د ایران د قدس ځواک مشر د بیتالمقدس په اړه د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر د وروستۍ پرېکړې په وړاندې د دوو فلسطیني ډلو الجهاد او عِزالدینالقسام قطعې په نوم د حماس وسلهوالې څانګې ته چې د غزې په تړانګه کې واکمنه ده، د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی.
قدس د سپاه پاسداران انقلاب ځواک هغه څانګه ده چې په بهر کې د ایران د فعالیتونو مشري کوي.
د سپاه پاسداران رسمي وېبپاڼې پرون دوشنبه راپور ورکړ چې د دې ځواک مشر جنرال قاسم سلیماني په ټيليفوني خبرو کې د دې دوو ډلو مشرانو ته د خپل ملاتړ ډاډ ورکړ.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې اسرائیلي پوځ پرون دوشنبه وویل چې له غزې څخه د اسرائیل پر خاوره څو توغندي وویشتل شول چې یو یې د اسرائیلو د توغندي د مدافعې سیستم کشف او شنډ کړ او په ځوابي اقدام کې یې د غزې په تړانګه کې د حماس پوځي مرکزونه د ټانکونو او الوتکو په وسیله په نښه کړل.
وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ډسمبر په شپږمه اعلان وکړ چې بیتالمقدس د اسرائیل د پلازمېنې په توګه په رسمیت پېژني او له تلابیب څخه د امریکا سفارت ورلېږدوي، د اسرائیل او د حماس د وسلهوالو ترمنځ د توغندیو د توغولو پر سر د پولې په اوږدو کې څو ځلې نښتې شوې دي.
د ایران د پوځ لوی درستیز جنرال محمد باقري د دوشنبې په ورځ وویل چې د بیتالمقدس په اړه د ټرمپ دغه غیر منطقي اقدام د یوې نوې انتفادې یا د فلسطینانو لهخوا د نوي پاڅون پیل انګېرل کېدای شي.
د ایران دفاع وزیر جنرال امیر خاتمي وویل، دغه اقدام به یوازې د صهیونیستي رژیم لهمنځه وړل ګړندي کړي او د مسلمانانو ترمنځ اتحاد به دوه چنده کړي.
جنرال سلیماني چې په سوریه او عراق کې یې د ایراني ځواکونو مشري کړې، وویل چې په سیمه کې د مقاومت ټولې ډلې دې ته تیارې دي چې د بیتالمقدس د الاقصا جومات چې د اسلام درېیم سپېڅلی ځای دی او دغهراز د لومړۍ او دوهمې مقبرې دفاع وکړي.
دغه ځایونه د یهودانو لپاره هم ډېر سپېڅلي دي.
د سلیماني په مشرۍ قدس ځواک چې په عراق او سوریه کې یې د اسلامي دولت سخت دریځې ډلې په وړاندې جګړه مخ ته وړي، دغهراز په سوریه کې یې د ولسمشر بشارالاسد د رژیم حیاتي ملاتړ کړی دی.
ایران تېره اوونۍ د ولسمشر ټرمپ پر دغې پرېکړې سخت انتقاد وکړل او د سختو عواقبو خبرداری یې ورکړ.
پرون دوشنبه په سیمه کې پرلهپسې پنځمه ورځ د ټرمپ د پرېکړې په وړاندې مظاهرې وشوې.
په لبنان کې د ایران ملاتړې حزبالله چې په ۲۰۰۶ میلادي کال کې یې له اسرائیل سره جګړه کړې، په بیروت کې یوه لویه مظاهره چې لسګونه زره کسانو پهکې برخه اخیستې وه، تنظیم کړې وه.
مظاهره کوونکو د اسرائیل او امریکا ضد شعارونه ورکول.
په تهران کې هم سلګونه کسانو د اسرائیل پر ضد مظاهره وکړه او د دې هېواد د لوی درستیز پر خبرې چې ټرمپ په خپلې پرېکړې سره د اسرائیل محوه کول ګړندي کړي، تأکید وکړ.
د اسرائیل لهخوا په اشغال شوې د لوېدیځې غاړې په رامالله کې لسګونه فلسطینیانو د اسرائیلي سرتېرو پر لور ډبرې وویشتې چې هغوی هم په مقابل کې له اوښکې بهوونکي ګاز او ربړي مرمیو کار واخیست.
په هبرون او غزه کې هم د اخ او ډب راپورونه ورکړل شوي دي.
د سرې میاشتې ټولنې وویل چې پرون ورځ شااوخوا ۲۷ فلسطینیان د ډزو یا ربړي مرمیو له امله ټپیان شوي دي.