د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ تله ۱۴۰۲ کابل ۰۴:۰۶

په اوونيزو بازارونو کې د موټرو پېر او پلور؛ کاروباريان: طالبانو پرې بنديز لګولی


ارشیف

يو شمېر هغه کسان چې په اوونيزو بازارونو کې موټرونه اخلي او خرڅوي شکايت لري، چې د طالبانو حکومت د دوی کاروبار بند کړی دی.

قادر هغه ځوان دی چې په اوونیزو بازارونو کې یې د موټرو د پېر او پلور کاروبار کاوه، خو اوس چې د طالبانو له‌خوا دا بازارونه بند شوي وايي، شاوخوا یوه میاشت کېږي چې بې‌‌کاره دی.

قادر زیاتوي، ټوله سرمایه یې ۵۰۰۰ ډالره ده او لوی کاروبار پرې نه‌شي کولای.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "پخواني دولت کې هم همدا بازار و، مثلاً په ارزان قیمت کې به د جمعې په ورځ دا بازار و، سرکوتل کې د پنجشنبې په ورځ، قرباغ کې جمعه، ګردېز کې هم د پنجشنبې په ورځ، موږ به ټولو بازارونو ته تللو، موټرونه به مو اخیستل او خرڅول. اوس دولت ټول بند کړي دي، دې موضوع موږ ته ډېرې ستونزې راولاړې کړې دي."

دا وایي، کوم موټر یې چې مخکې اخیستی و، په کور کې یې ولاړ دی او نه یې شي خرڅولای.

زلمی بل هغه ځوان چې په قره باغ او د خیرخانې په سرکوتل کې یې د موټرو کاروبار کاوه، د طالبانو له حکومت غواړي چې دا بازارونه بېرته خلاص کړي.

زلمی وايي: "موږ د شپږ او اووه موټرو د اخیستلو توان نه‌لرو چې په بارګېن کې یې ودروو، موږ له حکومت غواړو چې دا بازارونه خلاص کړي، څو له دې لارې خپل اولاد ته نفقه پیدا کړو."

له دغو موټر پلورونکو یو یې ازادي راډیو سره يو مکتوب هم شريک کړی او ادعا کوي چې په کابل کې د طالبانو د حکومت د یوې امنیتي حوزې مسوول د موټر پلورنځیو خاوندانو ته ویلي چې په خپلو سیمو کې د واټونو پر سر د موټرو پلور او پېر ته اجازه ورنه کړي.

بل پلو هغه کسان چې په لویو بارګېنونو کې د موټرو د پېر او پلور کاروبار کوي دا ښه اقدام ګڼي او وايي چې د موټرو اوونیز بازارونو د دوی کارو بار ډېر پیکه کړی و.

په کابل کې د یو موټر پلورنځي مالک کمال الدین ازادي راديو ته وویل: "دا جمعه بازارونه چې بند شوي ډېر ښه شوي، ځکه دلته د موټرو خرڅولو دوکانونه هم شته، چې ۵۰ زره تر ۶۰ زره کرایه ورکوي، مالیه ورکوي، صنفي جواز ورکوي، پنځه که شپږ ډوله نورې مالیې دولت ته ورکوي، یو موټر پلورونکی خپل لګښتونه نه‌شي پوره کولای."

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند او په کابل کې د دوی د امنیه قومندانۍ ویاند د دې موضوع په اړه د ازادي راډیو د خبریال پوښتنې ځواب نه‌کړې.

د افغانستان په ځینو سیمو کې اوونیز بازارونه شته چې په دغو بازارونو کې موټرونه او نور بېلابېل توکي پېرل او پلورل کېږي.

دا بازارونه اکثره د دوشنبې بازار، پنجشنبې بازار، جمعه بازار او د اوونۍ په نورو ورځو هم یادېږي.

XS
SM
MD
LG