د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۷ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۶

د ناکامورا د نیمګړو پروژو د دوام لپاره افغانستان ته د یوه جاپاني انجینر سفر


نوریو اووا - د جاپان متقاعد انجینر چې اوس افغانستان ته راغلی
نوریو اووا - د جاپان متقاعد انجینر چې اوس افغانستان ته راغلی

نوریو اووا د ناکامورا پر نېمګړې لاره، ډاکټر تیتسو ناکامورا مشهور په کاکا مراد چې د خپلو بشري فعالیتونو له امله د افغانانو په زړونو کې ځانګړی ځای لري.

یو شمېر جاپاني رسنیو راپور ورکړی چې د نوریو اووا په نوم یو متقاعد جاپاني انجنیر د تیتسو ناکامورا بشري فعالیتونو ته د دوام ورکولو او د هغه د نیمګړو پروژو د بیا پیلولو لپاره د افغانستان ختیځ ته سفر کړی دی.

جاپاني رسنۍ "اساهي شيمبون" پرون (شنبه، د دسمبر په ۲۳ مه) په خپل یو راپور ویلي، چې دغه ۷۳ کلن انجینر د روان کال په سپټمبر میاشت کې د افغانستان ختیځ ته تللی و.

دغه جاپاني رسنۍ د اووا په حواله لیکلي:

"موږ به خپلې تجربې له کورنیو متخصصینو سره شریکې کړو او ورنه به بشپړه ګټه واخلو، که څه هم موږ د ډاکټر سره د پرتلې نه یو. د ناکامورا د عمل کولو او نورو سره د مینې کولو د وړتیا له مخې."

د ننګرهاره ولايت لپاره د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور رياست د مطبوعاتو آمر قريشي بدلون هم دا خبره تاییدوي خو وايي اووا لا کابل کې دی او ننګرهار ته نه دی رسېدلی.

هغه زیاتوي:

"د داکټر تیتسوناکامورا د نيمګړو پروژو د کارونو د پشپړولو لپاره له چاپان نه د دوى يو استازى راغلى، مرکز کابل ته راغلي خو دوى لا ننګرهار ته نه دی راغلی، امېد شته چې په ٢٠٢٤ کال کې دوى په دغو پروژو باندې کارونه پيل کړي او دغه پروژې پشپړې کړي."

د پې ایم اس په نوم د جاپانۍ خیریه موسسې مشر ډاکټر تیتسو ناکامورا مشهور په کاکا مراد د ۲۰۱۹ زېږدیز کال د دسمبر په څلورمه نېټه د افغانستان په ختیځ جلال اباد کې د نامعلومو وسله والو په برید کې ټپي او بیا یې د سختو ټپیونو له امله ساه ورکړه.

پر ناکامورا او افغان همکارانو یې د مرګوني برید سیمه
پر ناکامورا او افغان همکارانو یې د مرګوني برید سیمه

په دغه پیښه کې د ناکامورا پنځه نور افغان همکاران هم ووژل شول .

دغه جاپاني ډاکټر چې په ۲۰۰۸ میلادي کال کې افغانستان ته راغلی وو ، د کرنې او اوبو لګولو د پراختیایې پروژو مسولیت درلود.

طالبان چې دا مهال په افغانستان واکمن دي، هغه مهال یې ویلي وو چې نوموړی دوی نه دی وژلی او بل چا یې هم د وژنې مسوولیت ونه مانه، خو هغه مهال د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د ناکامورا د وژنې په پېښه کې د دوو مشکوکو کسانو د نیولو خبر ورکړی و.

مخکې د نوموړي لور هم ویلي وو چې افغانستان ته ځي، خپله کورنۍ هم ورسره بیایي، خو امنیتي شرایطو ته ګوري.

په ننګرهار کې د ډاکټر ناکامورا د پروژو او پلانونو مشر ډاکټر ديدار ازادي راډيو ته وويل، د ډاکټر ناکامورا پروژې د ختيځ زون او ټول هېواد لپاره ګټورې وې:

دیدار زیاتوي:

"د داکټر صاحب ناکامورا پلانونه داسې وو چې د کرنې په بر خه کې په ځانګړې توګه د اوبو لګونې په برخه کې خلکو ته کمک کوه په همدې خاطر انجينیر صاحب اوا راغلى او او د دغو پلانونو د عملي کولو په نيت له مونږ سره همکارى کوي"

هم مهاله، د ننګرهار يو شمېر اوسېدونکي د وژل شوي جاپاني ډاکټر تیتسو ناکامورا پروژې اساسي او حياتي بولي او دا چې د هغه نيمګړې پروژې تعقیبېږي، دوی ورته خوښ دي.

د ننګرهار اسېدونکي راحت ګل زيارمل ازادي راډيو ته وويل:

"ده د اوبو مديريت درک کړی و او د اوبو د مديريت برخه کې يې کار کاوه، د ننګرهار د دښتو خړوبولو غم ورسره و او هم يې خلکو ته د پاکو اوبو رسولو برخه کې کار کاوه، د ډاکټر ناکامورا څو پروژې چې د کونړ پر سېند ابادې وې تر اوسه شنې دي او په زرګونه هکتاره ځمکه يې خړوبه کړې ده، د ده د کارونو ګټه تقريباً يو ميليون کسانو ته رسيږي."

د ډاکټر تیتسو ناکامورا نوموړي تر ټولو لويه پروژه ننګرهار کې د کونړ له سېند بېلې شوې اوبه دي چې د کونړ او ننګرهار دښتې يې پرې خړوب کړي او زرګونه جريبه ځمکه يې اباده کړې چې د سيمې د خلکو په خبره شاوخوا يو ميليون خلک ترې ګټه اخلي.

تیتسو ناکامورا ته د هغه د بیارغونې کارونو ته په درناوي د افغانستان افتخاري تابعیت هم ورکړل شوی و.

XS
SM
MD
LG