د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۳ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۶

نړۍ

د چين د مرکزي بانک پخوانی مرستيال د مرګ په سزا محکوم شوی

د چين بيرغ
د چين بيرغ

د چین د مرکزي بانک پخوانی مرستیال فان ییفې د بډې اخیستو په تور د مرګ په سزا محکم شو.

د چین دولتي رسنیو پرون راپور ورکړ، چې ییفې ته د دوو کلونو په ځنډ دغه سزا ورکول کېږي.

پر هغه تور پورې دی، چې د ۳۸۶ ميلیون چینايي ین په ارزښت چې څه باندې ۵۴ ميلیونه ډالره کېږي، جایدادونه په غیرقانوني ډول منلي دي.

د چین دولتي رسنیو د چین د یوې محکمې د حکم له‌مخې دغه خبر ورکړی دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

غزه کې د اسراييل درې سرتېري وژل شوي

غزه کې اسراييلي پوځيان
غزه کې اسراييلي پوځيان

د اسراییل پوځ د شنبې په ماښام اعلان وکړ چې، د غزې په شمال کې یې یو سرتېری د لاسي بم په چاودنه کې وژل شوی دی.

د اسراییلي رسنیو د راپور له‌مخې، دا سرتېری یې ظاهراً په مستقیم ډول د جګړې په تړاو نه‌دی وژل شوی.

تر دې څو ساعته مخکې هم د اسراییل پوځ راپور ورکړی و چې، په شمالي غزه کې یې دوه نور عسکر وژل شوي دي.

د درې واړه عسکرو، چې د شنبې په ورځ یې د وژل کېدو خبر ورکړل شو، عمرونه د ۲۰ او ۲۲ کلونو ترمنځ وو.

د اسراییل د پوځ د شمېرو له‌مخې، د هغو اسراییلي سرتېرو شمېر، چې په غزه او لوېدیځه غاړه کې په ځمکنیو عملیاتو کې وژل شوي، ۳۷۰ ته رسېدلی دی.

د اسراییل پوځ همداراز اعلان وکړ چې، په تېره یوه میاشت کې یې په جبالیا کې، چې د غزې په شمال کې ده، د عملیاتو پر مهال شاوخوا ۹۰۰ "ترهګر" وژلي او ۷۰۰ فلسطینیان یې نیولي دي.

امريکا منځني ختيځ ته د خپلو بي‌۵۲ الوتکو د رسېدو خبر ورکړی

د امريکا بي‌۵۲ الوتکه
د امريکا بي‌۵۲ الوتکه

په‌داسې حال کې چې د ایران له لوري پر اسراییل د نوي برید د احتمال په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي، د امریکا پوځ اعلان کړی چې بي۵۲ ستراتېژیکې بمبار الوتکې یې منځني ختیځ ته رسېدلي دي او له‌دې سره هم‌مهاله اکسیوس وېب‌پاڼې د "سپینې ماڼۍ له‌خوا تهران ته د خبرداري پیغام" په اړه راپور ورکړی دی.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) نن سهار (یک‌شنبه، د لړم په ۱۳مه) اعلان وکړ چې بي۵۲ الوتکې د دې قوماندانۍ د مسوولیت سیمې ته داخلې شوې دي.

سنتکام د بمبارد الوتکو شمېر په شمول نور جزییات نه‌دي ورکړي او یوازې یې ویلي چې دا الوتکې د امریکا د ماینت له هوايي اډې څخه روانې شوې وې.

دا خبر یوه ورځ وروسته له هغې خپور شو چې، پنتاګون اعلان وکړ د متحدایالتونو دفاع وزیر امر کړی چې، څو بي۵۲ الوتکې، همداراز بېړۍ ماتوونکې بېړۍ او د سونګ رسولو الوتکې منځني ختیځ ته واستول شي.

د پنتاګون په وینا، دا بمبار الوتکې او بېړۍ منځني ختیځ ته د امریکا د پوځي حضور د پیاوړتیا، د اسراییل د دفاع او د بریدونو د شنډولو له لارې د کړکېچ د کمولو په هدف لېږل شوي دي.

ډبيلو‌ايچ‌او: غزه کې د ګوزڼ ضد واکسين پر يوه مرکز بريد کې شپږ کسان ټپيان شوي

د غزې يو انځور
د غزې يو انځور

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د غزې په شمال کې پرون د ګوزڼ ضد واکسین پر یوه مرکز په یوه حمله کې د څلورو ماشومانو په ګډون ۶ کسان ټپیان شوي دي.

دغه سازمان پرون شنبه د غزې په شمال کې د ګوزڼ ضد واکسین د کمپاین دویم پړاو پیل کړ، ځکه دغه کمپاین څو ورځې مخکې د اسرايیل د بمباریو له کبله ځنډول شوی و.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګیبریسوس ویلي، د واکسین دا مرکز په هغه ساحه کې و، چې مخکې هلته په جګړه کې پر بشري وقفې موافقه شوې وه او له‌مخې یې د واکسین پر مخ بېولو ته اجازه ورکړل شوې وه.

