانو له دوی سره اړیکه نیولې وه او خبر یې ورکړی و چې لور یې د ښوونځي د جامو پر ځای کاوبای پتلون اغوستی و. د هماغه ورځې په مازیګر، د ښوونځي مدیر بیا اړیکه ونیوله او ویې ویل چې ارزو پرته له اجازې له ښوونځي وتلې ده، خو لږ وروسته د خپلې لور د مړینې خبر ورسره شریک شو چې په روغتون کې یې ساه ورکړې وه."

د ارزو پلار یاد خبري اژانس سره د دې پېښې اصلي مسوولان د ښوونځي مسوولان بللي او ویلي یې دي چې دا لومړی ځل نه و؛ مخکې یې هم لور د ښوونځي د مسوولانو له ناوړه چلند او نامهربانۍ سره مخ شوې وه.

مهناز قنبري، چې د کوثر ښوونځي مدیره ده او په ري ښار کې موقعیت لري، د ایران د ښځو حوزې له خبریالې ته ویلي: "موږ اوس په دې اړه هیڅ پرېکړه نه‌شو کولی. اجازه راکړئ چې د عدلي طب راپور راشي. د حجاب موضوع هېڅ مطرح نه وه او هېڅ کوم ګواښ نه و. وروسته له دې چې د عدلي طب راپور ترلاسه کړو، زه ستاسو په خدمت کې یم."

ارشیف
ارشیف

د ارزو ځان‌وژنې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

روح‌الله امین، چې د بشر حقونو فعال دی، له ازادی راډيو سره یې په خبرو کې وايي: "موږ د حجاب او ازادۍ په اړه ډېر قربانۍ لرلې دي. موږ د منځينۍ آسيا په جغرافیه او یا هر هغه هېواد کې چې اسلامي محدودیتونه په‌کې شته، په خواشینۍ سره ډېر قربانیان لیدلي دي."

دې پېښې په ایران او افغانستان کې هم په ټولنیزو شبکو کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

ځینې کاروونکو په دې شبکو کې د افغان او ایراني ښځو او نجونو حالت سره پرتله کړی او ویلي یې دي چې ارزو د جبري حجاب او د طالبانو له خوا پر نجونو د زده‌کړو له بندیز څخه تښتېدلې وه، خو په ایران کې د دې بندیز قرباني شوه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG