د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۱

په کندهار کې د بې سرپرسته ماشومانو د روزنې لپاره هڅې پیل شوي


ارشیف: په کندهار کې یو شمېر یتیمان او بې سرپرسته ماشومان
ارشیف: په کندهار کې یو شمېر یتیمان او بې سرپرسته ماشومان

په کندهار ولایت کې د بې سرپرسته ماشومانو د روزنې لپاره هڅې پیل شوي دي.

افغانستان کې جګړو، بې‌وزلۍ او نورو ستونزو ګڼ ماشومان بې سرپرسته کړي چې ډېری یې د ښارونو په لارو کوڅو په خیرات ټولولو او یا درنو کارونو بوخت دي.

په کندهار کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولان وایي، ټول هغه بې سرپرسته او یتیم ماشومان يي له ښار څخه راټول کړي چې مخکې به يې خیرات ټولوه او یا بې سرنوشته ګرځېدل.

د دوی په وینا، د دغه ماشومانو روزنه د سویلي زون لپاره د بې سرپرسته ماشومان په دارالیتام کېږي چې د نورو ولایتونو په شمول د بې سرپرسته ماشومانو شمېر ۳۵۰ ته رسېږي.

خو ویل کېږي چې په کندهار او سویلي زون کې د بې سرپرسته او بې‌وزلو ماشومانو شمېر زرګونو ته رسېږي او حکومتي ادارې باید د دې ماشومانو د ملاتړ او روزنې لپاره تر دې پراخ او لوی پروګرامونه عملي کړي.

نور حال د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:21 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG