د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۰

یو شمېر خیاطان او ټوکر پلورونکي: اختر ته ډېرو خلکو جامې ونه کړې، بازار ښه نه دی


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

يو شمېر خياطان او ټوکر پلورونکي وايي، سږ کال يې کاروبار کم‌رنګه او د تېرو کلونو په څېر ښه نه‌دی.

خياطان وايي، له یوې خوا د خلکو اقتصاد کمزوری دی او له بلې خوا د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د دوی ډېری مشتریان له هېواده وتلي دي.

یاقوت شاه چې د کابل ښار په پنځمه ناحيه کې د خياطۍ دکان لري، وايي سږ کال يې کاروبار د پخوا په څېر ښه نه‌دى او د خلکو له خوا د کاليو ګنډلو فرمايشونه کم شوي دي.

ياقوت شاه ازادي راډيو ته وويل:

"د جمهوريت پر مهال به، کله چې اختر راورسېد، موږ ته به د ۸۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ جوړه کاليو فرمایشونه وو، اوس مو تر پنځوس سلنې زیات مشتريان له لاسه ورکړي دي. لامل یې د خلکو د اقتصادي کچې ټيټوالی او د طالبانو له راتګ وروسته نورو هېوادونو ته زموږ د مشتریانو تلل دي."

سهراب چې په کابل کې د ښځينه جامو ګنډونکی دی، هم ورته شکایت لري:

"مخکې چې به اختر ته يوه اوونۍ يا لس ورځې پاتې وې، موږ به کالي د ګنډلو لپاره نه اخيستل، خو اوس له مشتریانو کار اخلو. په جمهوري نظام کې به د اختر په رارسېدو سره موږ د شپې هم کار کاوه، خو اوس د شپې کار نه کوو."

له ارشیفه د یوې خیاطۍ مخکینی تصویر؛ هغه مهال یې کاروبار ښه و
له ارشیفه د یوې خیاطۍ مخکینی تصویر؛ هغه مهال یې کاروبار ښه و

د خیاطانو د کاروبار د کمېدو په اړه د شکایتونو تر څنګ داسې ښکاري چې د ټوکر پلورونکو بازار هم پخوانی نه دی پاتې.

په تخار ولایت کې يو ټوکر پلورونکي نصرت‌الله ازادي راډيو ته وویل، خلک نه‌شي کولای د پخوا په څېر ګران بیه ټوکر واخلي:

"دلته خلک ګران بيه ټوکر نه اخلي، يوازې هغه ټوکر اخلي چې بيه يې له ۱۰۰ څخه تر ۱۴۰ افغانيو پورې وي. په داسې حال کې، چې پخوا به خلکو هغه ټوکر چې د يوه متر بيه ٣٠٠ افغانۍ وه، اخيسته، خو اوس يې نه‌شي اخيستلاى."

خياطان او ټوکر پلورونکي د خپل کاروبار له کمښت داسې مهال شکايت کوي، چې يو شمېر خلک وايي، اوس ښه اقتصاد نه‌لري او له همدې امله نه‌غواړي چې د ځان او د کورنۍ د غړو لپاره کالي جوړ کړي.

د کابل ښار د احمد شاه بابا مېنې سیمې یوه هټیوال عبدالمالک ازادي راډیو ته وویل:

"دې اختر کې یې د خپلې کورنۍ غړو ته کالي نه‌دي چمتو کړي، ځکه چې اقتصاد مې کمزوری دی او کاروبار مې ښه نه‌دی، له همدې امله مو کالي نه‌دي تیار کړي، مخکې کاروبار ښه و او بازارونه هم تاوده وو، خو اوس نه‌دي."

افغانستان کې کوچني اختر ته داسې مهال لږې ورځې پاتې دي چې ډېر خلک د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو وس هم نه لري
افغانستان کې کوچني اختر ته داسې مهال لږې ورځې پاتې دي چې ډېر خلک د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو وس هم نه لري

د ننګرهار ولايت اوسېدونکى عبدالله هم وايي چې بې‌کاره دی او له همدې امله يې د اختر لپاره کالي نه‌دي جوړ کړي:

"ما سږ کال د اختر لپاره کالي او څپلۍ نه‌دي اخیستي، په تېرو دوو کلونو کې د بې‌کارۍ کچه لوړه شوې ده، له همدې امله مو کالي نه‌دي اخیستي، پخوا به مو د اختر لپاره جامې اخیستې، خو اوس نه‌شو کولای."

په افغانستان کې د خلکو د خوښیو له ډلې یو هم د اختر ورځې بلل کېږي، هر کال د اختر په نږدې کېدو سره د نورو تیاریو ترڅنګ د کورنیو مشران د ځان او د کورنۍ د غړو لپاره نوې کالي جوړوي، خو داسې ښکاري چې په تېرو څو کلونو کې ډېرو کورنیو دغه توان له لاسه ورکړی او اختر د چمتووالي له نيولو او نویو جامو جوړولو پرته تېروي.

دا اندېښنې او شکایتونه په‌داسې حال کې راپورته کېږي چې د نړیوالو سازمانونو د راپورونو له‌مخې، په افغانستان کې د طالبانو د نږدې درې کلنې واکمنۍ په موده کې د بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ کچه په بې‌ساري ډول لوړه شوې ده.

د ملګرو ملتونو د شمېرو پر بنسټ، دا مهال په افغانستان کې نږدې ۲۴ میلیونه وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG