د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۰۸

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو پر ادارې د اسراییل تورونه او غزه کې یې پر فعالیتونو بندیز

دغې ادارې فلسطیني کډوالو سره د مرستې په برخه کې مهم رول درلود
دغې ادارې فلسطیني کډوالو سره د مرستې په برخه کې مهم رول درلود

د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر اسراییل کاتس نن په ایکسپاڼه( پخواني ټویټر) کې لیکلي دي چې هېواد به یې د غزې له جګړې وروسته هلته د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې( یو این روا) فعالیتونه ودروي.

اسراییل د دې ادارې یو شمېر کارکوونکي تورن کړې دي چې د اکتوبر په اوومه یې پر اسراییل د حماس په حمله کې لاس درلود.

د دې برید له امله د اسراییل دننه شاوخوا دولس سوه کسان ووژل شول او وسله والو نژدې دوه سوه څلوېښت اسراییلیان برمته کړل.

د اسراییل تر تور وروسته د امریکا متحد ایالتونو د جمعې په ورځ وویل چې تر هغو به د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له ادارې سره د دوی مرستې بندې وي چې دا پېښه سمه څېړل کیږي.

د اروپایي ټولنې په استازیتوب بیا پرون د دې ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزیپ بوریل وویل چې اروپایي ټولنه به دا مساله وارزوي او بیا به خپله پرېکړه اعلان کړي.

د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزیپ بوریل
د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزیپ بوریل

نن د دې ټولنې مهم غړي هېواد، ایټالیا اعلان وکړ چې د فلسطیني کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ( یو این روا) پر ادارې به مرستې بندې کړي.

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو تاجاني په ایکسپاڼه( پخواني ټویټر) کې لیکلي دي چې د ایټالیا حکومت پر ( یو این روا) خپلې مرستې ودرولې.

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر دا خبره هم کړې ده چې د هېواد مرستې به یې له فلسطنیانو سره روانې وي او د اسراییل د امنیت حمایت به هم کوي.

د اکتوبر د اوومې نېټې تر حملو وروسته اسراییلي ځواکونو د غزې پر تړانګې د ځمکې، هوا او اوبو له لارې بریدونه پیل کړل.

په غزه کې د فلسطینیانو د روغتیا وزارت نن خبر ورکړ چې د دې بریدونو له پيله تر اوسه لږ تر لږه شپږ ویشت زره دوه سوه اووه پنځوس فلسطنیان وژل شوي او څلور شپيته زره اووه سوه اووه نوي نور ټپیان شوې دي.

د فلسطیني کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو اداره وایي چې د خپلو څو تنو هغو کارکوونکو په اړه یې تحقیقات پیل کړې دي چې تور پرې پورې شوی دی چې پر اسراییل یې د اکتوبر د اوومې نېټې په بریدونو کې لاس درلود.

دې ادارې پرون دا خبر هم ورکړ چې له دې مشکوکو کارکوونکو سره یې اړیکي پرې شوې دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG