د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۰:۰۲

نړۍ

د لیبیا چارواکي: د وروستیو سېلابونو له کبله ۱۰زره کسان ورک شوي

د اوبو د بندونو د نړېدو له امله د درنې ښار تر ټولو زیات زیانمن شوی دی.
د اوبو د بندونو د نړېدو له امله د درنې ښار تر ټولو زیات زیانمن شوی دی.

د لیبیا چارواکو په دغه هېواد کې په وروستیو سېلابونو کې د ورکو شویو کسانو شمېر لس زره تنه اعلان کړ.

د درنې ویجاړ شوي ښار اوسېدونکي پرون د خپلو ورکو شویو خپلوانو په لټه کې وو.

د دغو سېلابونو په پایله کې تر اوسه د ۵۱۰۰ کسانو د وژل کېدو تایید شوی، خو وېره ده چې د تلفاتو شمېر به زیات شي.

په مدیترانې کې د تېرې یکشنبې په شپه توپان د لیبیا په ختیځو برخو کې د سختو سېلابونو لامل شو.

د اوبو د بندونو د نړېدو له امله د درنې ښار تر ټولو زیات زیانمن شوی دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د امریکا د خزانې وزارت له خوا د ایران په هوايي شرکتونو تازه بندیزونه

ماهان الوتکه په حدیده هوايي ډګر کې - عکس پخوانی دی
ماهان الوتکه په حدیده هوايي ډګر کې - عکس پخوانی دی

د امریکا د خزانې وزارت د ایران پر ۲۷ هوايي شرکتونو بندیزونه اعلان کړل.

دغه وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د ایران دغو سوداګریزو هوايي شرکتونو له ډېره وخته د ایراني رژیم ملاتړ کړی او د ایران سپاه پاسداران د وسلو او پرسونل د انتقال لپاره له دغو هوايي شرکتونو کار اخیستی.

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنټ هم ویلي چې د دغو بندیزونو په اساس که ایرانۍ الوتکې په کوم هوايي ډګر کې کیني څوک تیل یا نور خدمات نه شي ورته وړاندې کولی که نه نو له ډالري سیسټم به لرې شي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان غبرګون ښوولی او ویلي یې دي چې د دې اقدام په وړاندې به مقاومت وکړي.

د امریکا له خوا د ایران په هوايي شرکتونو تر تازه بندیزونو وروسته په ځینو هېوادونو کې د ایران د هوایي شرکتونو د الوتنو د کمېدو راپور ورکړل شوی.

د ترکیې په مانیسا کې یوه بریدګر ۱۱ زده کوونکي په ډزو سره ټپیان کړي

د ترکیې د مانیسا یو ښوونځی چې ډزې پکې شوي
د ترکیې د مانیسا یو ښوونځی چې ډزې پکې شوي

په ترکیه کې د یوه ښوونځي مخته په ډزو کې لږ تر لږه ۱۱ زده کوونکي ټپيان شوي.

دا پېښه نن سهار د مانیسا ولایت په تورګوتلو سیمه کې شوې.

له ټپي زده کوونکو د دوو حالت نازک ښودل شوی.

ترکي چارواکو بریدګر د ښوونځي یو زده کوونکی بللی چې له سیمې تښتېدلی دی.

پولیس د بریدګر په لټه کې دي او د ښوونځي په شاوخوا کې امنیتي تدابیر سخت شوي دي.

واشنګټن د جرمونو پر نړیوالې محکمې د پراخو بندیزونو لپاره چمتووالی نیولی

د جرمونو نړیواله محکمه
د جرمونو نړیواله محکمه

د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ ادارې د جرمونو پر نړیوالې محکمې د پراخو بندیزونو لپاره چمتووالی نیولی دی.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې دوو باخبره سرچینو ویلي چې د بندیزونو طرحه چمتو شوې، خو د اعلان کره وخت‌یې لا نه‌دی معلوم.

د وال‌سټریټ ژورنال د راپور له مخې، ښايي په دې اړه پرېکړه په روانه اوونۍ کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ترڅ کې اعلان شي.

واشنګټن له هاګ مېشتې د جرمونو له نړیوالې محکمې غواړي چې د اسرائیلي مشرانو پر وړاندې د نیولو حکمونه او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په اړه پخوانۍ څېړنه پای ته ورسوي.

امریکا تر دې مخکې د دې محکمې پر یو شمېر قاضیانو او څارنوالانو بندیزونه لګولي دي.

د جرمونو نړیواله محکمه په ۲۰۰۲ کال کې د جنګي جرمونو، نسل‌وژنې او بشریت ضد جرمونو د څېړنې او محاکمې لپاره جوړه شوې ده.

متحده ایالات د دې محکمې غړی نه‌دی.

د کرملېن تر کنټرول لاندې ګوند بریا؛ اروپايي ټولنې ټاکنې جعلي وبللې

د روسیې د وروستیو پارلماني ټاکنو پایلې
د روسیې د وروستیو پارلماني ټاکنو پایلې

روسي چارواکي وایي، د کرملېن تر کنټرول لاندې د "متحدې روسیې" ګوند په وروستیو پارلماني ټاکنو کې بې‌سارې بریا ګټلې، خو اروپايي ټولنې هغه "جعلي ټاکنې" بللې دي.

د روسیې د انتخاباتو مرکزي کمېسیون ویلي چې "متحدې روسیې" نږدې ۵۸ سلنه رایې ترلاسه کړې او د پارلمان یا دوما د ۴۵۰ څوکیو له ډلې یې ۳۵۵ څوکۍ ګټلې دي.

د دوما لپاره دغه ټاکنې پر اوکراین د روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې د بشپړ یرغل وروسته لومړنۍ ټاکنې وې چې د سپټمبر له ۱۸مې تر ۲۰مې نېټې پورې ترسره شوې.

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د راپور له مخې د دغه بهیر په ترڅ کې چې له مخکې "ښه تنظیم شوی" و، رایه ورکوونکو کولای شول له څو هغو سیاسي ګوندونو څخه چې ټول‌یې د کرملېن له‌خوا منظور شوي و، یو انتخاب کړي.

ټولو دغو ګوندونو د ولسمشر ولادیمیر پوتین بشپړ ملاتړ کاوه.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرې کایا کالاس پر خواله رسنیو کې دغه ټاکنې جعلي بللي او ویلي یې دي "دغه دوما ته په نوم ټاکنې د روسیې د ډیموکراسۍ لپاره یو بل ستر په شاتګ و".

د ټرمپ او پزشکیان احتمالي لیدنه؛ د تېلو بیې راښکته شوې

ارشیف
ارشیف

په نړۍ کې د تېلو بیې د دوشنبې په ورځ د هغو راپورونو له خپرېدو وروسته راولوېدې چې وایي، روانه اوونۍ به د امریکا او ایران ترمنځ د شخړې د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماتیکې هڅې ګړندۍ شي.

د شمالي سمندر د برنټ اوومه تېلو بیه څلور سلنه راولوېده او د یوه بېرل بیه‌یې ۹۹ ډالرو او ۶۹ سنټو ته ورسېده.

د امریکا د وېسټ ټکزاس انټرمیډیټ تېلو بیه هم پنځه سلنه راټیټه شوه او د هر بېرل‌یې ۹۵ ډالرو او ۲۲ سېنټو ته ورسېده.

په نړیوال بازار کې د تېلو بیې داسې مهال راولوېدلې چې روانه اوونۍ به د نړۍ مشران په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته د خپلو ویناوو بهیر پیل کړي.

د راپورونو له مخې د دې احتمال شته چې د دې اسامبلې په څنډه کې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم سره وګوري.

ټرمپ هم له یوې کورنۍ رسنۍ سره د دغې کتنې احتمال رد نه‌کړ.

پاکستاني پولیسو د عمران خان درې خویندې نیولې دي

د عمران خان خویندې محکمې مخ ته - عکس پخوانی دی
د عمران خان خویندې محکمې مخ ته - عکس پخوانی دی

د پاکستان حکومت د دغه هېواد د پخواني زنداني صدراعظم عمران خان درې خویندې نیولې دي.

تحریک انصاف ګوند نن تایید کړه چې علیمه خان، عظمی خان او نورین خان د لاهور کوټ لکهپت زندان ته وړل شوې دي.

د لاهور د پولیسو کمیشنر یکشنبه د خان د خویندو د نیولو امر ورکړی او ویلي یې دي چې د نظم د ټینګښت لپاره دې دېرش ورځې په توقیف کې وساتل شي.

د عمران خان خویندې داسې وخت بندیانې شوي چې د هغه ګوند تحریک انصاف په ټول پاکستان کې راتلونکې یکشنبه د سپټپمبر ۲۷مه د لاریونو پلان نیولی.

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ویلي چې دا لاریونونه ناقانونه دي او اجازه نه ورکوي چې د خلکو ژوند مختل او لارې بندې کړي.

په مسکو کې د پارلماني ټاکنو په وروستۍ ورځ، د اوکراین پراخ بریدونه

چارواکي وایي چې پرمسکو د اوکراین د یکشنبې د ورځې د بې پیلوټه الوتکو په پراخ برید کې دوه کسان وژل شوې دي.

دا برید په داسې حال کې شوی چې روسانو د پارلماني ټاکنو په وروستۍ ورځ خپلې رایې کارولې.

د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین پرپلازمینه دا ترټولو لوی برید وباله چې په نتیجه کې یې د مسکو په سیمه کې د چارواکو په وینا دوه کسان ووژل شول. د رویترز د راپورله مخې دوه نور کسان د اوکراین په هغه سیمه کې وژل شوي چې د روسیې ترکنټرول لاندې ده. په وژل شویو کې د ټاکنو یو چارواکی هم شامل دی. د مسکو ښاروال پرټیلیګرام لیکلي چې "دغه بې ‌ساری برید په څرګنده توګه د ټاکنو د ګډوډولو لپاره پلان شوی و، خو دښمن په دې کار کې بریالی نه شو."

د چارواکو په خبره په دغه برید کې د مسکو د تېلو د تصفیې هغه مرکز هم زیانمن شوی چې تر دې مخکې هم پرې برید شوی و.

د اوکراین ولسمشرولودمیرزیلینسکي ویلي چې د شپې له خوا د اوکراین د لیرې واټن ویشتونکو وسلو په بریدونو کې په مسکو کې د تیلو د صنعت یو لوی مرکز او لوژیستیکي تاسیسات په نښه شوي و. نوموړي دا هغه مرکزونه بللي چې د ده په خبره د روسیې د جګړې د هڅو ملاتړکوي.

د روسیې د پارلمان یا دوما لپاره دغه ټاکنې د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې پراوکراین د روسیې د پراخ یرغل وروسته لومړنۍ ټاکنې دي چې ترسره کیږي. ټاکل شوې چې د دغو انتخاباتو لومړنی نتیجه د دوشنبې په ورځ اعلان شي.

د لاهور پولیسو د عمران خان خور علیمه خان ونیوله

آرشیف
آرشیف

د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان خور علیمه خان د لاهور د پولیسو له خوا نیول شوې ده.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د پنجاب څانګې یوه ویاند تایید کړه چې پولیسو علیمه خان د یکشنبې په ورځ په لاهور کې په خپل کور کې ونیوله. نوموړې د دې ګوند له خوا د سپټمبر په ۲۷ د پلان شوې اعتراضیه لاریون څو ورځې مخکې نیول کیږي.

د رویترز د راپورله مخې د لاهور د سیمه ییزې ادارې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې هغه نیول شوې او د ۳۰ ورځو لپاره زندان ته استول شوې ده. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې" د استخباراتي راپورونو له مخې په هر عامه ځای کې د هغې شتون به د عامه خوندیتوب لپاره جدي ګواښ رامنځته کړي."

د عمران خان ګوند چې راتلونکې اونۍ یې د اسلام‌ اباد پرلور یو لاریون تنظیم کړی، د هغې د خوشې کېدو غوښتنه کړې.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي چې حکومت به د دغه اعتراضیه لاریون د مخنیوي لپاره هر هغه څه وکړي چې په وس کې یې دي.

شمالي کوریا یو بل بالستیک توغندی وتوغاوه

جاپان او جنوبي کوریا تایید کړه چې شمالي کوریا د یکشنبې په ورځ لږ تر لږه یو بالستیک توغندی د کوریا ټاپووزمې په ختیځ کې سمندر ته وتوغاوه. د جنوبي کوریا پوځ وویل چې دغه توغندي شاوخوا ۴۵۰ کیلومتره واټن وواهه.

د جاپان دفاع وزارت هم ویلي چې توغندی د جاپان له ځانګړې اقتصادي سیمې بهر سمندر ته لوېدلی دی.

شمالي کوریا تردې مخکې د سپټمبر په ۱۲مه هم څو لنډ واټنه بالستیک توغندي سمندر ته توغولي وو. د دې هیواد له خوا دغه توغندي یوه ورځ وروسته له هغه وتوغول شول چې د جنوبي کوریا، امریکا او جاپان پنځه ورځني ګډ پوځي تمرینات پای ته ورسېدل.

شمالي کوریا په منظم ډول بالستیک توغندي او د وسلو نور سیسټمونه ازمويي. کارپوهان وايي، دغه ازموینې د پوځي وړتیاوو د لا پیاوړتیا او د ځواک د ښودلو لپاره ترسره کېږي. د کیم جونګ اون په مشرۍ شمالي کوریا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څو پرېکړه ‌لیکونو له مخې د بالستیک توغندیو له ازموینې منع ده.

اوکراین د روسیې پر پلازمینه مسکو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي

په مسکو کې د یوې ودانۍ یوه برخه چې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې زیانمنه شوې ده
په مسکو کې د یوې ودانۍ یوه برخه چې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې زیانمنه شوې ده

د روسیې پر پلازمینه مسکو د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو په پراخو بریدونو کې دوه کسان وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان دي.

رویترز خبري اژانس نن یکشنبې د مسکو د ښارول سرګي سوبیانین په حواله لیکلي،" څه باندې ۱۶۰۰ بې پیلوټه الوتکو مسکو ښار او شاوخوا سیمې په نښه کړې وې چې ډير شمیر يې شنډې او راغورځول شوې دي".

د هغه په ټکو،" اوکراین هڅه کوي هغه ټاکنې ګډوډې کړي چې د ولسمشر پوتین ۲۶کلنه واکمني لاپسې پیاوړې کوي".

نن په روسیه کې د پارلماني ټاکنو وروستۍ ورځ ده.

درې ورځې کیږي چې خلک د پارلمان د غړو د ټاکلو لپاره خپلې رای کاروي.

بل پلو، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي نن پر خپلې ایکسپاڼې لیکلي،" تیره شپه پر مسکو زموږ د اوږد واټن ویشتونکو توغندو ځوابي بریدونو ډیر اغیز درلود".

د اوکراین د تیرې شپې په بریدونو کې په مسکو کې د تیلو د تصفیې یوه مهمه فابریکه زیانمنه شوې ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG