د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۹

پاریس او لندن کې زرګونه کسانو د نژادي تبعیض پر ضد لاریونونه کړي


د ښي اړخو اکثره پلویان د بریتانیا د پخواني صدر اعظم ونسټن چرچیل د مجسمې او د جګړې د یاد څلي شاوخوا راټول شوي وو.
د ښي اړخو اکثره پلویان د بریتانیا د پخواني صدر اعظم ونسټن چرچیل د مجسمې او د جګړې د یاد څلي شاوخوا راټول شوي وو.

پرون د جون په ۱۳ مه د پاریس او لندن ښارونه د لاریونونو شاهدان وو.

د فرانسې په پلازمېنه پاریس او یو شمېر نورو ښارونو کې زرګونه کسان د نژادي تبعیض پر ضد سړکونو ته را وتلي وو.

پرون زرګونه کسان د فرانسې په مرکز پاریس کې سړکونو ته راووتل او د پولیسو بد چلند یې وغانده.

په همدې حال کې په لندن کې د ښي اړخو افراطیانو سلګونه فعالانو د ښار په زړه کې لاریونونه وکړل.

د پاریس چارواکو د احتمالي تاوتریخوالي له وېرې د لاریونونو په مسیر کې پرتو رستورانتونو او پلورنځیو ته د تړلو امر کړی و.

دغه ځایونه د کرونا ویروس له کبله د لګول شویوی بندیزونو په نرموالي تازه پرانیستل شوي وو.

په فرانسه کې پروني لاریونونه امریکا کې د نژادي تبعیض له لاریونونو په الهام اخیستو ترسره شوي.

فرانسه کې د لاریون کوونکو یو انځور
فرانسه کې د لاریون کوونکو یو انځور

لاریون کوونکو د پاریس له ختیځه لاریون پېل کړ او د نژاد پالنې ضد شعارونه یې له ځان سره لېږدول.

په ځینو شعارونو کې لیکل شوي وو( هیله ده نن د تورپوست له کبله ونه وژل شم).

له لاریون کوونکو په لږ لرې واټن کې د لاریونونو ضد ګڼ شمېر پولیس هم لیدل کېدل.

دا لاریونونه داسې مهال ترسره شوې چې فرانسه کې د کرونا ویروس د خپرېدو له ویرې لا هم له لسو د زیاتو کسانو په را غونډېدو بندیز پر خپل ځای دی.

په پاریس کې دغه لاریونونه د اداما تراوره د ملاتړو له خوا پلان شوې وې، تورپوستی اداما ۲۰۱۶ میلادی کال کې د فرانسې د پولیسو په توقیف کې مړ شو او تر اوسه یې د مرګ لامل پټ ساتل شوی دی.

د فرانسې په لیون او مارسایل ښارونو کې هم د لاریونونو راپورونه ورکول شوي دي.

پاریس کې لاریونونه سوله ییزې وو خو په ځینو ځایونو کې د پولیسو او لاریون کوونکو د لانجو راپورونه ورکول شوي دي.

په همدې حال کې سلګونه کسان چې په ظاهره اکثریت یې سپین پوستي و، پرون د لندن ښار په زړه کې راټول شول، شعارونه یې ورکړل او ملي سرود یې ووایه.

دغو کسانو ویل، د نژادي تبعیض ضد لاریونونو کې باید د تاریخي ابدو ساتنه وشي.

د ښي اړخو اکثره پلویان د بریتانیا د پخواني صدر اعظم ونسټن چرچیل د مجسمې او د جګړې د یاد څلي شاوخوا راټول شوي وو.

د لندن ښار په یوه برخه کې یو کم شمېر کسان بیا د نژادي تبعیض په ضد لاریونونو ته راوتلي وو.

بریتانیا کې پولیسو پر رقیبو ډلو چې د لاریونونو نیت یې درلود سخت محدودیتونه لګولي دي.

XS
SM
MD
LG