په فرانسه کې د ”ژېړ واسکټو“ د مظاهرو پر مهال تر ١٧٠٠ زيات کسان نيول شوي دي.
په تېرو څلورو اوونيو کې د شنبې او يکشنبې په ورځو د پيل شويو اعتراضونو پر مهال په شخړو کې ملکيتونو ته زيان رسېدلى او خلک نيول شوي دي.
د پلازمېنې پاريس په ګډون دغه اعتراضونه په مارسي، بوردو، لیون او تولوز ښارونو کې شوي دي.
دغه مظاهرې د بيو د لوړېدو او پر ولسمشر ايمانوئل مکرون د اعتراض له کبله وپارېدلې.
مظاهره چيان شعار ورکوي چې (مکرون دې استعفا ورکړي) خو ولسمشر به په راتلونکو ورځو کې وينا هم وکړي.
حکومت د ١٧٢٣ نيول شويو کسانو له ډلې په توقيف کې د ١٢٢٠ کسانو د ساتل کېدو امر کړى دى.
د پاريس پوليسو وويل چې د شنبې په ورځ ١٠٨٢ کسان نيول شوي دي، حال دا چې په مخکني پړاو کې ٤١٢ کسان نيول شوي وو.
د فرانسې حکومت ويلي چې په پام کې ده چې ولسمشر ايمانوئل مکرون په راتلونکو دوو ورځو کې په وينا کې يو مهم اعلان وکړي.
د هغه وياند د شنبې په ورځ دا خبره په داسې حال کې وکړه چې د جمعې په ورځ په ملي سطحه د ژېړ واسکټو د مظاهرو له کبله ملکيتونو ته زيانونه واوښتل.
خو د فرانسې د ولسمشر وياند ونه ويل چې ايمانوئل مکرون به په خپل اعلان کې څه ووايي.
ولسمشر مکرون پر تېلو د ماليې زياتولو پلان لغوه کړى، خو دغه اقدام بيا هم د ژېړ واسکټو د اعتراضونو د پاى ته رسېدو سبب نه شول.
مظاهره چيان د ماليې ټيټېدل، د حق الزحمې زياتېدل او د تقاعد د امتيازونو لوړېدل غواړي.