د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۴

هند کاناډا ته؛ ۴۱ ډیپلوماتان مو زموږ له خاورې وباسئ


د هند ملي بیرغ
د هند ملي بیرغ

هند له کاناډا غوښتي چې په دې هیواد کې خپل ډپیلوماټیک پرسونل نیمایي ته راکم کړي.

فایننشال ټایمز د سه شبنې په ورځ راپور ورکړی چې هند کاناډا ته ویلي، څو خپل ۴۱ ډیپلوماتان د اکتوبر تر لسمې له دې هیواده وباسي.

هند دا غوښتنه وروسته له هغې کړې، چې د کاناډا صدراعظم جیستین ترودو په ښکاره د یو بیلتون غوښتونکي سیک په وژنه کې هندي جاسوسان ښکېل وبلل.

دغه سیک بیلتون غوښتونکی چې هردیب سینګ نیجر نومیده،د جون میاشتې په ۱۸ مه د وینکوور په ښارګوټي کې د سیکانو له یوه معبد څخه د باندې د نامعلومو وسله والو په ډزو ووژل شو.

هند درې کاله وړاندې هردیب سینګ نیجر ترهګر بللی و.

فایننشال ټایمز وایي هند ګواښ کړی، که دا کاناډايي ډیپلوماتان د اکتوبر تر لسمې وروسته په هند کې پاتې شي دوی به يې مصونیت لغوه کړي.

د ورځپانې په خبره، کاناډا په هند ۶۲ ډیپلوماتان لري چې له دې ډلې ۴۱ باید بیرته خپل هېواد ته ستانه شي.

په کانډا کې سیک اعتراض کوونکي
په کانډا کې سیک اعتراض کوونکي

له دې پیښې وروسته، کاناډا له هند سره هغه سوداګریز ماموریت هم وځنډوه، چې مشري ېې د سوادګرۍ وزیرې مریم نګ کوله.

دې وزارت د سپټمبر پر ۱۵ مه وویل، کاناډا پریکړه وکړه چې د دې ماموریت خبرې د هردیب سینک د وژل کیدو په اړه د اندېښنو له امله وځنډوي.

د کاناډا صدارعظم ترودو د سپټمبر په ۱۸ مه پارلمان ته په وینا کې ویلي وو، په فعالانه توګه د اعتبار ور هغه تورونه تعقیبوي چې د نیجر په وژنه کې د هند د حکومت د جاسوسانو سره تړاو لري.

هند بیا د سپټمبر په ۱۹ مه د ترودو ادعا بې "بنسټه" وبلله او له دې وروسته دواړو هیوادونو له خپل هیواده ډیپلوماتان وشړل.

هند د سپټمبر په شلمه له خپلو اتباع غوښتنه وکړه، چې کاناډا ته په تګ کې احتیاط وکړي.

یو شمیر نورو هیوادنو لکه: امریکا، سترالیا او انګلستان دې مسلې ته انديښنه څرګنده کړې وه.

د هند صدارعظم د سپټمبر په لسمه په نوی ډیلي کې د جي شل د سرمشریزې د ناستې په څنډه کې د کاناډا صدارعظم ته د سیکانو د بیلتون غوښتونکو د لاریونونو په اړه خپلې انديښنې رسولې وې.

XS
SM
MD
LG