د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۲

افغانستان

د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې د تالندې برښنا او اورښتونو اټکل شوی

ارشیف: په پروان کې د بارانونو یو انځور
ارشیف: په پروان کې د بارانونو یو انځور

د هواپېژندنې ریاست وايي، نن او سبا د سالنګونو په ګډون په نورستان، پنجشېر، پروان، بدخشان، تخار، سمنګان، بغلان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، کابل، لوګر، پکتیا او میدان وردګ کې د تالندې برښنا او اورښتونو اټکل شوی چې اندازه به یې له ۱۵ تر ۳۵ ملي مټرو پورې وي.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست نن په یوه اطلاعیه کې ویلي چې د سالنګونو په ګډون په شمالي، لوېدیځو او مرکزي ولایتونو کې د تېرو بادونو، خاورو او دوړو اټکل هم شته، چې د بادونو سرعت به په یوه ساعت کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلومترو پورې وي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د طالبانو پلاوي په دوحه کې له بیلابیلو استازو سره وکتل

د دوحې د غونډې له پیل مخکې د طالبانو د شپږ کسیز پلاوي مشر او د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان لپاره د سیمې هیوادونو له یو شمیر ځانکړو استازو سره کتلي دي.

دا خبره، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د درېیمې سیاسي څانګې مشر ذاکر جلالي نن پر خپلې ایکس پاڼې (پخواني ټویټر) کړې ده.

د جلالي په خبره، مجاهد د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت الله ایرګشوف کتلي دي.

د هغه په خبره، تمه ده چې مجاهد به د هند، عربستان، قزاقستان، برتیانیا، ناروې، اندونیزیا، نیدرلند او د ملګرو ملتونو له ځانګړو استازو سره هم لیده کاته ولري.

خو ښاغلي جلالي دا نه دی ویلي، چې په دې حاشیوي ناستو کې مجاهد له دې چارواکو سره پر کومو مسایلو خبرې کوي.

تمه ده د دوحې غونډه نن ماښام په ځايي وخت د ماښام په شپږ نیمې بجې پیل شي او دوه ورځې دوام وکړي.

یو شمېر ښځینه فعالانې: د سرمنشي له مرستیالې سره مو کتنې رد کړې

په پاکستان کې د یو شمېر افغانانو اعتراض
په پاکستان کې د یو شمېر افغانانو اعتراض

یو شمېر افغان ښځې ادعا کوي چې د جولای پر دویمه یې په دوحه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له سیاسي مرستیالې او د دوحې د درېیمې غونډې مشرې روزمري ډیکارلو سره د جلا ناستې بلنې رد کړي دي.

د تېر جمهوري حکومت د سولې مرکچي پلاوي غړې حبیبې سرابې او د هغه مهال د ښځو چارو وزارت پخوانۍ مرستیالې نبیلې مصلح دا خبره به خپلو ایکسپاڼو کړې ده.

مخکې بیا د بشري حقونو او د ښځو د حقونو یوې فعالې زبیدې اکبر هم ازادي راډیو ته ویلي وه چې د یوناما دا بلنه یې رد کړې ده.

دوی د دې بلنو د ردولو لامل په اصلي بحثونو کې د ښځو بې برخې کول یاد کړي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک مخکې ویلي وو، چې اغلې ډیکارلو به د افغان ښځو له فعالانو او استازو سره د جولای په دوهمه نېټه جلا ناسته وکړي.

په ورته وخت کې تاکل شوې، چې نن د همدې خبرې په غبرګون، په ځېنو هېوادونو کې یو شمېر مېرمنې په اعتراضونو لاس پورې کړي.

د اعتراضونو دا لړۍ له پرونه پیل شوې ده.

سهیل شاهین د دوحې په غونډه کې ګډون د خپل حکومت د مشروعیت نښه وبلله

سهیل شاهین
سهیل شاهین

د دوحې په ناسته کې د طالبانو د شپږ کسیز پلاوي غړی سهېل شاهین وايي که د دوی حکومت مشروعیت نه درلود، دوی به نه وای توانیدلی چې د دوحې په ناسته کې ګډون وکړي.


په دوحه کې د طالبانو د حکومت د سیاسي دفتر مشر سهېل شاهین دا خبره د خپل حکومت د کورني مشروعیت په اړه د یوې خبریالې د پوښتنې په ځواب کې وکړه.

ښاغلی شاهین دا خبره داسي مهال وکړه چې دی او د طالبانو د حکومت ویاند او د دې پلاوي مشر ذبیح الله مجاهد په زغرده د غونډې د تالار دباندې روان ول او نه یې غوښتل د خبریالانو پوښتنو ته ځواب ووايي.


سهیل شاهین وايي، په اجنډا کې د دوی تاکید له مخدره توکو سره پر مبارزې، او د بانکې بندیزونو پر لرې کولو دی.


تمه ده دا ناسته نن پر ځايي وخت شپږ نیمې بجې پیل شي او د پیل خبرې د ملګرو ملتونو د سرمنشي سیاسي مرستیاله روزمري ډیکارلو وکړي.


دې غونډې ته افغانې ښځې او د مدني ټولنې استازې نه دي وربلل شوي.

د دوحې غونډه د قطر په شپږ نیمې بجې پیلیږي

د دوحې د پخوانۍ غونډې سالون
د دوحې د پخوانۍ غونډې سالون

ټاکل شوې چې د دوحې غونډه نن په ځايي وخت د ماښام شپږ نیمې بجې پیل شي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د درېیمې سیاسي څانګې مشر ذاکر جلالي په خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې لیکلي چې ننۍ غونډه به پرانیستونکې وي او سبا به په دوو جلا جلا غونډو کې پر مالي او بانکي برخو، بندیزونو او خصوصي سکتور او د مخدرو موادو پر ضد د مبارزې او پرمختګ په اړه بحثونه وشي.

مخکې د د دې غونډې کوربنو، د ملګرو ملتونو چارواکو هم ویلي وو چې د غونډې په اجندا کې همدا موضوعات شامل دي.

د دوحې درېیمه ناسته نن داسې مهال پیلېږي چې په دې غونډه کې د ښځو استازو ته د برخې نه ورکولو موضوع په پراخه کچه له غبرګونونو سره مخامخ ده، پرون په دې تړاو په افغانستان او د نړۍ په څو هیوادونو کې اعتراضیه غونډې وشوي چې ویل کېږي نن به هم دوام ولري.

خو د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک ویلي چې د دغه سازمان د سرمنشي سیاسي مرستیاله روزمري ډیکارلو به د افغان ښځو له فعالانو او استازو سره د جولای په دوهمه نېټه جلا ناسته وکړي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت: تر ۱۰۰۰ ډېر بې اسناده بهرني اتباع مو ایستلي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، دوی په روان هجري قمري ( ۱۴۴۵) کال کې ۱۰۰۹بهرني اتباع چې قانوني اسناد یې نه درلودل ډیپورټ کړي دي.

دا خبره د دغه وزارت د سرحدي پولیسو ریاست نظامي مرستیال عبدالمنان حسن د طالبانو تر کنترول لاندې ملي تلویزیون ته کړې ده، خو نوموړي دا نه دي ویلي چې دا کسان د کومو هیوادونو اتباع وو، او د څه لپاره افغانستان ته راغلي وو.

د یادونې ده چې په تېرو نېږدې دریوو کلونو کې په افغانستان کې وخت په وخت د طالبانو حکومت له خو د یو شمېر بهرنیو اتباعوو د بندي کولو خبرونه هم ورکړل شوي دي.

د طالبانو حکومت د زندانونو د تنظیم ادارې چارواکو د تېر میلادي کال په اګست میاشت کې ملت ته د حساب ورکولو په نوم پروګرام کې ویلي وو، چې د پنځه ښځو په ګډون شپاړس بهرنیان د افغانستان په زندانو کې بندیان دي.

خو د دغو بندیانو د هویت او جرمونو په اړه یې جزییات نه وو ورکړي.

له سلګونو راستنو شویو زده کوونکو د سویې ازموینه واخیستل شوه

د افغانستان په دوو ولایتونو خوست او بامیان کې له ۲۳۰ تنو راستنو شویو زده کوونکو څخه د سویې د تثیبیت ازموینه اخیستل شوې ده.

د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې ملي تلویزیون د پوهنې وزارت په حواله ویلي، په دې زده کوونکو کې ماشومان او ځوانان شامل وو، چې له اووم تر يوولسم ټولګیو کې به شامل شي.

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت دا خبره داسې مهال کوي، چې مخکې تر دې له پاکستان او ایرانه یو شمېر راستنو شویو ازادي راډیو سره په خبرو کې اندېښنه څرګنده کړې وه، چې د کورنیو نجونې غړې یې له زده کړو پاتې دي.

طالبانو پر افغانستان تر بیا واکمنېدو ورسته له شپږم ټولګي پورته په ښوونځيو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او دوی یې له لوړو زده کړو هم راګرځولې دي.

په ښوونځیو کې د نجونو پر منځنیو زده کړو له بندیز تر زرو زیاتې ورځې تېرېږي.

د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه غونډه سبا پیلېږي

د ملګرو ملتونو بیرغ
د ملګرو ملتونو بیرغ

د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب د افغانستان په اړه په دوحه کې درېیمه غونډه سبا پیلېږي.

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد په مشرۍ يو پلاوى په دغه غونډه کې د ګډون لپاره نن دوحې ته رسېدلى دى.

د غونډې اصلي بحثونو ته د طالبانو وربلل او د مدني ټولنې د غړو په ځانګړې توګه افغان ښځو ته د نه بلنې له امله په دې ناستې باندې ډېرې نیوکې شوي دي.

ملګرو ملتونو ویلي چې په دې غونډه کې به د طالبانو د رژیم په رسمیت پېژندلو تمرکز ونه شي او د جولای په دویمه به د ملګرو ملتونو یو جګپوړی چارواکی له افغان ښځینه فعالانو سره د دوه ورځنۍ غونډې له پای ته رسېدو وروسته وګوري.

د ښځو یوې فعالې، زبیده اکبر د ملګرو ملتونو په یوه لنډمهاله غونډه کې د ګډون بلنه رد کړې ده.

د سمنګان-بلخ پر لویه لار ترافیکي پېښه؛ یو ماشوم مړ او شپږ نور ټپیان دي

ارشیف
ارشیف

د سمنګان-بلخ پر لویه لار په یوه ترافیکي پېښه کې د یوه ماشوم د مړینې خبر ورکړل شوی دی.

باختر ژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی نن خبر ورکړی چې په دلخکي سیمه کې د یوه باروړونکي او کرولاډوله موټر په ټکر کې د یوه ماشوم د مړینې تر څنګ ۶ نور کسان ټپیان شوي دي.

د طالبانو چارواکو ویلي چې د درېیو ټپیانو وضعیت نازک دی.

د سړکونو خرابوالی، د ترافیکي اصولو نه رعایت او تېز سرعت په افغانستان کې د اکثرو ټرافیکي پېښو اصلي عامل ګڼل کېږي.

پر افغان ښځو او نجونو د لګولو شویو محدودیتونو د لیرې کېدو غوښتنه وشوه

ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوې اعتراضیه غونډې څنډه
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوې اعتراضیه غونډې څنډه

د ښځو پر وړاندې د تبعیض له منځه وړلو لپاره د ملګرو ملتونو کمېټې له طالبانو غوښتنه کړې چې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه لیرې کړي او د هغو نړیوالو کنوانسیونونو مطابق عمل وکړي چې افغانستان یې غړی دی.

دغې کمېټې دغه څرګندونې د دوحې د درېیمې غونډې په مناسبت پرون په یوه اعلامیه کې کړې دي.

د ښځو پر وړاندې د تبعیض له منځه وړلو لپاره د ملګرو ملتونو کمېټې ویلي، دا چې د افغان ښځو د حقونو موضوع د نړۍ په سطحه له تر ټولو جدي بحرانونو ګڼل کېږي، دغه ښځې باید د دوحې د درېیمې غونډې په څېر جلسو کې فعال او معناداره حضور ولري.

د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب د دوحې درېیمه غونډه د ښځو له حضور پرته سبا او بل سبا جوړېږي چې د طالبانو د چارواکي تر څنګ د څه باندې ۲۵ هېوادونو استازي په کې جرګه کېږي.

اروپايي ټولنې له پاکستانه د افغان کډوالو د ډله‌ییز اخراج د لړۍ د درېدو غوښتنه وکړه

ارشیف: له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال
ارشیف: له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال

د اروپايي ټولنې یوه چارواکي له پاکستانه د افغان کډوالو د ډله ییز جبري اخراج د لړۍ د درېدو غوښتنه وکړه.

د منځني ختیځ، جنوبي، لوېدیځې او مرکزي اسیا لپاره د اروپايي کمېسیون مشر آنډریاس پاپاکونستانتینو پرون پر خپله ایکس­پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې یې له پاکستان څخه په جبري ډول له ایستل شویو افغان کډوالو سره کتلي دي.

هغه ویلي، اروپايي ټولنه د ناروې د کډوالۍ شورا په همکارۍ دغو راستنېدونکو ته اساسي مرستې برابروي.

له پاکستانه د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې د بې اسناده افغان کډوالو ډله ییز اخراج روان دی، ورسره له ایرانه هم د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ګړندۍ شوې ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG