په لیبیا کې د وروستیو اورښتونو او توپانونو په نتیجه کې د مړو شمېر تر ۱۱زرو واوښت.
په لیبیا کې چارواکو نن جمعه ختیځ ښار درنا ته د ملکیانو د ننوتلو مخه ډب کړه، څو د پلټنې ډلو ته زمینه برابره شي چې تر نړېدو ودانیو لاندې او خټو کې په ۱۰زره تري تم شویو کسانو پسې د لټون عملیات پرمخ بوځي.
د اسوشېټېډپریس خبري اژانس د راپور له مخې، د لیبیا سرې میاشتې ټولنې پرون پنجشنبه ویلي، په درنا کې په دغو اورښتونو او توپان کې د مړو شمېر ۱۱زره ۳۰۰ ته ورسېد.
ویل شوي په درنه کې ۱۰زره نور کسان تري تم شوي او د دانیل په نوم توفان ۱۷۰ نور کسان د لیبیا په نورو برخو کې مړه کړي دي.
د تېرې دوشنبې پر سهار دا طبیعي افت وروسته له هغې پېښ شو، چې تر سختو اورښتونو وروسته د مدیترانې سمندرګي په څنګ کې د پراته ښار درنه د اوبو دوه بندونه ونړېدل، چې د توفان شدت یې خورا زیات کړ.
په لیبیا کې چې په تېلو غني دی، له ۲۰۱۴م کال راهیسې د سیالو حکومتونو ترمنځ کړکېچ روان دی.
یو یې د دغه هېواد پر ختیځ او بل یې د پلازمېنې طرابلس په ګډون د لیبیا پر لوېدیځ واکمن دی.
که څه هم دواړو حکومتونو په ۲۰۲۰م کال کې د اوربند موافقه لاسلیک کړې، خو د دوی ترمنځ بیا هم رقابت دوام لري.
د لیبیا په ختیځ کې د امبولانس او عاجلو خدماتو ادارې عمومي مشر سلام الفرقاني پرون ناوخته ویلي، درنا ښار له خلکو تخلیه شوی او یوازې د ژغورنې ډلې ورته د داخلېدو اجازه لري.
دغه طبیعي افت د سیالو حکومتونو ترمنځ یوه کمساري اتحاد ته زمینه برابره کړې، حکومتي ادارو په اغېزمنو شویو سیمو کې د مرستو لپاره مټې رانغاړلې دي.
پر درنه ښار د ختیځ هغه حکومت واکمن دی، چې پیاوړی پوځي قوماندان خلیفه حفتر یې ملاتړ کوي.
د مرستو لومړي کاروانونه د سې شنبې ماښام توفان ځپلو سیمو ته ورسېدل او څرنګه چې ګڼ پلونه نړېدلي، د مرستو رسونې چارې یې ټکنۍ کړې دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان نن جمعه ویلي چې د لیبیا په شمال ختیځ کې د وروستي توفان له کبله څه باندې ۳۸زره ۶۴۰ کسان له خپلو اصلي مېنو بېځایه شوي دي.
د دې تر څنګ د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، نن جمعه د سویس له جنیوا څخه د لیبیا بنغازي ته هغه الوتکه روانه شوه، چې د مړو لپاره ۵۰۰۰ خلطې په کې بار وې.