د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۴

لبنان کې د امریکا پر سفارت یوه وسله‌وال ډزې کړي؛ بریدګر په ټپي حالت کې نیول شوی


په لبنان کې د امریکا سفارت
په لبنان کې د امریکا سفارت

په لبنان کې د امریکا پر سفارت د یوه وسله‌وال له‌خوا ډزې شوي او بریدګر په ټپي حالت کې نیول شوی دی.

د لبنان پوځ وایي، د بیروت په شمالي څنډه عکار سیمه کې یې د امریکا سفارت مخې ته یو برید کوونکی له ډزو وروسته په نښه کړی او په ټپي حالت کې یې روغتون ته رسولی دی.

د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د راپور له مخې د لبنان پوځ په یوه خبرپاڼه کې بریدګر د سوریې تبعه یاد کړی دی.

تراوسه د لبنان په عکار سیمه کې د امریکا پر سفارت د نن سهار برید انګېزه نه ده معلومه، خو د لبناني رسنیو له‌خوا په خپور شویو انځورونو کې لیدل کېږي چې د بریدګر پر توررنګي واسکټ د داعش یا اسلامي دولت عبارت لیکل شوی دی.

محلي رسنیو ویلي، د امریکا سفارت مخې ته د یوه کس له‌خوا ډزو شاوخوا نیم ساعت دوام کړی دی.

د پېښې په ویډیوګانو کې ښکاري چې بریدګر د موټرو په پارکېنګ کې دی او د سفارت دروازې خواته ډزې کوي.

په لبنان کې د امریکا سفارت ویلي، په ډزو کې د دوی کارکوونکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

سفارت زیاته کړې چې لبناني سرتېرو او د دوی د سفارت امنیتي ټیم په وخت عمل کړی دی.

د لبنان پوځ دا مهال د سفارت شاوخوا سیمه کلابنده کړې ده.
د لبنان پوځ دا مهال د سفارت شاوخوا سیمه کلابنده کړې ده.

د لبنان سرپرست صدراعظم نجیب میقاتي په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دفاع وزیر او د پوځ قومندان د برید په اړه ورته معلومات ورکړي او په خبره یې جدي پلټنې یې پیل کړي دي.

د لبنان پوځ دا مهال د سفارت شاوخوا سیمه کلابنده کړې ده.

په ۱۹۸۳ کال کې په بیروت کې د امریکا پر سفارت برید وشو چې ۶۳ تنه په کې ووژل شول.

امریکایي چارواکو هغه مهال د برید پړه د ایران له ملاتړه په برخمنې وسله‌والې ډلې حزب الله واچوله.

له همغه برید وروسته د امریکا سفارت د بیروت له مرکزه، شمالي سیمې عکار ته چې عیسوي مېشته سیمه ده، ولېږدول شو.

د ۲۰۲۳م کال په سپټمبر کې هم د سفارت مخې ته یو بریدګر له ډزو وروسته ونیول شو چې هغه برید کې هم چاته زیان وانه‌وښت.

د ۲۰۲۳م کال په اکټوبر کې سلګونه مظاهره‌چیانو په لبنان کې د غزې د خلکو په ملاتړ د امریکا سفارت ته نژدې لاریون وکړ او له لبناني ځواکونو سره په نښته واوښتل.

XS
SM
MD
LG