د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۹

له ارزګان پرته نن ټول افغانستان کې ماشومانو ته د ګوزڼ یا پولیو واکسین پیلیږي


د پولیو واکسین یوه څنډه - ارشیف
د پولیو واکسین یوه څنډه - ارشیف

نن دوشنبې د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې ماشومانو ته د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین ورکولو کمپاین پیلیږي.

په افغانستان کې د یونېسف د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام د عامه اړیکو مسوول سید کمال شاه سید تېره ورځ ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې له ارزګان ولایت پرته په نورو ولایتونو کې به دغه څلورورځني کمپاین ترپنجشنبې پورې دوام وکړي.

نوموړي وویل:

" په افغانستان کې د پولیو واکسین سرتاسري کمپاین به د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې تطبیق شي او د دې کمپاین په ترڅ کې ترپنځو کلونو کمعره شاوخوا یولس ملیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړل شي."

ښاغلي سید په دې اړه چې د پولیو دغه کمپاین ولې له نورو ولایتونو سره په یوه وخت په ارزګان ولایت کې نه پیلیږي، وویل چې په دې ولایت کې د تیرې میاشتې د پولیو د واکسین کمپاین هم د ښو تیاریو پخاطر په ځنډ پیل شوی اود دو کمپاینونو ترمنځ مناسبې وقفې ته پام به بل کمپاین هم په ځنډ په دې ولایت کې تطبیق شي.

د یونېسف د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام د عامه اړیکو مسوول سید کمال شاه سید دغه راز وویل، چې د دغه کمپاین په ترڅ کې د شپږمیاشتنیو او پنځو کلونو ترمنځ ماشومانو ته د ناروغیو په وړاندې د بدن د مقاومت د زیاتوالي لپاره ویټامین A هم ورکول کیږي.

د پولیو فري افغانستان (Polio Free Afghanistan) په نوم بنسټ هم پرون یکشنبې په خپل ویبسایټ کې د پولیو د واکسین د دغه کمپاین د پیلیدو د خبر ترڅنګ له افغان کورنیو غوښتنه کړې چې خپل ټول له پنځوکلونو کمعمره ماشومان د ګوزڼ په وړاندې واکسین کړي.

په افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین دغه کمپاین داسې مهال پیلیږي چې سږمیلادي کال په دې هیواد کې د پولیو یا ګوزڼ پنځه مثبتې پېښې شوي دي.

د افغانستان په نقشه کې ننګرهار ولایت
د افغانستان په نقشه کې ننګرهار ولایت

ټولې دغه پیښې د روان کال په پسرلي کې د ننګرهار ولایت په پنځو ولسوالیو بټي کوټ، کوټ، نازیان، بهسود او دور بابا کې د شاوخوا یوې میاشتې په موده کې ثبت شوې دي.

په ننګرهارکې د پولیو د پرله پسې مثبتو پیښو له ثبتیدو سره د دې خطرورکړل شوی و،چې ښایي دغه وایروس په چټکۍ نورو ولایتونو ته هم سرایت وکړي.

د روغتیا نړیوال سازمان او د ماشومانو د ملاتړادارې یونیسف د افغانستان په یوشمیرنورو سیمو کې په چاپریال کې د پولیو د مثبت وایروس د موجودیت خبرهم ورکړی خو د څو میاشتو په تیریدو سره تراوسه د پولیو د کومې بلې مثبتې پیښې خبرندی ورکړل شوی.

د یونیسف د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام د عامه اړیکو مسول سید کمال شاه سید یې د مخنیوي یودلیل دا بولي چې د ده خبره د پولیو وروستي کمپاینونه په اغیزمن ډول تطبیق شوي دي.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي، چې تراوسه پکې د پولیو وایروس د ماشومانو ژوند ګواښي.

د روغتیا پالانو په وینا پوليو يوه ويروسي ناروغي ده، چې درملنه نه ‌لري او يوازې واکسين کولاى شي چې ماشومان له دغې فلج کونکې ناروغۍ څخه وژغوري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG