د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۱

کاناډا د ایران سپاه پاسدران انقلاب ځواک د ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې شامل کړی


 د ایران سپاه پاسدران انقلاب ځواکونه
د ایران سپاه پاسدران انقلاب ځواکونه

کاناډا د ایران سپاه پاسدران انقلاب ځواک د تروریستي سازمانونو په نوملړ کې شامل کړی او له کاناډایي اتباعو یې چې که په ایران کې اوسي، غوښتي چې له هغه هېواده ووځي.

د کاناډا د عامه خوندیتوب وزیر ډومینیک لیبلانک د چهارشنبې په ورځ په اوتاوا کې د یوه ترهګر سازمان په توګه د ایران د سپاه پاسدران انقلاب ځواک د نومولو د اعلان پر مهال وویل چې د تروریستي ډلو په نوملړ کې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو د شاملولو پرېکړه، د ډېرو قوي او قانع کوونکو شواهدو پر بنسټ شوې ده.

نوموړي دغه راز سپارښتنه وکړه چې هر کاناډایي وګړی که په ایران کې وسي، له هغه هېواده دې ووځي.

لیبلانک چې په یوه خبري کنفرانس کې یې څرګندونې کولې زیاته کړه چې له ټولو امکاناتو به د دغه ځواک د تروریستي اعمالو پر وړاندې کار واخلي.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې میلني جولي په دې ګډ خبري کنفرانس کې یادونه وکړه چې اوتاوا له تهران سره ډیپلوماتیکې اړیکې څو کاله مخکې پرې کړې او له کاناډایي اتباعو یې وغوښتل چې ایران ته له سفر کولو ډډه وکړي.

هغې همداراز پر نورو چې په اوس وخت کې په ایران کې اوسي، غږ وکړ چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیره میلني جولي
د کاناډا د بهرنیو چارو وزیره میلني جولي

د کاناډا حکومت دغه اقدام وروسته له هغې کوي چې په ۲۰۲۰م کال کې په تهران کې د یوې مسافر وړونکي الوتکې د قربانیانو نژدې خپلوانو په کاناډا کې هڅې پیل کړې وې چې دغه ځواک دې چې د دغې الوتکې د راغورځېدو په پېښه کې ګرم بلل شوی، د یوه ترهګر سازمان په توګه ونوموي.

د اوکراین د نړیوال هوایي شرکت مسافروړونکې بوینګ الوتکه چې د ۲۰۲۰م کال د جنوري په اتمه د تهران له نړیوال هوایي ډګره پورته شوې او
کییف ته په لاره وه، له پورته کېدو لږ ځنډ وروسته د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک د یوه توغندي په ډزو نسکوره شوه.

د دغې الوتکې د خدمې په ګډون ټولې ۱۷۶ سپرلۍ ووژل شوې.

ویل کېږي چې د وژل شویو کسانو نیمایي کاناډایي اتباع وو.

په کاناډ کې د دغو قربانیانو د کورنیو ټولنې پرون چهارشنبې په یوه بیان کې د کاناډا د حکومت د دغې پرېکړې د هرکلي ترڅنګ له ټولو سیاسي ګوندونو، فعالانو او افرادو مننه کړې چې دغه هدف ته په رسېدو کې یې همکاري کړې ده.

ایران په لومړیو کې د الوتکې د راغورځېدو په دې پېښه کې له لاس لرلو ډډه کړې وه، خو وروسته یې ومنله چې دا مسافر وړونکې الوتکه د سپاه پاسدارن انقلاب ځواکونو په تېروتنې په توغندي ویشتلې ده.

دا هغه مهال و چې ایران په عراق کې د سپاه پاسدارن انقلاب ځواک د جګپوړي قوماندان قاسم سلیماني د وژلو د غچ اخیستو لپاره په عراق کې د امریکا د پوځ پر یوې اډې توغندي وویشتل.

اوتاوا مخکې د ایران د سپاه پاسدارن انقلاب ځواک ځواک د قدس څانګه د تروریستي ډلې په توګه په لېست کې شامله کړې وه او په ۲۰۲۲م کال کې یې د سپاه پاسدران انقلاب ځواک د غړیو په ګډون له لس زرو څخه زیات ایراني چارواکي د تل لپاره کاناډا ته له ورتلو څخه منع کړل.

د اوتاوا او تهران ترمنځ ډیپلوماتیکې اړیکې په ۲۰۱۲م کال کې پرې شوې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG