د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۲۰

فرانسه کې د تاوتریخجنو اعتراضونو دوام؛ سلګونه ودانيو ته اور اچول شوی

په فرانسه کې د روانو تاوتریخوالو یوه څنډه
په فرانسه کې د روانو تاوتریخوالو یوه څنډه

په فرانسه کې د درېیمې پرله‌پسې شپې په مخه اعتراضونه دي او په سلګونو ودانیو ته اور اچول شوی دی.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون وویل، چې دا وضعیت په هېڅ ډول د منلو نه دی.

د فرانسې د پلازمېنې پاریس په ګډون تېره شپه د دغه هېواد په یو شمېر نورو ښارونو کې وضعیت کړکېچن و.

په زرګونو اضافي امنیتي سرتېري ځای پرځای شوې دي.

پولیسو تر پرون ماښام پورې د اعتراضونو پرمهال د نږدې پنځه سوه ودانیو د سوځېدو او د دوه زره موټرو د ویجاړېدو خبر ورکړ.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د جمعې په ورځ د یوې بېړنۍ غونډې پرمهال وویل، چې دا شخړې نه‌شي توجیه کېدای.

ده له میندو او پلرونو وغوښتل چې خپل زلمي بچیان په کورونو کې ایسار کړي چې شخړې پسې زیاتې نه شي.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون
د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون

نوموړي ويلي: "داسې وضعیت رامنځته شوی چې په هېڅ ډول د منلو نه دی او توجیه کېدای نه شي، ځکه چې هېڅ شي خشونت نه شي توجیه کولی. په ځانګړي ډول چې کله پر عامه ودانیو، د پولیسو پر ماموریتونو او ښوونځیو بریدونه کېږي، یا هم د لوټ تالان هڅه کېږي، نو هېڅ شی دا کار نه شي توجیه کولی."

مکرون د تېرو درېیو ورځو په ترڅ کې د دویم ځل لپاره د کابینې له غړیو او جګپوړیو امنیتي چارواکو سره بېړنۍ غونډه جوړه کړه.

ده وویل، چې خواله رسنۍ د دې اعتراضونو په پراختیا کې ډېر لاس لري او شخړو ته لمن وهي.

اصلي ستونزه څرنګه رامنځته شوه؟

تېره اوونۍ سې شنبې جون ۲۷مه د نایل په نوم یو اوولس کلن ځوان د پولیسو له لوري ووژل شو.

په فرانسه کې د روانو تاوتریخجنو لاریون کوونکو له لوري د اوښتو زیانونو یو انځور
په فرانسه کې د روانو تاوتریخجنو لاریون کوونکو له لوري د اوښتو زیانونو یو انځور

ویل کېږي، چې دی په موټر کې په ډېر سرعت روان و او سرې اشارې ته نه و درېدلی.

نایل له اصله عرب دی او اعتراض کوونکي وایي، د فرانسې له ګڼو خلکو سره توکمیز چلند کېږي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت دا خبر تايید کړی، چې د جمعې تر ماښام پورې یې نږدې نهه سوه کسان د مظاهرو د پراختیا په تړاو نیولې دي.

ټولو ښاري ټرانسپورټونو، بسونو، ټرم وای او مټرو ته لارښونه شوې ده چې د جمعې په شپه دې له نهو بجو وروسته ودرېږي.

په ۲۰۱۷م کال کې د فرانسې په قانون کې بدلون راغی، چې ورسره پولیسو دا جازه ترلاسه کړه چې د اړتیا په وخت له وسلې کار اخیستلی شي.

د راپورونو له مخې یوازې پروسږ کال ترافیک ته د موټر د نه درېدو له امله دیارلس تنه د پولیسو له لوري وژل شوې دي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG