د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۱

کرکټ؛ افغانستان د ۶ وېکټو په توپير سریلانکا ته ماتې ورکړه


د سریلانکا خلاف افغان لوبغاړو رحمت شاه او ابراهیم ځدراڼ تر ټولو ډېرې منډې وکړې.
د سریلانکا خلاف افغان لوبغاړو رحمت شاه او ابراهیم ځدراڼ تر ټولو ډېرې منډې وکړې.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په لومړنۍ یو ورځنۍ سیالۍ کې خپل کوربه سریلانکا ته د ۶ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه.

دغه سیالي چې نن جمعه د جون ۲مه د سریلانکا په همبنټوټا ښار کې ترسره شوه، افغان لوبډلې پچه وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه.

کوربه لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو په ټاکلو ۵۰ اورونو کې ۲۶۸ منډې جوړې کړې.

سریلانکا ته چاریت اسلانکا او دننجایا دیسلوا په ترتیب سره ۹۱ او ۵۱ منډې وکړې.

په افغان توپ اچونکو کې بیا فریداحمد او فضل حق فاروقي ۲ـ۲، عظمت الله عمرزي، مجیب الرحمن، نوراحمد او محمدنبي یوه ـ یوه ویکټ ترلاسه کړه.

افغانستان ورکړل شول هدف د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره په ۴۶.۵ اورونو کې ترلاسه کړ.

په افغان توپوهونکو کې بیا هم ابراهیم ځدراڼ مخکښ و، هغه ۹۸ توپونه ولوبول او ۹۸ منډې یې وکړې چې په پاڼۍ کې یې ۱۱ څلوریزې او ۲ شپږیزې شاملې وې.

دغه راز رحمت شاه هم نیمه سلیزه ووهله او په ۵۵ منډو وسوځېد.

لوبډلمشر حشمت الله شهیدي، رحمن الله ګربز، محمدنبي او نجیب الله ځدراڼ په ترتیب سره ۳۸، ۱۴، ۲۷ او ۷ منډې جوړې کړې.

سریلانکا ته کاسون رجیتا دوه، کومارا او پتیرانا یوه ـ یوه ویکټ ترلاسه کړه.

ابراهیم ځدراڼ د دې لوبې د غوره لوبغاړي په توګه ونومول شو.

د ویلو ده چې دواړه لوبډلې به د جون میاشتې په ۴مه نېټه دویمه یو ورځنۍ سیالۍ په همدې لوبغالۍ کې پيل کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG