د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۲

کرکټ؛ نن افغانستان له سريلانکا سره د درېیو يو ورځنيو لوبو لړۍ پيلوي


د افغانستان او سریلانکا له پخوانیو لوبو یو انځور
د افغانستان او سریلانکا له پخوانیو لوبو یو انځور

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او سریلانکا د کرکټ ملي لوبډلې د درېیو یو ورځنیو مسابقو په لومړۍ هغې کې نن د سریلانکا د همبان توتا د کرکټ په نړیوال لوبغالي کې مخامخ شي.

سریلانکا چې سږ کال يې څو نړیوالې سیالۍ بایللي، د افغانستان پر وړاندې د راروانو سیالیو لپاره ښه چمتووالی نیولی دی.

په خپله لوبډله کې یې څو تنه نوي ښه تجربه شوي لوبغاړي زیات کړي دي.

د سریلانکا ټیم د داسون شاناکا تر لوبډلمشرۍ لاندې په وروستیو کې دوې یو ورځنۍ مسابقې پر نیوزیلنډ وبایللې، دې لوبډلې په کوربه ټیم 'نیوزیلنډ' دوې ټېسټ لوبې او همداراز درې شل اوره سیالۍ د سږ کال په جنورۍ کې وبایللې.

د سرلانکا لوبډلې سږ کال د درې یو ورځنیو سیالیو بله لړۍ درې پر صفر پر هند بایللې ده.

خو له بلې خوا افغانستان د ۲۰۲۲ په نومبر کې له سریلانکا سره د یو ورځنیو مسابقو لړۍ یو پر یو مساوي کړې، د ۲۰۲۲ په جون کې یې زمبابوې ته ۳ پر صفر ماتې ورکړې ده.

د سږ کال په مارچ کې یې له پاکستان څخه د شل اوره سیالیو لړۍ دوه پر یو وګټله او دا لومړی ځل و چې خپل جنوبي ګاونډی یې د شل اوره سیالیو په فارمټ کې مات کړ.

د افغانستان او سریلانکا ټیمونه څو داسې لوبغاړي لري چې د نړۍ په کچه لومړی درجه لوبغاړي ګڼل کېږي.

افغان کرکټ بورډ ویلي، راشدخان ته د تمرین په مهال په ملا کې درد پیدا شوی چې لږ تر لږه د سریلانکا په وړاندې په لومړیو دوو سیالیو کې نه لوبېږي.
افغان کرکټ بورډ ویلي، راشدخان ته د تمرین په مهال په ملا کې درد پیدا شوی چې لږ تر لږه د سریلانکا په وړاندې په لومړیو دوو سیالیو کې نه لوبېږي.

سریلانکا پرانیستونکی باولر یا توپ اچوونکی دیموت کاروناراني د افغانستان په وړاندې په لوبډله کې شامل کړی دی.

دا ۳۵ کلن لوبغاړی، چې د سریلانکا لپاره په ټېسټ لوبو کې ښه ځلېدلی، په یو ورځنیو او شل اوره سیالیو کې هم ښه لوبېدای شي.

همداراز سریلانکا د هند په غوره لیګ کې ښه ځلېدلی باولر ماتیشا پاتیرانا له افغانستان سره د کرکټ د یو ورځنیو سیالیو لپاره په خپله لوبډله کې شامل کړ.

تېز توپ اچوونکی پاتیرانا، چې د هند د غوره لیګ په اتلې لوبډلې چینای سوپرګینګز کې لوبېده، د سه‌شنبې په ورځ د افغانستان په وړاندې د درو یو ورځنیو سیالیو لپاره سریلانکا ته وبلل شو.

دا به لومړی ځل وي چې نوموړی په یو ورځنیو سیالیو کې د سریلانکا په ملي لوبډله کې شاملېږي.

شل کلن پاتیرانا، چې د کوچني ملینګا په نوم مشهور شوی، د هند په غوره لیګ کې ۱۹ لوبغاړي وسوځول.

افغانستان هم په خپله لوبډله کې دوه نوي لوبغاړي نوراحمد، چې د هند په غوره لیګ کې ښه وځلېد او همداراز رضا حسن زیات کړي دي.

افان لوبغاړی نور احمد د سږني آی پي ایل سیالیو کې ښه ځلېدلی.
افان لوبغاړی نور احمد د سږني آی پي ایل سیالیو کې ښه ځلېدلی.

که څه هم نور احمد ته د پاکستان په وړاندې په یوه شل اوره سیالۍ کې چانس ورکړل شوی و، خو دا به لومړی وار وي چې په ملي لوبډله کې یې ځای تثبیت کېږي.

د حشمت الله شهیدي تر لوبډلمشرۍ لاندې په افغان لوبډله کې رحمت شاه، رحمت الله ګوربز، ابراهیم ځدراڼ، نجیب الله ځدراڼ، محمدنبي، ابراهیم علیخېل، عظمت الله عمرزی، راشدخان، مجیب الرحمان، عبدالرحمان، فضل حق فاروقي او فریداحمد ملک شامل لوبغاړي دي.

همداراز ګلبدین نایب، شاهدالله کمال، یمین احمدزی او ضیاالرحمان اکبر د افغانستان ذخیره لوبغاړي دي.

خو د دې لپاره چې راشدخان ته د تمرین په مهال په ملا کې درد پیدا شوی، نوموړی به لږ تر لږه د سریلانکا په وړاندې په لومړیو دوو سیالیو کې ونه لوبېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG