د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۳

افغانستان

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافېره: افغانان باید وپوهېږي چې یوازې نه دي

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو شارژدافېره کرن ډیکر
د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو شارژدافېره کرن ډیکر

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو شارژدافېره وايي چې په افغانستان کې د بدلون لپاره به له عدالت غوښتنې لاس وانه‌خلي.

کرن ډیکر په افغانستان کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کلني راپور خپرېدو ته په اشاره په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې پرون لیکلي، افغانان باید وپوهېږي چې یوازې نه دي.

هغې دغه راز لیکلي: "د بشري حقونو مدافعان زما اتلان دي."

د امریکا دغې لوړ رتبه ډیپلوماتې ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په کلني راپور کې په افغانستان کې پر ښځو د لګول شویو محدودیتونو، د ازادو رسنیو ختمولو، پر سوله‌ییزو اعتراضونو حملو او مذهبي محدودیتونو ته اشاره شوې ده.

کرن ډیکر ویلي چې هره ورځ له دغو محدودیتونو سره خپل مخالفت څرګندوي.

افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کلنی راپور چې تېره دوشنبه خپور شو، ښيي چې په ۲۰۲۳ کال کې په دې هېواد کې بشري حقونه په پراخه کچه نقض شوي او د طالبانو حکومت د افغانانو خپلسرو نیونو، شکنجې، ځورونو، اختطاف، وژنو او ان جبري کډوالۍ ته دوام ورکړی دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د طالبانو حکومت: تېرو ۳ ورځو کې ۱۵۰۰ افغان کډوال له پاکستانه هېواد ته ستانه شوي

له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنېدو یوه څنډه
له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنېدو یوه څنډه

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېرو درېیو ورځو کې له پاکستانه ۱۵۰۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه وزارت پر خپله ایکسپاڼه نن لیکلي، ۹۸ کورنۍ، چې غړي یې ۵۲۰ تنو ته رسیږي، د سپین بولدک له لارې پرون (شنبې) هېواد ته راغلي.

همداراز ۹۵۴ تنه نور د پنجشنبې او جمعې په ورځو د تورخم او سپین بولدک له لارو راستانه شوي دي.

پاکستان د تېر کال د نوومبر له لومړۍ څخه د بې اسناده کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړه چې لا هم دوام لري.

طالبان: ملا هبت الله اخندزاده د سوالګرو راټولولو او سوال کولو د مخنیوي قانون تصویب کړی

د طالبانو مشر ملاهبت الله اخندزاده
د طالبانو مشر ملاهبت الله اخندزاده

د طالبانو د عدلیې وزارت وايي چې د دې ډلې مشر ملاهبت الله اخندزاده په افغانستان کې د سوالګرو د راټولولو او د سوال کولو د مخنیوي قانون تصویب کړی دی.
دغه وزارت د شنبې په ورځ د ثور په ۲۹مه په یوه اعلامیه کې وویل چې دا قانون په درېیو فصلونو او ۲۷ مادو کې ترتیب شوی او په رسمي جریده کې خپور شوی دی.
د اعلامیې له مخې، د دغه قانون له مخې هغه کسان چې روغ وي او یا د یوې ورځې لپاره کافي خواړه ولري، له سوال کولو منع دي.
همدارنګه ویل شوي چې د سوال کولو لپاره د ماشومانو او معلولانو کارول هم منع دي.
تر دې وړاندې هم د طالبانو د مشر په امر په کابل او یو شمېر نورو ښارونو کې د سوالګرو د راټولولو لړۍ پیل شوې وه.
د تېر کال په فبرورۍ میاشت کې د طالبانو د اقتصاد وزیر ملا عبدالغني برادر دفتر اعلان وکړ چې په کابل ښار کې د ښځو او ماشومانو په ګډون تر ۲۸زره ډېر سوالګر په نښه او راټول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو درېیو کلونو کې واک ته د طالبانو له راتګ وروسته په افغانستان کې د فقر کچه لوړه شوې ده.
د ملګرو ملتونو په وینا په دغه هېواد کې شاوخوا ۲۴ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

د افغانستان ملي مقاومت جبهې په تخار کې د څلورو طالبانو د وژلو ادعا وکړه

د تالقان ښار يوه څنډه
د تالقان ښار يوه څنډه

د طالبانو یوه مخالفه وسله واله ډله ادعا کوي چې د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې د طالبانو د ځواکونو پر یوه موټر په برید کې یې څلور طالبان وژلي او دوه نور ټپیان کړي دي.

د "افغانستان د ملي مقاومت" په نامه جبهې تېره شپه په ایکسپاڼه کې ليکلي چې دا بريد پرون شنبې ماسپښين د تالقان ښار د امنيه قوماندانۍ په ۲۰ مترۍ کې وشو.

تر دې مخکې ځینو سرچینو ازادي راډيو ته د تخار ولایت په مرکز کې د یوې چاودنې خبر ورکړی و.

طالبانو تر اوسه د ملي مقاومت جبهې د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

ازادي راډیو په خپلواکه توګه دا ادعا نه شي تاییدولی.

کرکټ؛ د افغانستان ملي لوبډله ویسټ اینډیز ته ورسېده

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځينې لوبغاړي
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځينې لوبغاړي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي په شل اوریز نړیوال جام کې د ګډون په موخه ویسټ اینډیز ته ورسېدل.

د افغان کرکټ بورډ د خبر پر اساس، د لوبډلې اکثره لوبغاړي یې د کربین سېنټ کېټس او نېوېس ټاپو ته رسېدلې دي.

په خبر کې ویل شوي، لوبډله به په یاده ټاپو کې نړیوال جام ته د لا ښه چمتووالي په موخه لس ورځې تمریناتي کمپ ترسره کړي.

د لوبډلمشر راشدخان په ګډون لا هم شاوخوا ۷ افغان لوبغاړي په آی پي ایل سیالیو کې د ګډون له امله لا له لوبډلې سره نه دي یوځای شوي، خو کرکټ بورډ وايي چې ډېر ژر به ټول لوبغاړي یوځای شي.

بل لورته لوبډلمشر راشدخان بیا تر څلورو کلونو وروسته افغانستان ته په خپل سفر کې ویلي، په دې شل اوریز نړیوال جام کې به یې د لوبډلې له وړتیا ښودنې هېوادوال ډېر خوښ وي.

ټاکل شوې چې د شل اوریزو سیالیو نړیوال جام د راتلونکي جون میاشتې په ۲یمه نېټه د امریکا متحده ایالاتو او کاناډا ترمنځ پیل شي او افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د همدې میاشتې په ۴مه نېټه له یوګاندا سره ترسره کوي.

د ویلو ده چې د دې نړیوال جام تر رسمي لوبو وړاندې به افغانستان له عمان او سکاټلنډ سره د لا ښه چمتووالي په موخه دوه تمریناتي سیالۍ هم ترسره کړي.

رسنۍ: پاکستاني ځواکونو او طالبانو په اوربند موافقه کړې

د افغانستان او پاکستان یوه سرحدي څنډه
د افغانستان او پاکستان یوه سرحدي څنډه

یو شمېر پاکستاني رسنۍ وايي، په ډیورنډ کرښه د طالب ځواکونو او پاکستاني عسکرو ترمنځ له څو ورځنیو نښتو وروسته، دواړو لوریو پرون په اوربند موافقه کړې ده.

دې رسنیو لیکلي، دا هوکړه پرون په ډیورنډ کرښه د خرلاچي په سیمه کې د یوې جرګې په پایله کې شوې چې د دواړو خواوو چارواکو هم په کې برخه درلوده.

جرګې د هر ډول سوداګرۍ او ترافیکو لپاره د خرلاچي دروازې د پرانیستو وړاندیز هم کړی او ترڅنګ یې، د سه‌شنبې په ورځ د یوې بلې جرګې په رابللو هوکړه کړې ده.

د تېرې اوونۍ له وروستیو راهیسې تر شنبې ورځې د پکتیا په ځاځي اریوب، ډنډپټان او ځاځي میدان ولسوالیو کې چې په ډیورنډ کرښه پرتې دي، له پاکستاني عسکرو سره د طالبانو د ځواکونو د نښتې راپورونه ورکړل شوي دي.

په دې نښتو کې دواړو لوریو ته د مرګ‌ژوبلې راپورونه هم خپاره شوي، خو رسماً نه د طالبانو او نه هم د پاکستان حکومت په دې اړه غبرګون ښودلی دی.

د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د اورښتونو او سېلابونو اټکل شوی

څو ورخې مخکې په بغلان کې سېلابونو سلګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله واړوله.
څو ورخې مخکې په بغلان کې سېلابونو سلګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله واړوله.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې نن یکشنبه هم د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د اورښتونو او سېلابونو اټکل کړی دی.

دغې ادارې پرون په یوه اطلاعیه کې ویلي په بدخشان، بغلان، تخار، پنجشېر، نورستان، کونړ، کاپیسا، پروان، بامیان، فاریاب، جوزجان، سمنګان، غور، بادغیس، هرات او فراه کې نن د اورښتونو، تالندې برښنا او سېلابونو بهېدلو اټکل شوی دی.

په بېلابېلو ساحو کې د اورښتونو اندازه له ۱۵ تر ۳۰ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرې جمعې د سختو سېلابونو له کبله په غور کې ۵۰ او په فاریاب کې ۱۸ کسان مړه شوي دي.

د غويي یا ثور پر ۲۱مه په بغلان کې د سېلابونو له کبله تر ۳۰۰ زیات کسان مړه او د خلکو ملکیتونه سخت زیانمن شوي وو.

د ایران په یوه زندان کې څلور افغانان د اعدام لپاره یوې انفرادي خونې ته لېږدول شوي

د ایران د یوه زندان انځور
د ایران د یوه زندان انځور

د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، د یوه افغان وګړي په ګډون څلور بندیان د ایران د شېراز په مرکزي زندان کې د اعدام لپاره یوې انفرادي خونې ته لېږدول شوي دي.

دغه بنسټ پرون شنبه خبر ورکړی چې دغه څلور کسان د مخدره موادو د کاروبار یا هم د عمدي قتل په تور اعدام ته چمتو کړای شوي دي.

افغان وګړی د مخدره موادو په تور نیول شوی چې ممکن ډېر ژر له درېیو نورو بندیانو سره یوځای د اعدام حکم ورباندې تطبیق شي.

د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، په ۲۰۲۳م کال کې د ۲۰۲۲م کال پر تله د مخدره موادو په تور د اعدامونو شمېر ۸۴ فیصده زیات شوی دی.

په ۲۰۲۳م کال کې په دې تور د افغان وګړو په ګډون لږ تر لږه ۴۷۱ کسان په ایران کې اعدام شوي، خو په ۲۰۲۲م کال کې یې شمېر ۲۵۶ و.

په ایران کې د محاکمو پر جریان د بشري حقونو ملاتړو ډلو انتقاد کړی، چې په وینا یې شفافیت په کې کم دی.

د بغلان پر ۳۰۰۰ سېلاب ځپلو خواړه ویشل شوي

د بغلان یوه سېلاب ځپلې سیمه کې بېځایه شوې کورنۍ
د بغلان یوه سېلاب ځپلې سیمه کې بېځایه شوې کورنۍ

افغاني سرې میاشتې ټولنې د بغلان ولایت په بُرکې ولسوالۍ کې پر ۳۰۰۰ سېلاب ځپلو کسانو د خوړو د مرستو د وېش خبر ورکړ.

دغې ادارې پرون په یوه اعلامیه کې لیکلي چې د غرمې دغه پاخه کړي خواړه د کرکټ د مشهور لوبغاړي راشد خان او د افغان مسلم هندز خیریه بنسټ په مالي ملاتړ برابر شوي وو.

په بغلان کې د غويي یا ثور میاشتې د ۲۱مې نېټې ویجاړوونکو سېلابونو تر ۳۰۰ زیات کسان مړه او په زرګونو کورونه یا بشپړ یا څه ناڅه تخریب کړل.

په بغلان کې سېلابو ځپلیو پرون ازادۍ راډیو سره په خبرو کې شکایت وکړ چې تر یوې اوونۍ د زیاتې مودې له تېرېدو وروسته هم لازمه مرسته نه ده ورسره شوې.

بدخشان کې سېلابونو د ۱۰ ولسواليو لارې تړلي

د بدخشان یوه څنډه
د بدخشان یوه څنډه

د بدخشان له مرکز فیض اباد ښار سره د دغه ولایت د لسو ولسوالیو د تګ راتګ لارې نن تړل شوې دي.

د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې باختر آژانس خبر ورکړ چې د فيض آباد – بهارک لويه لاره، چې له فيض آباد سره لس ولسوالۍ نښلوي د ترافيکو پرمخ بنده شوې ده.

باختر اژانس د بدخشان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس ذبيح الله اميري پر اساس وویل، چې سېلونه د دې لارې د بنديدو سبب شوي دي.

په افغانستان کې وروستیو سېلونو په ځانګړي ډول په بغلان او غور ولایتونو کې سلګونه کسان مړه او ټپیان کړي دي.

سرچینې: تخار کې پر طالبانو چاودنه شوې ده

د افغانستان په نقشه کې تخار ولایت
د افغانستان په نقشه کې تخار ولایت

د تخار ولایت سیمه ییزو سرچینو ویلي چې نن ماسپښین په تالقان کې چاودنه شوې ده.

ځینې سرچینې وايي چې په یوه موټرسایکل کې نصب شوی ماین چاودلی دی.

خو ځينو نورو سرچينو ويلي چې چاودنه د طالبانو په موټر کې د مقناطسي بم په نتیجه کې شوې ده.

د تخار ولایت سیمه ییزو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او ویل کېږي چې له چاودنې وروسته طالبانو د تخار امنیه قوماندانۍ ته غځېدلې لارې تړلې دي.

تر اوسه د دې چاودنې مسوولیت چا منلی نه دی او نه هم د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه څه ویل شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG