په افغانستان کې د نورو کسبونو تر څنګ ګلفروشي نسبتاً نوی کسب دی، خو دا کسب د نورو کسبونو برعکس کار یې د خلکو د خوښیو له شېبو سره مل وي.
د کابل ولايت يو اوسېدونکی عبدالسميع چې ۳۳ کاله عمر لري او له پنځلس کلونو راهيسې د ګلفروشۍ په کاروبار بوخت دی وايي: "دا مسلک په علاقې او شوق اړه لري، څوک چې شوق او علاقه ولري، ژر یې زده کېږي، داسې دا لکه فطري استعداد چې ځینې یې لري."
نوموړی وايي، دا کسب یې له خپل مشر ورور زده کړی.
عبدالسمیع څلور ورونه لري او څلور واړه د ګلانو کاروبار کوي.
ده که څه هم مسلکي زدهکړې نهدي کړي خو وايي، کله به یې چې ورور ګلان جوړول نو د ده هم لېوالتیا ورته پیدا شوه او ورو ورو یې هڅه وکړه همدا خپل مسلک وګرځوي.
عبدالسميع وايي: "د هر مسلک تر څنګ باید شوق او علاقه وي، یوازې یوه موخه د پیسو ونه اوسي، که شوق و اوسي بیا هغه کس ښه نوښتونه کولای شي او ښه مسلکي کس کېدای شي."
نوموړی په هېواد کې د رنګا رنګو ګلانو او پاڼو په اړه ازادي راډيو ته وویل: "مرسل او روز ګل د افغانستان په مارکېټ کې اکثرا وي، ژمي کې بیا له پاکستان راځي او اوړي کې د وطن خپل ګلان دي، ځینې ګلان فصلي وي، لکه، بابونه، فلاکیس، ستیتس، ځینې ګلان بیا د ژمي خاص ګلان وي، لکه د نرګس ګل، د لیلیوم ګل، اورکیده، ارغوزک، روغني دا ټول دښتي ګلان دي همداسې پاڼې دي لکه، مار پیچ پانې، دیوار بید پانې، دښتي پانې، دا ډېر کارول کېږي."
عبدالسمیع زیاتوي چې د تازه ګلانو تر څنګ مصنوعي ګلان هم جوړوي، اول، دوم اودرېیم درجه مصنوعي ګلان شته، په خبره یې اول درجه مصنوعي ګلان ډېر په ظرافت جوړېږي او ډېری د ناوې د لاس، ویښتانو، د واده په سټېجونو یا هم د واده د ګلپوش موټرونو لپاره جوړېږي.
دی وایي پخوا د مور او د مینانو په ورځ که به دوی ډېر پلور درلودل او ګلان به یې د پاکستان، هندوستان او ایران راوړل، خو په خبر یې اوس د مینانو ورځ خو هېڅ او د مور د ورځې لپاره هم خلک عادي د دوکان شته ګلان خوښوي.
عبدالسمیع وایي، د تېرو دو کلونو راهیسې یې کارونه ډېر خراب شوي، ان تر دې چې دی اړ شوی دا کار پرېږدي، خو په خبره یې بل کار اوس نهلري نو مجبور دی همدې کار ته دوام ورکړي تر څو کوم بل مناسب د ګټې کار پیدا کړي.
نوموړی وايي: "کارونه خو دې شرایطو کې اصلا ښه نهدي افغانستان کې، ان موږ دې ته حاضر شوي وو چې دا کار بیخي پرېږدو، خو اوس کوم بل کار هم نهلرو، اړ یو همدې مسلک ته دوام ورکړو او ژوند مخته بوځو."
ده د خپلې جالبې خاطرې په اړه ازادي راډيو ته وویل: "یوه جالبه خاطره مې دا وه، یو مشتري ته مې یو او بل ته مې بل ډول ګل جوړ کړی و، دا غلط شوي وو، دواړو د یوه او بل وړي وو، بیا د یو بل یې خوښ کړې هم وو، بېرته یې هېڅ رانهوړل، فقط اړیکه یې ونیوله چې موږ د بل چا ګلان وړي او زموږ ډېر خوښ شوي، له ګلانو راضي وو، اول کې لږ اندېښمن وم بیا مې ولیدل چې دواړه خوشاله وو."
د ګلانو کاروبار که څه هم شوقي کار دی او ډېری خلک یې د خپلې ذاتي لېوالتیا له مخې کوي، خو داسې هم کسان شته چې د همدې لارې خپله یوه مړی حلاله روزي ګټي.