د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۷ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۱

افغانستان کې د شیریخ تود بازار؛ صفت‌الله: زمونږه سیمې ته له بېلابېلو ولایتونو او ان له بهره هم خلک راځي


د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې شیریخ
د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې شیریخ

په افغانستان کې د هوا په ګرمېدو سره د شیریخو بازارونه هم ګرم شوي دي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې هوا ګرمه شوې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د شیریخ یو شمېر پلورونکي وايي، په دې موسم کې یې مشتریان ډېر شوي او له بېلابېلو سیمو خلک د شیریخ خوړولو ته ورځي.

د پروان ولايت په مرکز چاريکار کې د شيريخ جوړولو د دوکان مالک حسیب الله بیاني ازادي راډيو ته وویل: "موږ واړه، متوسط او ډبل شیریخونه جوړو او بېلابېلې بیې لري، وړوکی شیریخ ۵۰، متوسط ۸۰ او ډبل شیریخ ١٠٠ افغانۍ دى. زموږ کار ډېری وخت د ماسپښین له یوې بجې وروسته شروع کېږي او د شپې تر لسو بجو روان وي، موږ د نورو سیمو په پرتله نسبتا ډېر فروش لرو."

د ننګرهار د کامې ولسوالۍ شیریخ هم د افغانستان یو له مشهورو شیریخونو څخه دی.

صفت‌الله وايي: د کامې شیریخ ډېر خوندور او ځانګړی دی.

دغلته د شیریخ یو جوړونکي صفت‌الله ازادي راډيو ته وویل: "زه له تېرو شلو کلونو راهیسې په کامه کې د شیریخ کاروبار کوم، اوس چې ګرمې زیاته شوې ده د افغانستان له بېلابېلو سیمو خلک دلته راځي ان له بهرنیو هېوادونو هم افغانان راځي، د کامې شیریخ ډېر خوندور او ځانګړی دی."

په افغانستان کې اوسمهال شیریخ د خپلې پخوانۍ بڼې ترڅنګ چې په لاس به جوړېده د ماشین په وسیله هم چمتو کېږي چې د یو شمېر شیریخ خرڅونکو په خبره ډېر خوښونکي لري.

د کابل په شهر نو کې د شیریخ یو پلورنکي حاجي توفیق په ماشین د شیریخ د جوړولو په اړه ازادي راډيو ته وویل: "زموږ شيريخ د ماشین په وسیله جوړېږي، مواد یې خالصې شیدې، وطني ملايي، لاچې یا ایل، بوره، چهارمغز، او بادام دي. دا ټول په ماشین کې اچول کېږي او ګډیږي، وروسته یې په فریزر کې ږدو او بیا یې مشتریانو ته د خوراک لپاره برابروو."

د يادونې ده چې د شیریخ ځینې جوړونکي په شیریخ کې تازه مېوې هم ګډوي چې لا يې خوند پسې ښه کوي.

که څه هم په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د خلکو اقتصادي وضعیت ښه نه دی، خو د شیرخ يو شمېر خوښوونکي وايي، شیریخ سره مینه یې بېلابېلو سیمو ته بيايي.

د ننګرهار په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د شیریخ د دوکان یو کاریګر.
د ننګرهار په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د شیریخ د دوکان یو کاریګر.

د بلخ ولايت اوسېدونکى ډاکټر ميرزاد وايي، د ننګرهار کامې ولسوالۍ ته د شيرخ خوړلو لپاره تللی و.

هغه ازادي راډيو ته وويل: "زه له مزارشريف ښار څخه راغلم چې په کامه کې شيرخ وخورم، بل چا راته د دغه شیریخ د خوند وویل، زه هم راغلم دلته ډېر ښه موسم دی او خوندور شیریخ دی."

د پروان ولایت یو اوسېدونکی او د شیریخ خوښوونکى عبدالبصیر جویا وايي، په پروان سربېره سمنګان او ننګرهار ته هم د شيرخ خوړلو لپاره تللی دی.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "زه یو له هغو کسانو څخه یم چې شيريخ مې خوښېږي، که په اوونۍ کې درې یا څلور ځله نه وي نو دوه ځل خو خامخا شیریخ خوړولو ته ځم، پخوا مې ډېر خوړلو خو اوس مې اقتصادي وضعیت چندان ښه نه دی."

که څه هم شیریخ پلورونکي وايي چې کاروبار يې ښه دی او ډېر پېرېدونکي لري، خو ټينګار کوي چې د څو کلونو مخکې په پرتله يې پلور کم شوی.

دوی يې لامل د کورنیو د اقتصاد کمزوري کېدل بولي.

شیریخ یو یخ خوراک دی چې له شیدو، بورې او پېروي څخه جوړیږي او په افغانستان کې یې د اوړي په موسم کې خلک ډېر خوري.

XS
SM
MD
LG