د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۰

بشري حقونو شورا او په کې د افغانستان د وضعیت ارزونه؛ د نړیوالو سپارښتنې څوک په طالبانو مني؟


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د عمومي غونډې انځور
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د عمومي غونډې انځور

په پام کې ده چې په روانه اوونۍ کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د څلورم ځل لپاره په افغانستان د بشري حقونو د وضعیت ارزونه وکړي.

ټاکل شوې چې په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په یوه غونډه کې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت ارزونه وکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا له رامنځته کېدو وروسته تراوسه درې ځلې مخکې هم د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت څېړنه او ارزونه شوې.

د دې ادارې وروستۍ ارزونه په ۲۰۱۹م کال کې، دوهمه په ۲۰۱۴م کال کې او لومړۍ هغه په ۲۰۰۹م کال کې وه.

هغه مهال به د ارزونې په غونډو کې د پخواني جمهوري نظام چارواکو او د ملي شورا غړو هم ګډون کاوه.

په څلورمه ارزونه کې به چې د دوشنبې په ورځ د غويي یا ثور میاشتې په لسمه په پام کې ده، په ژنیو کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د افغانستان د دایمي استازولۍ د چارواکو په وینا درې راپورونه د ارزونې لپاره وړاندې شي.

په ژنیو کې د افغانستان د استازولۍ مستشار او د بشري حقونو د برخې مسوول محب الله تایب تېر ماښام له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دې غونډې ته به درې سندونه د ارزونې لپاره وړاندې شي.

هغه وايي:: "هېوادونه د دې درې سندونو په اساس د افغانستان د بشري حقونو وضعیت مطالعه کوي او د دوشنبې ورځې له غرمې وروسته به د ارزونې په غونډه کې هم خپل نظریات وړاندې کړي او هم به د افغانستان لپاره هغه سپارښتنې وکړي چې د خلکو د بشري حقونو د وضعیت له ښېګڼې سره مرسته وکړي."

ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوه لاریون انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوه لاریون انځور

په دې دريیو سندونو کې لومړی، په ژنیو کې د افغانستان دایمي استازولۍ له خوا چمتو شوی ملي راپور دی، دوهم سند د بشري حقونو شورا ته د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو معلومات دي او درېیم سند د بشري حقونو د فعالو ډلو راپور دی چې وروستي دوه راپورونه به د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر یوځای کوي.

دا غونډې به د راروانې مې میاشتې تر لسمې نېټې پورې دوام وکړي.

د طالبانو حکومت تل ټینګار کوي چې په افغانستان کې د ښځو په ګډون د ټولو وګړو بشري حقونه د اسلامي اصولو په چوکاټ کې خوندي دي، خو نړیوال دا نه مني او له طالبانو پرله پسې غوښتنې کوي او حتی فشارونه راوړي چې دوی د بشري حقونو نړیوال نورمونه ومني.

په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو ډېری پرېکړې او پرېکړه لیکونه د سپارښتنو بڼه لري او تطبیق یې الزامي نه دی، په داسې یوه حالت کې به د بشري حقونو د شورا په راروانه غونډه کې د نړیوالو سپارښتنې څوک په طالبانو ومني؟

ارشیف: طالب وسله وال
ارشیف: طالب وسله وال

تایب وايي، دا سمه ده چې د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د پرېکړو په منلو مکلف نه دي، خو دی وايي چې دا سپارښتنې د طالبانو د حکومت له رسمیت پېژندنې څخه د نړیوالې ټولنې د انکار په بڼه د فشار د میکانیزمونو په توګه کار ورکولای شي.

په راروانه اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو درې کاله پوره کېږي، خو تراوسه د نړۍ هېڅ هېواد، حتی هغوی چې د طالبان دوستان بلل کېږي د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د څارونکو په باور که په افغانستان کې د بشري حقونو، په تېره د نجونو د تعلیم او لوړو زده کړو او د ښځو پر کار د محدودیتونو ستونزه حل نه شي دا امکان شته چې د طالبانو اسلامي امارت تر راتلونکو ډېرو کلونو پورې له نړیوالې رسمیت پېژندنې څخه بې برخې پاتې شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG