د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۰

په هند کې نړیوالې لوبې؛ افغان کرکټ لوبډله ور رسیدلې


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي - ارشیف
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي - ارشیف

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۳ کال په نړیوالو لوبو کې د ګډون لپاره هند ته رسیدلې.

کرکټ بورډ پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې افغان لوبډله تېره شپه د هند کیرالا ایالت تریوندرم ښارته رسیدلې.

د خبرپاڼې له مخې، افغان لوبډله به خپله لومړنۍ تمریناتي لوبه د راتلونکې جمعې په ورځ له جنوبي افریقا سره ترسره کړي.

د افغانستان دوهمه تمریناتي لوبه د راتلونکې سې شنبې په ورځ له سریلانکا سره پلان شوې ده.

د کرکټ د نړیوالو سیالیو لومړنۍ لوبه د اکتوبرپه پنځمه د انګلستان او نیوزیلنډ د ټیمونو ترمنځ ده.

په دې سیالیو کې د افغانستان لومړنۍ لوبه د اکتوبرپه اومه له بنګله دیش سره ده.

د نړۍ لس غوره ټیمونو په دې لوبو کې ګډون کړی دی.

XS
SM
MD
LG