د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۳

افغان کډوال او سفارت: د اندونېزیا پولیسو افغان کډوال ډبولي دي


د اندونېزیا امنیتي ځواکونه - ارشیف
د اندونېزیا امنیتي ځواکونه - ارشیف

په اندونېزیا کې د افغانستان د سفارت چارواکو او یو شمېر افغان کډوالو د دغه هېواد پولیس تورن کړل، چې د یوې اعتراضیه غونډې پر مهال یې پرون افغان اعتراض کوونکو سره ناوړه چلند کړی.

دوی ازادي راډیو ته وویل ،چې د اندونېزیا پولیسو افغان اعتراض کوونکي وهلي یې دي.

په اندونېزیا کې اوسیدونکي افغان کډوال حواد رباني د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په دې هیواد کې د افغانو کډوالو حقوقو ته پام نه کیږي او د خپلو حقونو لپاره د غږ پورته کولو له امله هم تاوتریخوالي سره مخامخ کیږي.

هغه وویل: " نن یو ځلې بیا د ( مکاسار) ښار کډوال، د بشر د حقونو او د ( امېګریشن پولیس) د مرکزي دفتر مخې ته راټول او اعتراض یې وکړ، او له دې ادارې یې وغوښتل، دوی ته دې اجازه ورکړي څو د کډوالو غږ نړۍ ته ورسوي، او په ورته وخت کې یې د (امېګریشن) له دفتر وغوښتل، څو د کډوالو په وړاندې د تاوتریخوالي او د دوی د سولیز اعتراض مخه ونه نیسي."

په اندونېزیا کې مېشت افغان کډوا اسد الله پیام د دو شنبې په ورځ د اندونېزیایي پولیسو له ناوړه چلند په اړه وايي:"دوی راغلې وه چې کډوال محاصره کړي، ښاري پولیسو محاصره کړل، او د امېګریشن پولیسو خلک یې ووهل، یو افغان کډوال سخت ټپي شوی و، چې ان له تېرو ۲۴ ساعتو راهیسې لا هم په روغتون کې دی."

افغان کډوال احمد شکیل چې د اندونېزیا په ( مکاسار) ښار کې اوسیږي ازادي راډيو ته وویل، د دولسو کالو راهیسې دلته ژوند کوي خو لا هم بې برخلیکه دی.

هغه وویل: "زموږ دولس کاله دلته پوره شول، خو لا هم کوم بل هېواد ته زموږ د تګ کارونه ندي شوي، دلته موږ ته د هېڅ کار اجازه بې له موټر چلولو نه راکوي، د یو، این ، ایچ، سي، ار دفتر هیڅ زموږ غږ نه اوري."

یو شمېر افغانان وايي، چې اسټرالیا ته د تګ لپاره څو کاله وړاندې اندونېزیا ته کډوال شوي، او د ( یو، این، ایچ، سي، ار) دفتر له خوا ثبت شوي دي، خولا هم بې برخلیکه دي.

په اندونېزیا کې د افغان کډوالو یو اعتراضیه لاریون
په اندونېزیا کې د افغان کډوالو یو اعتراضیه لاریون

په جاګارتا کې د افغانستان د سفارت قونسل احمد طارق ثاني د اندونېزیا د پولیسو د ناوړه چلند په اړه ازادي راډيو ته په یوه لیکلي پیغام کې وویل، چې یاده موضوع یې په لیکلې توګه د اندونېزیا د بهرنیو چارو وزارت سره شریکه کړې او تعقیب یې کوي.

ښاغلي ثاني لیکلي، چې په اندونېزیا کې د ملګرو ملتونود کډوالو عالي کمېشنري( یو،این، ایچ، سي، ار) د ټولو افغانو کډوالو د دوسیو د منلو ډاډ ورکړی.

ده زیاته کړه چې یوازې ځینو هیوادونو ته د دوی د بیا مېشتیدو د انتقال په پروسه کې لږ ستونزې شته.

د هغه په وینا، یوه ستونزه نورو هېوادونو ته د اندونېزیا د کډوالو د انتقال د پروسې سهمیه ده، چې پخوا په کال کې ۳۰۰ او اوس د کاله ۱۰۰۰ تنو ته لوړ شوي دي.

په اندونېزیا کې د افغانستا ن د سفارت چارواکي وایي، په اندونېزیا کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ په دفتر کې له بېلابېلو هېوادونو شاوخوا ۱۳ زره کډوال ثبت دي، چې شاوخوا ۷ زره یې افغانان دي.

XS
SM
MD
LG