دغه سازمان نه‌دي ویلي چې دغه حمله چا کړې ده، خو اسرايیل په غزه کې د هغو سرچینو ادعا رد کړې چې ویلي یې وو، د اسرايیل یوې بې‌پيلوټه الوتکې پر دغه مرکز حمله کړې ده.

د اوکراين پارلمان کې د بشري حقونو کمېشنر: موږ هر وخت روسيې سره د جنګي اسيرانو تبادلې تيار يو

د اوکراین په پارلمان کې د بشري حقونو کمېشنر دمیترو لوبینیتس
د اوکراین په پارلمان کې د بشري حقونو کمېشنر دمیترو لوبینیتس

د اوکراین په پارلمان کې د بشري حقونو کمېشنر دمیترو لوبینیتس نن یک‌شنبه له روسیې غوښتنه وکړه، چې د اوکراین د جګړې د اسیرانو لېست برابر کړي.

دا هغه اسیران دي چې ښايي د روسي اسیرانو د خوشې کېدو په بدل کې ازاد شي.

تر دې مخکې مسکو پر کییف تور لګولی و، چې د اسیرانو د تبادلې پروسه سبوتاژ کوي.

لوبینیتس د ټلېګرام په کانال کې لیکلي، غواړم د روسیې د بشري حقونو له کمېشنر د اوکراین د ټولو اسیرانو لېست چې روسیه یې سم د لاسه تبادلې ته تیاره ده ترلاسه کړم.

د اوکراین دغه چارواکي لیکلي؛ موږ هر وخت د جګړې د اسیرانو تبادلې ته تیار یو.

په وږي/ سنبلې میاشت کې هم مسکو او کییف د متحده عرب اماراتو په منځ‌ګړیتوب د یو بل ۱۰۳- ۱۰۳ جنګي اسیران تبادله کړل.

د بشري حقونو د څار سازمان د ترکيې جاسوسۍ ضد قانون کې پر تعديلاتو اندېښنه ښودلې

د بشري حقونو د څاز سازمان لوګو
د بشري حقونو د څاز سازمان لوګو

د بشري حقونو د څار بنسټ وايي، د ترکیې په جاسوسۍ ضد قانون کې پلان شوي تعدیلات د بشري حقونو د مدافعانو او خبریالانو فعالیت ته ګواښ پېښوي.

د فرانسې خبري اژانس د خبر له‌مخې، دغه بنسټ پرون شنبه ویلي، چې د دې تعدیل هدف په مبهم ډول د جاسوسۍ تعریف ته پراختیا ورکول دي، چې له‌مخې یې ممکن د بشري حقونو د مدافعانو، خبریالانو او د مدني ټولنې د نورو فعالانو کارونه جرم وګڼل شي.

د بشري حقونو په څار سازمان کې د اروپا او مرکزي اسیا متخصص هیو ویلیامسن پرون ویلي، چې دغه تعدیلات د ترکیې حکومت ته نور صلاحیتونه ورکوي، چې د بشري حقونو بنسټونه، رسنۍ او نورې مدني ټولنې د جاسوسانو یا هم د دولت د دښمن په توګه اعلان کړي، کارونه یې بې‌اعتباره او حتی ممکن جرم وګڼي.

ټاکل شوې د ترکیې د جاسوسۍ ضد قانون کې پر دغو تعدیلاتو ډېر ژر د ترکیې په پارلمان کې بحث وشي او هغه کسان چې د بهرنیو ګټو له کبله مجرم وپېژندل شي تر اوو کلونو بند سزا ته زمینه برابروي.

امريکا په روسيه کې په اوږده بند د امريکا د قونسلګرۍ د يوه پخواني کارکوونکي د محکومولو پرېکړه غندلې ده

رابرټ شونوف
رابرټ شونوف

امریکا متحدایالتونو د روسیې په ولادیوستوک کې په اوږده بند د امریکا د قونسلګرۍ د یوه پخواني کارکوونکي د محکومولو پرېکړه غندلې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ (نوامبر ۲مه) په یوه بیان کې وویل چې، امریکا په روسیه کې د دغه هېواد د ماموریت د پخواني کارکوونکي رابرټ شونوف محکومیت په کلکه غندي.

په اعلامیه کې پر شونوف لګېدلي تورونه بې‌بنسټه بلل شوي او د هغه محکومیت یې سخته بې‌انصافي بللې ده.

د نوامبر په لومړۍ د روسيې په لېرې ختيځ کې د پريموري سيمه‌ييزې محکمې شونوف له يوه بهرني هېواد سره د پټې همکارۍ په تور په څلور کاله او لسو مياشتو بند او نغدي جریمې يو ميليون روبل، چې څه باندې لس زره ډالره کېږي محکوم کړ.

د بند له تېرولو وروسته هم باید رابرټ شونوف نږدې یو نیم کال نور تر محدودو شرایطو لاندې وساتل شي.

د سوډان په شمال کې د ۱۲ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی شوی

سوډان کې د نښتې يو انځور
سوډان کې د نښتې يو انځور

د سوډان د محلي مقاومت کمېټې، چې په ټول هېواد کې د مرستې د همغږۍ له سلګونو رضاکارو ډلو څخه یوه ده، وویل چې لږ تر لږه ۱۲ کسان د شنبې په ورځ په شمالي دارفور کې وژل شوي.

د فعالانو په وینا، د چټک ملاتړ ځواکونو په بمبارۍ کې پنځه کسان ټپیان شوي هم دي.

دا ملېشه ډله د تېر کال له اپرېل راهیسې د سوډاني پوځ سره جګړه کوي.

په همدې حال کې د ملګروملتونو چارواکو د دارفور په ښار او په ټول سوډان کې د خرابې وضعې په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېریش د ملګروملتونو امنیت شورا ته ویلي چې، د سوډان خلک په خورا تاوتریخجنو حالاتو کې دي او زرګونه ملکیان وژل شوي.

د هغه په خبره پر ښځو د جنسي تېريو په شمول ګڼ نه بیانېدونکي ظلمونه په خلکو روان دي.

د ۲۰۲۳ کال د اپرېل په ۱۵مه د سوډاني پوځ او چټک ملاتړي ځواکونو تر منځ د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه له ۱۲۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

د لومړي ځل لپاره يوه تورپوستې مېرمن د بريتانیا د محافظه‌کار ګوند مشره وټاکل شوه

د بريتانيا بيرغ
د بريتانيا بيرغ

هغه لومړنۍ تور پوستې ښځه شوه چې، په‌دې هېواد کې د یو لوی سیاسي حزب مشري پر غاړه اخلي.

د رویټرز د راپور پر بنسټ، بیدناک د دې ګوند د مشرۍ پر سر له سیالۍ وروسته د ریشي سوناک ځای‌ناستې شوه.

۴۴ کلنې بیدناک ژمنه وکړه چې، محافظه‌کار ګوند به بېرته خپلو بنسټیزو اصولو ته ور وګرځوي.

د بريتانیا صدراعظم کییر سټارمر د اغلې بیدناک د بریالیتوب هرکلی کړی او ویلي دي چې، هغه لومړنۍ تور پوستې ښځه شوه چې د ویست منسټر ګوند او بريتانیا ته يې داسې ویاړ ور په برخه کوي.

حزب‌الله د اسراييلو پر يوې پوځي اډې د بې‌پيلوټه الوتکې د بريد خبر ورکړی

له ارشيفه يوه بې‌پيلوټه الوتکه
له ارشيفه يوه بې‌پيلوټه الوتکه

د حزب‌الله ډله وايي، نن يې د بې‌پیلوټه الوتکو په مرسته د تل‌ابیب په جنوب کې د "پالماخیم" پوځي هډه په نښه کړې ده.

حزب‌الله ډله چې یوه سیاسي او پوځي ډله ده، د لبنان پر ډېرو جنوبي برخو کنټرول لري.

د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، اسراییلو تر اوسه د دې برید په اړه څه نه‌دي ویلي.

رویټرز هم په‌دې اړه نور جزیات نه‌دي خپاره کړي.

حزب‌الله ډله د امریکا د متحدایالاتونو له‌خوا د یو ترهګریز سازمان په توګه پېژندل کېږي او اروپايي ټولنې د دې ډلې پوځي څانګه د ترهګریزو سازمانونو په لېست کې شامله کړې ده.

د حزب‌الله ډلې سیاسي څانګه د لبنان په پارلمان کې څوکۍ هم لري.

خيبرپښتونخوا کې د ګوزڼ دوه نوې پېښې ثبت شوي

پاکستان کې د پوليو واکسين تطبيق
پاکستان کې د پوليو واکسين تطبيق

د خیبرپښتونخوا په لکي‌مروت او ډېره‌ اسماعیل خان ضلعو کې د ګوزڼ دوه نوې پېښې ثبت شوي دي.

د پاکستان د پولیو د مخنیوي پروګرام وايي، د دې نویو پېښو په ثبت سره په پاکستان کې سږکال د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۴۵ ته لوړ شو.

د دې پروګرام په خبره، د دې پېښو ډېر شمېر په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې ثبت شوي دي، چې د تېرکال په پرتله څو برابره ډېرې شوي دي.

د ګوزڼ دا نوې پېښې په‌داسې حال کې ثبتیږي، چې د پاکستان د روغتیايي چارواکو په خبره، پرون په‌دې هېواد کې د پنځو کلونو کم‌عمره، ۴۵ میلیونو ماشومان د پولیو ضد واکسین شول.

پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي، چې لا هم په‌کې د پولیو یا د ګوزڼ پېښې شتون لري.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG