د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۹

د ایران ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر خاورو ته وسپارل شول


د ایران د مړ شوي ولسمشر او نورو چارواکو مړي چې د ځانګړو تدابیرو په ترڅ کې لېږدول کېږي.
د ایران د مړ شوي ولسمشر او نورو چارواکو مړي چې د ځانګړو تدابیرو په ترڅ کې لېږدول کېږي.

د ایران ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر نن خاورو ته وسپارل شول.

د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي د جنازې د وروستۍ ورځې مراسم چې نن د مې ۲۳مه په بیرجند ښار کې پیل شوي، پای ته ورسېدل.

د رییسي جنازه لومړی د بیرجند ښار ته چې له هغه ځایه د خبرګانو مجلس ته د استازي په توګه ټاکلی شوی و، انتقال او وروسته مشهد ښار ته په الوتکه کې یوړل شو.

رییسي د ایران د مشهد ښار په امام رضا زیارت کې چې د شیعه‌وو لپاره ځانګړی اهمیت لري، خاورو ته وسپارل شو.

په دې مراسمو کې چې نن د بیرجند په ښار کې ترسره شول، ماتم کوونکو تورې جامې اغوستې وې او د ولسمشر رییسي سربېره يې د هیلیکوپټر په پېښه کې د وژل شویو کسانو انځورونه په لاسونو لېږدول.

که څه هم په دې مراسم کې په زرګونو کسانو ګډون کړی، خو داسې ښکاري چې د ګډون کوونکو شمېر نسبت نورو ورته پېښو ته کم دی.

د ازادي راډیو فردا څانګه لیکي، په دې مراسمو کې د خلکو نه ګډون د ایران د حکومت او عام خلکو ترمنځ واټن په ګوته کوي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزیر حسین امیرعبداللهیان جنازې ته چې له ولسمشر رییسي سره په یوې هیلیکوپټر کې مړ شوی و، خاورو ته له سپارل کېدو وړاندې، د ایراني چارواکو په ګډون یو شمېر بهرنیو ډپیلوماټانو په تهران کې درناوی وړاندې کړی و.

عبداللهیان د ایران په جنوب کې په ری ښار کې خاورو ته سپارل شوی دی.

پرون د ایران ستر مذهبي مشرایت‌الله علي خامنه‌یي په تهران کې د ایران د ولسمشر او نورو چارواکو د جنازي مراسم ترسره کړي وو.

د ایران رهبر د رییسي او نورو چارواکو د جنازې ادا کولو پر مهال
د ایران رهبر د رییسي او نورو چارواکو د جنازې ادا کولو پر مهال

د راپورونو پر بنسټ، د تهران اوسېدنکو د جنازي په ورځ د موبایلونو له لارې داسې پیغامونه ترلاسه کړي وو چې باید د جنازي مراسمو ته ورشي.

د رییسي د جنازې په مراسمو کې د طالب چارواکو په ګډون د پاکستان صدراعظم شهباز شریف، د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان، د عراق صدراعظم محمد شیعه السوداني، د حماس ډلې د دفتر سیاسي مشر اسماعیل هینه او یو شمېرو نورو چارواکو ګډون کړی و.

خو په دې مراسمو کې د لوېدیځو هېوادونو هېڅ مشر ګډون نه درلود.

بل پلو په دې مراسمو کې د ایران د پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد سربېره دوه نور پخواني چارواکې حسن روحاني او محمد خاتمي هم نه تر سترګو کېدل.

د ازادي راډيو فردا څانګه لیکي، د ایران د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد جودا ظریف د امیر عبداللهیان د جنازي په مراسمو کې ویلي: "عبداللهیان ډېر اخلاص درلود او د اخلاص بدله همدا وي."

ظریف له دې وړاندې په یوې تلوېزیوني خپرونه کې د هیلیکوپټرې په پېښه کې امریکا ملامته کړې وه.

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او شپږ نور چارواکي د تېرې یکشنبې په ورځ د هغوی د هیليکوپټرې د سقوط په پېښه کې مړه شول.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG